‘‘قبائلي ضلعو کښي اووۀ زره کسانو په سر يو ډاکټر موجود دے‘‘

د قبائلي سيمو خيبر پښتونخوا سره انضمام نه پس حکومت فاټا هيلتھ ډائريکټوريټ د صحت د صوبائي محکمې ماتحت کړې دې  او دا چې په راتلونکې ورځو کښې به د هيلتھ ټول سسټم په صوبه کښې ضم کړې شي چې په وجه به ئې د قبائلي سيمو د صحت په نظام مثبت اثر پريوځي

ټولو قبائلي ضلعو کښې د اووۀ زرۀ کسانو په سر د درملنۍ لپاره يو ډاکټر ولې هم دا رنګ د دوۀ زرۀ آبادۍ لپاره په هسپتال کښې يو بيډ موجود دے، هر لسو زرو مئيندو کښې د ماشومان زيږدو په وخت شپږ سوۀ د حمل په مهال ژوند بائيلي او هر زر ماشومانو کښې آتيا ماشومان د پيدايښت په وخت مړۀ کيږي۔”

د دې شميرو څرګندونه د انصاف ډاکتر فورم سينئرغړي ډاکټر نبي، سينئر هيلت خبريال عمرفاروق او د قبائلي سيمې خيبر سره تعلق لرونکي ايډوکيټ فرهاد اپريدي د ټي اين اين په بدلون پروګرام کښې کړې ده۔

ډاکټرنبي وويل قبائلي سيمو کښې د روغتيا ګڼ شمير ستونزې رامخي ته دي ولې چې وزيرستان کښې  خواشا تردرې سوۀ پورې د صحت مرکزونه ملکانانو په حجرو او جوماتونو کښې بدل کړي دي۔

ده وويل چې قبائلي سيمو کښې لوې لوې هسپتالونه او په هغې کښې پوهه ٖډاکټران هم موجود دي خو ولې له بد مرغه په پخوانۍ فاټا کښې د حکومت کمزوري نظام او چيک اينډ بيلنس د کمي له وجې د صحت  يو شمير سرکاري مرکزونو غير فعاله دي او مقامي اولس ته په درملنه کښې ستونزې ورپښې دي۔

د ډاکټرنبي په وينا د تيرو اوويا کلونو په مهال قبائلي سيمو کښې يو ميډيکل کالج هم نه دے جوړ کړے شوے ولي له دې ترڅنګ په دومره لويه سيمه کښې د يو ټيچنګ هسپتال نشتوالې داسې ښائې چې دغلته به خامخا د صحت ستونزو وي۔

ده زياته کړه د قبائلي سيمو خيبر پښتونخوا سره انضمام نه پس حکومت فاټا هيلتھ ډائريکټوريټ د صحت د صوبائي محکمې ماتحت کړې دې  او دا چې په راتلونکې ورځو کښې به د هيلتھ ټول سسټم په صوبه کښې ضم کړې شي چې په وجه به ئې د قبائلي سيمو د صحت په نظام مثبت اثر پريوځي۔

دغه مهال ايډوکيټ فرهاد اپريدي وويل” حکومت د اؤويا کالو ګند په څو ورځو کښې نه شې پاکولې د ادارو په ضم کولو کښې که ستونزې ښکاري نو د دې دا مطلب نه دې چې د انضمام نه پس به دغه ستونزې د حل کوکو نه پاتي شي ولي چې حکومت غواړي چې په يوۀ مناسبه لاره د هيلتھ او تعليم څانګې د صوبائي حکومت ماتحت جوړې کړي کوم چې د ستائينې وړ ګام دې۔ ”

ده وويل د قبائلي سيمو تعليم يافته ځوانان فاټا سيکټريټ د کرپشن مرکز ګڼي نو ځکه د انضمام نه پس دا يو ښه ګام دې چې د فاټا سيکټريټ د واک لاندې کار کونکي ادراې به د صوبائي حکومت د واک لاندې راشي۔

په پيښور کښې د هيلتھ په څانګه نظر لرونکې خبريال عمر فاروق وويل د يوي صوبې دننه دوۀ متوازي نظامونه نه شي چليدلې د نضمام نه پس د فاټا ټولې ادارې د قانون ترمخه د چيف سيکرټري د واک لاندې راځي او د قبائلي سيمو د صحت نظام به هم د صوبے د واک لاندې کار کوي۔

ډاکټر نبي زياته کړه د ياد ټول نظام په منتقلۍ کښې هيڅ ځنډوالے نيشته ولې چې له وړاندې څخه په قبائلي سيمو کښې د صحت ډهانچه موجود ده دې لړ کښې د مالي ستونزو په اړه د اعلي چارواکو سره صلاح مشوره روانه ده چې څه رنګ د ياد صحت مرکزونو او په هغي کښي د کار کونکو اخراجات پوره کړې شي۔

پروګرام کښې ګډونوالو وويل د انضمام عمل لپاره د حکومت لخوا د پينځو کالو موده ټاکل شوي ده د کومي په مهال چې به د انضمام له وجې رامخې ته شوې ستونزې په سلسله واره توګه حل کولې شي۔

Show More

Related Articles