“صوبائي اسمبلۍ کښې نمائندګې سره به د قبائلي سيمو اصلاحاتي عمل تيز شي”

حکومت به د نوې حقله بنديو په لړکښې اليکشن کمشن ته د قبائلي سيمو نقشه ورکوي او د دغه  نقشو په بنياد به نوي حقله بندۍ ترتيب کولې شي

د قبائلي سيمو ريجنل اليکشن کمشنر عنايت وزير ويلي قبائلي سيمو کښې د نوي حلقه بنديو عمل به راتلونکي اکتوبر مياشت نه شروع شي او تر دسمبر مياشت پائي ته به سر ته ورسيږي۔

د ټي اين اين په بدلون پروګرام کښې عنايت وزير وويل راتلونکي کال کښې به د نوې حلقه بنديو په رڼا کښې د قبائلي ضلعو په ټولو صوبائي څوکو انتحابات کولې شي۔

ده وويل وفاقي حکومت به د نوې حقله بنديو په لړکښې اليکشن کمشن ته د قبائلي سيمو نقشه ورکوي او د دغه  نقشو په بنياد به نوي حقله بندۍ ترتيب کولې شي۔

د عنايت وزير په وينا د نوي حلقه بنديو په عمل کښې به مقامي اولس ته هم موقع ورکولې شي او هغوي به د دې عمل په حقله اليکشن کميشن کښې خپل غذرونو او نيوکې جمع کوي د کومې وروسته چې به اليکشن کمشن فائنل نقشه تياروي او تر دسمبر به ئې پائې ته رسوي۔

ياده دي وي تير حکومت د پخوانې فاټا ټولې ضلعې خيبر پښتونخوا کښې ضم کړي او په دغه سيمو کښې ئې په کال کښې دننه د صوبائي اسمبلۍ په څوکو د انتحاباتو کولو اعلان کرې ؤ۔

پروګرام کښې نامتو سياستمداراو پخواني پارلمينټيرين لطيف آپريدي وويل قبائلي سيمو کښې د اصلاحاتي عمل سرته رسيدو کښې به ډيره موده لګي خو ولې په صوبه کښې د نمائندګۍ ورکولو سره به داعمل تيزي موندو سره مخ پروړاندې لاړ شي۔

لطيف آپريدي وويل صوبائي اسمبلۍ کښې د نمائندګۍ ترلاسه کيدو سره سم به د قبائلي اولس غږ په توله صوبه کښې واوريدې شي او دا چې د قبائلي سيمو نمائندګان به اصلاحاتي عمل مخ پروړاندې بوځي۔

د نوي مردم شمارۍ په اړه لطيف آپريدې وويل د تير حکومت په دور کښې شوې مردم شمارۍ کښې د قبائلي اولس لخوا يو شمير نيوکې شوې خو ولي اوس دغه نيوکي او انديښنې د عدالت له لارې ختمې کړې شوي او د دغه شوي مردم شمارۍ په سر د قبائلي سيمو پشمول ټول ملک کښې عام انتحابات ورکړې شول او دا چې نوي حلقه بندۍ به هم د اوسنۍ مردم شمارۍ په بنياد جوړولې شي۔

د عنايت وزير ترمخه د آبادۍ په بنياد به قبائلي سيمو کښې شپاړس د صوبائي اسمبلۍ حلقې جوړولې شي او په دې عمل کښې به ايډميسټريټويونټس، کامونيکشن او نور انتظامې عوامل په نظر کښې ساتلې شي۔

ده وويل هيله ده چې د روان کال دسمبر مياشت کښي به د يادو حقله بنديوعمل سر ته ورسي او حکومت به په دغه سيمو کښې د انتحاباتو کولو نيټه وټاکي، دې لړ کښې بايد د اتلس کالو نه لوې ټول قبائلي اولس نارينه او زنانۀ خپل شناختي کارډونه جوړ کړې او په خپلو ضلعو کښي قائم د الکيشن کمشن دفتر کښې خپل ووټ اندرج کړي۔

لطيف آپريدي زياته کړه دا مهال مرکز او صوبه کښې د يو ګوند واک دې او دا چې موجود حکومت په قبائلي سيمو کښي د بدلون راوستلو خواهشمند ؤ نو ځکه به په يادو سيمو کښې د صوبائي انتحاباتو کولو سره لوي بدلون رامخي ته شي ولې چې صوبائي اسمبلۍ کښي قبائلي نمائندګان به په مرکز او د خيبر پښتونخوا په حکومت زور راوړلو سره د قبائلي اولس د تيرو اوويا کالو محرومو آزاله وکړې او دې سيمو کښې به په ترقياتي منصوبې او نور پرمختيائي کارونو کښې تندي راوستلې شي۔

Show More

Related Articles