د قبائلي سیمو انضمام ټاسک فورس کښې د انضمام مخالف غړو په ګډون سخت اعتراضات

د ټاسک فورس مقصد د انضمام په عمل کښې راپیښ خنډانو نشاندهي کول دي خو ولي په دې ټاسک فورس کښې داسې خلک شامل کړې شوي دې چا چې په ښکاره د انضمام مخالفت کړې دې

“د حکومت لخوا فاټا اصلاحاتو ته عملي شکل ورکولو او د قبائلي سيمو خيبرپښتونخوا سره د انضمام عمل کښې د خنډانو لرې کولو لپاره د ټاسک فورس قيام د ستائنې وړ دې خو ولي په دغه ټاسک فورس کښې شامل ځينې خلک د انضمام د عمل مخالف پاتې شوي دي نو ځکه انديښنه ده چې حکومت به د ياد ټاسک فورس په ذريعه د انضمام عمل د قبائلي اولس په خوښه ونکړې شي”۔

د دې خيالاتو څرګندونه په قبائلي چارو پوهه مشرانو د ټي اين اين بدلون پروګرام کښې کړي ده۔

پروګرام کښې د قبائلي سيمو سره تعلق لرونکې د عوامي نيشنل ګوند رهنما نثار مومند، نوموړې صحافي او تجزيه کار ډاکټر اشرف علي او د پاکستان تحريک انصاف د جنوبي ضلعو سینئيرغړې نصير وزير ګډون کړې ؤ۔

دغه مهال نثار مومند وويل د حکومت لخوا تشکيل کړې شوې د ټاسک فورس مقصد د انضمام په عمل کښې راپیښ خنډانو نشاندهي کول دي خو ولي په دې ټاسک فورس کښې داسې خلک شامل کړې شوي دې چا چې په ښکاره د انضمام مخالفت کړې دې۔

ده وويل په دغه کسانو کښې شامل ايم اين اے نورالق قادري، سينټر هدايت الله او بيورکريټ حبيب الله د فاټا انضمام مخالفت کړې وو خو ولي بيا هم نن دغه خلک د انضمام عمل مخ پر وړاندې بوتلو لپاره د ټاسک فورس برخه جوړ کړي شوي دي۔

بلخوا اشرف علي وويل ټاسک فورس د يو تکنيکي باډې په توګه جوړ شوې د چا کار چې تجويز او سفارشات وړاندې کول دې ځکه چې د حکومت د يو اعلان سره فاټا د خيبر پښتونخوا برخه نه شي جوړيدلې او عمل وړاندې بوتلو لپاره د داسې یوې کمېټۍ جوړول ضروري ؤ.

ده وويل که په ټاسک فورس کښې د انضمام مخالفت کونکي خلک شته خو له دې ترڅنګ د انضمام حامي خلک هم د ټاسک فورس برخه جوړه کړي شوي دي په کومو کښې چې د خيبرپښتونخوا د وزيراعلي او ګورنر پشمول ايم اين اے اقبال اپريدي او ارباب شهزاد په رنګ اعلي چارواکي شامل دي۔

اشرف علي وويل د فاټا انضمام عمل د يوشمير چيلنجو سره مخ دې په کومو کښې چې د اين ايف سي ايوارډ ترسيورې لاندې ميلاويدونکي فنډ استعمال، د ليونز فورس مستقبل او په نورو ادارو کښې د اختياراتو د استعمال په رنګ يو شمير ستونزې شاملي دي نو ځکه په ياد ټاسک فورس کښې دې ټولو ستونزوته په کتلو سره  نوي سفارشونه حکومت ته وړاندې کولې شي۔

له دې ترڅنګ د پاکستان تحريک انصاف ګوند غړې نصير وزير په خپلو خبرو کښې وويل حکومت د ټاسک فورس په قيام کښې مقامي قبائلي رهنما او ځوانان نظرانداز کړي دې خو بيا هم د حکومت لخوا د ټاسک فورس قيام د ستايئنې وړ ګام دې۔

ده وويل حکومت له پکار دي چې په اصلاحاتي عمل کښې د لم ليټ نه کار وانخلي بللکه چې کوم پرمختګ په ماضي کښې شوې هغه عمل دې نور تيز کړې شي۔

په دې موقع نثار مومند زياته کړه قبائلي سيمو کښې دې د صوبائي ټاکنو نه وړاندې مقامي ټاکني وکړې شي د کوم سره چې به عام اولس د فاټا اصلاحاتو پشمول د قبائلي سيمو د تعمير او ترقۍ په منډه کښې شامل شي۔

ده وويل حکومت بايد د فاټا اصلاحاتي عمل د تکنيکي ستونزو نه وباسي او په قبائلي سيمو کښي دې په سمدستي توګه د انساني حقونو فراهمي او په نور بنيادي سهولتونو توجه ورکول پکار دي۔

Show More

Related Articles