که په قطرو ئي معذوري ختمیږي نو زوي ته په پنځه لکه روپۍ هم یوې قطرې ته تیار یو”

د عنایت الله د ماشوم والي په مهال قبائلي سیمو کښې حالات پرامنه وؤ ولې د پولیو رنځ مخنیوي څاڅکي نه ورکول ئي د والدېنو ناپوهي وه

افتخار خان:

لوبې مې ډیرې خوښې وې او چې کله به مو خپل همزولی په لوبو کتل نو زړه به مې ډیر خفه شو خو کولې مې هیڅ نشو. په ماشوموالي راته مور پلار د پولیو مخنیوي قطرې نه وې راکړې چې له وجې په دوانړه پښو معذوره شوې یم

دا احساسات د خېبرضلعې جمرود دیرش کلن عنایت الله پردېس دي. عنایت الله وائي چې والدېن ئي اوس په خپله فېصله ډیر ستومانه دي ولې اوبه د ورخه تېرې دي زما مور پلار وائي که اوس په حفاظتي څاڅکو مو د ځوي معذوري ختمېدې شي نو په پنځه لکه روپۍ یوې قطرې ته هم تیار یو.ټي اېن اېن سره خبرو کښې عنایت الله اسوېلې اوویستو.

د عنایت الله د ماشوم والي په مهال قبائلي سیمو کښې حالات پرامنه وؤ ولې د پولیو رنځ مخنیوي څاڅکي نه ورکول ئي د والدېنو ناپوهي وه.

بل اړخ ته قبائلي سیمو کښې د بدامنۍ په محال د ژوند نورو شعبو متاثره کېدو سره دغلته د پولیو خلاف روان مهم ته هم سخت زیان رسیدلې وؤ.

د صحت محکمې او پولیو مخنیوي ادارې مطابق قبائلي سیمو کښې د کال دوه زره یوولس نه تر کال دوه زره پنځلس پورې د پولیو بدترین کالونه وؤ چې پکښې دا وائرس د مخنیوي په ځآئي په زیاتېدو روان وؤ او ختمون ئي لوئي چیلنج جوړ شوې وؤ. دې سیمو کښې د پولیو وائرس خوریدو لویو وجوهاتو کښې د حفاظتي څاڅکو په ټیمونو د وسله والو حملې، بدامنۍ نه متاثره سیمو ته د ټیمونو رسائي کښې مشکلات او عام اولس کښې د پولیو څاڅکو په اړه غلط فهمیانې خوریدل وؤ.

د امنیت وضع ښه کېدو سره قبائلي سیمو کښې د پولیو په وائرس هم کافي حده پورې قابو موندلې شوې ده او تیرو قریباُ دوه نیم کالو کښې صرف درې ماشومانو کښې د پولیو تصدیق شوې دې چې پکښې د یو تعلق خېبر او دوؤ باجوړ سره دې.

د خېبر باړې اوسیدونکې سماجي کارکن قدرت الله د پولیو په وائرس زیات تره حده پورې قابو کولو شاباسې د رنځ مخنیوي محکمې ته ورکوي. ټي اېن اېن سره خبرو کښې قدرت الله اووېل باړه کښې اولس په لرې لرې غرونو آباد دي ولې هغې باؤجود که نمر وي او که باران د پولیو ټیمونه هغه ماشومانو ته ځآن رسوي او دا ئي خپل قامي فریضه ګڼلې ده

هم دا رنګ د مومندو قبائلي مشر اقبال مهمند وائي چي پولیو ټیمونو او حکومت سره سره مقامي اولس او مشرانو هم د پولیو مخنیوي کښې ډیر لوئي کردار اد کړې دې.

