‘‘د پولیو وائرس کمي یوه وجه د قبائلي اولس بندوبستي سیمو ته بیکوره کيدل دي‘‘

په نړئ کښي دا وخت صرف پاکستان اوافغانستان هغه ملکونه دي چرته چي اوس هم د پوليو وائرس موجود دے۔

 

په نړئ کښي دا وخت صرف پاکستان اوافغانستان هغه ملکونه دي چرته چي اوس هم د پوليو وائرس موجود دے۔ پاکستان کښي تيرو څو کلونو راهسي د پوليو په رنځ کافي حده پوري قابو موندلے شوي ده او متعلقه چارواکي وائي چي ډيرزر به پاکستان پوليو وائرس نه پاک شي۔

د پاکستان په تاریخ کښې کال دوه زره څوارلس د پولیو په مد کښې بدترین کال تیر شوې دې. دغه کال ټول ملک کښې درې سوه شپږ ماشومانو کښې د پولیو وائرس تصدیق شوې وؤ چې پکښې ټولو نه زیات قبائلي سیمو یو سل یو کم اتیا قبائلي سیمو سره تعلق لرلو. هم دا رنګ کال دوه زره دیارلس کښې هم قبائلي سیمو نه پنځه شپيته، ولې کال دوه زره یوولس کښې یو کم شپيته کېسونه مخې ته راغلي وؤ.

د پولیو مخنیوي محکمې تر مخه کال دوه زره پنځلس کښې د امنیت وضع ښه کېدو سره قبائلي سیمو کښې د پولیو په مخنیوي هم خصوصي توجه ورکړې شوې او مسلسل مهمونه چلولې شوې دې چې له وجې پرې کافي حده پورې قابو موندلې شوې ده.

په تیرو دوه نیم کال کښې قبائلي سیمو نه صرف یو ماشوم کښې د پولیو وائرس تصدیق شوې دې د چا تعلق چې خېبرضلعې سره دې او د صحت قامي ادارې تر مخه دغې دوه کلنې ماشومې ته بیا بیا د پولیو څاڅکي ورکړې شوې چې له وجې د وائرس موجودګۍ باؤجود د معذوره کېدو نه بچ پاتې ده.

د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکې سماجي کارکن امجد علي ټی اېن اېن سره خبرو کښې وېلې چې بدامنۍ په محال به پولیو ټیمونه هر ځآئي ته نشو تلې ولې اوس داسې هیڅ مسئله نېشته.

،،اول به د پوليو ټيمونو ته ځني سيمو ته تلو کښي مشکلات وو، اوس هم په ګومل زام سيمه کښي د پوليو ټيمونو ته تلو کښي ستونزي رامخي ته کيږي، مخلتف خلق مخلتف نظرونه لري، ځني خلق د باربار مهمونو له وجي هم خپلو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي نه اچوي او دغه شان د پوليو ريفيوزل کيسونه زيات مخي ته راځي۔‘‘

هم دا رنګ د کرمې پاړه چنار کښې د پولیو ټیمونو سپروائزر سمیرا بتول وائي چې پولیو په اړه د عام اولس خیالات بدلولو لپاره دوي ډیر محنت کړے دے۔

“اول به چي مونږ مهمونه کول نو زيات تره زنانو به وي چي دي قطرو نه نقصانات ډير وي، ځنو به ويل چي دا قطري اچولو نه پس بچي نه کيږي خپل بچي به ئي رانه پټول ولي اوس مونږ هلته خلقو کښي د پوليو څاڅکو په اړه پوهه راوسته او د هغوي ټولي غلط فهمياني مو لري کړلي نو اوس مونږ سره خلق مرسته کوي او ماشومانو ته څاڅکي اچوي۔”

د شمالي وزیرستان قبائلي مشر سلیم خان خیال لري چې د پولیو وائرس کمي یوه وجه د قبائلي اولس بندوبستي سیمو ته بیکوره کيدل هم دي چرته چې ورته نه صرف په آسانه دغه حفاظتي څاڅکي مېلاویدل بلکه اولس کښې د دې اهمیت په اړه شعور هم زیات شوې دې.

“اول به خلقو ويل چي داده پوليو څاڅکي ماشومانو دپاره خه څيز نه دے ولي بيکوره کيدو نه پس خلق ښار طرف ته راغلل او سوشل ميډيا نه هم خبرشول او بل دا چي په چيک پوسټونو او هسپتالونو کښي هم د پوليو ټيمونه موجود وي نو اوس خلق ماشومانو ته د پوليو قطري ورکوي۔”

د باجوړ ایجنسي سرجن وزیرخان صافي ټی اېن اېن سره خبرو کښې وئیلې که د قبائلي سیمو پولیو ټیمونو کښې زنانه ورکرانې شاملې کړې شي نو نتیجه به ئي نوره هم ښه شي.

“ډبليو ايچ او، يونيسف او نوري د صحت اداري که د ټيمونو جوړولو په وخت په دي کښي زنانه هم شاملي کړي نو داسي به زيات ماشومانو ته د پوليو قطري اچول يقيني شي ځکه چي مونږ سره ټيمونو کښي زيات تره سړي دي او هغوي کورونو ته ننوتے نه شي ځکه چي هلته زنانه موجود وي نو په دي وجه ځني ماشومان د قطرو نه پاتي شي۔”

Show More

Related Articles