پخوا به بعضې قوتونو لخوا مقامي خلکو کښې د پولیو مخنیوي څاڅکو په اړه ډیرې غلطې نظرئي خورول کیدې چې دا د مغرب سازش دې چې مقصد ئي د مسلمانانو نسل کمول دي او یا په دې څآڅکو کښې بعضې حرام اجزا شامل کړې شوې دې ولې اوس مقامي خلکو کښې شعور بیدار شوې او دغه قوتونو ته ئی په دې شکل کښې جواب ورکړې چې د پولیو ټیمونو ته ډیر په روڼ تندي هرکلې کوي اقبال مهمند اووېل. ده زیاته کړه چې که د مقامی مشرانو مرسته ترلاسه نه وي نو ټیمونه اوس هم ماشومانو ته څاڅکي نشي ورکولې۔

 

د قبائلي سیمو پولیو مخنیوي محکمې (اي پي آئی) تر مخه بدامنۍ په محال د پولیو ټیمونو ته نه صرف د مقامي خلکو د مخالفت مخه وه بلکه د وسله والو له اړخه ئي ژوندونه ئي هم خطره کښې وؤ.

د محکمې ټکنیکل فوکل پرسن ډاکټر ندیم وائي چې دې لړ کښې تر دې دمه څلويښت پورې کسان وژل شوې چې پکښې د څآڅکو اچونکو سره سره د هغوي حفاظت کوونکي سکيورټي اهلکار هم شامل دي.

ډاکټر ندیم وائي چې دې کښې هیڅ شک نشته چې قبائلي سیمو کښې د پولیو په وائرس قابو موندلو کښې د عام پولیو ورکرانو لوئي کردار دې ځکه چې ورکړې کېدونکې معاوضه ئی هم ډیره کمه وي او دوي ئي صرف د قامي فریضې په توګه دا ذمه واري ترسره کوي.

ټی اېن اېن سره خبرو کښې ډاکټر ندېم اووېل چې د څآڅکو په اړه غلطې نظرئی ختمولو کښې قبائلي مشرانو، علمائی کرام، د سکول استاذانو او داسې نورو سپین روبو ډیر مثبت رول لوبولې دې.

دې وائي چې د بدامنۍ په محال د زیات پولیو کېسونو راتلو وجه دا وه چې ټیمونه به ټولو ماشومانو ته نه رسیدل چې له وجې دغه وائرس په خوریدو وؤ۔ “کال دوه زره څوارلس نه وړاندې به قبائلي سیمو کښې زمونږ نه دوه لکه پورې ماشومان بغیر د څاڅکو پاتې کېدل ولې اوس د پاتې کېدونکې ماشومانو شمیره د نیشت برابر وي” ډاکټر ندیم اووېل.

ډاکټر واضحه کړه چې پولیو وائرس نه متاثره کېدونکې ماشوم ټول عمر لپاره د معذورې په ژوند مجبوره وي.

پولیو نه متاثره د خېبر ضلعې عنایت الله هم وائي چې معذورۍ له وجې ورته قدم په قدم مشکلات رامخې ته دي او دا احساس ورته کیږي چې ژوند ئی ډیر ګران دې. ده اووېل” مونږ د عام خلکو په شان ژوند نشو کولې. مونږ ته ګاډي ته ختو او کوزیدو، ملګرو سره بهر وتلو، یاري دوستي پاللو، ناسته پاسته، او دا چې واده کولو په لړ کښې ډیرې ستونزې دې او بل دا چې زمونږ معاشره هم معذورانو ته ښه نظر نه کوي

عنایت الله وائي چې د ده معذوره کېدو نه پس ئی مور پلار ته د دې تکلیفونو اندازه وه نو دا وجه ده چې غربت او مشکلاتو باؤجود ئی راباندې دولسم پورې تعلیم کړې دې او اوس په روزګار یم.

عنایت الله نن سبا خپله سیمه کښې د پولیو مخنیوي محکمې لخوا اولس کښې د دې څآڅکو په اړه شعور بیداروي او خپله ورته دا احساس شته چې چونکه د معذورې ختمېدو ئي هیڅ امکان نیشته ولې باتوري ئي په دې کښې ده چې هم دا رنګ په ښه شان خپل ژوند په وړاندې بوځي او نورو معذورانو لپاره مثال وګرځي

Show More

Related Articles