د پنځه باغونو مجموعي پيداوار صرف دریویشت کاټنه، پېښور د الوچو په باغونو څه شوي؟

پېښور ضلع د الوچو پيداوار لپاره د ملک مشهور ضلعو کښې یوه ګڼل کیږي ولې سخکال پکښې د کال دوه زره دیارلس په مقابله کښې دولس سوه ټنه کمې راغلې

 

خالده نیاز لخوا

سږکال مې په قرضو د الوچو درې باغونه اخستي ؤو، اراده مې وه چې د ګټې پيسو باندې ئي ځانله ټیکسي لپاره سوزوکې یا موټر واخلم او په مور به عمره هم اوکړم ولې ګټې په ځآئي مې تاوان وکړو او ټول ارمانونه مې مات شول

ددي خيالاتو څرګندونه د پېښور څوکنو سيمي سره تعلق لرونکې دوه ديرش کلن واجد علي ټي اين اين سره خصوصي خبرو کښي کړي ده۔ واجد وائي چي دے تيرو دري څلورو کالو راهسي د الوچو کاروبار کوي او هرکال دوه يا دري باغونه اخلي او بيا ئي خرڅوي. دې وائي چې سږکال ئي درې باغونه په پنځلس لکه روپۍ اخستي وؤ چې پکښې ئي درې لکه روپۍ تاوان وکړو او بل دا چې دغه سودا لپاره ئي پېسې هم قرض راخستې وې.

پېښور ضلع د الوچو پيداوار لپاره د ملک مشهور ضلعو کښې یوه ګڼل کیږي ولې سخکال پکښې د کال دوه زره دیارلس په مقابله کښې دولس سوه ټنه کمې راغلې دې.

د خېبرپښتونخوا د زراعتو محکمې (زرعي تربیتي مرکز) د شمیرې مطابق کال دوه زره دیارلس کښې پېښور کښې څلور زره څلور سوه پنځویشت (4425) د الوچې پيداوار شوې وې ولې سخکال دغه پيداوار درې زره دوه سوه دوه شپیته (3262) ته راکوز شوې دې.

د زراعتو او میوؤ پیدوار حساب کتاب کوونکې قامی ادارې ایګري کلچر سټېټسټکس آف پاکستان د کال دوه زره دیارلس د شمیرې مطابق پېښور د ټول ملک په کچ د الوچو پیداوار لپاره څلورمه لویه ضلع ده. دغه کال ټولو نه زیات پیدوار د بلوچستان ضلع قلات کښې  (10177) مستونګ (6022) کوئټه کښې (5420) او سوات کښې (3580) ټنه شوې وؤ.

تیرو څو کلونو او په خصوصي توګه سږ کال د الوچو پيداوار کښې په څه وجه کمې راغلې دې په دې اړه ماهرین مختلفې رائي لري چې پکښې یوه ستره وجه موسمي بدلون هم بلل کیږي.

د پېښور زرعي یونیورسټۍ د ایګرانومي څانګې استاذ او په موسمي بدلون ژور نظر لرونکي ډاکټر پروفیسر اکمل وائي چې د الوچې پيدوار نه صرف پېښور بلکه دې سره لګیدلې د نوښار بعضې سیمو لکه اکبرپوره، ګهري مومین او نور داسې علاقو کښې هم متاثره شوې دې کومه چې تیرو څو کلونو راهسې د موسمي تغیر په ضد کښې دي.

د ایګرانومي څانګې استاذ او په موسمي بدلون ژور نظر لرونکي ډاکټر پروفیسر اکمل

ټي اېن اېن سره خبرو کښې ډاکټر اکمل وئيلې چې د الوچۍ بوټي لپاره د ګل او میوې په وخت د حرارت یوه مخصوصه درجه پکار وي ولې د ګرمۍ او یخنۍ موسمونه خپل وخت نه مخکښې او وروسته کېدو له وجې تیرو څو کلونو راهسې دې بوټو ته هغه حرارت نه مېلاویږي.

ده زیاته کړه چې د خطې د زوړ باراني نظام متاثره کېدو سره په مختلفو فصلونو، مېوؤ او باغونو هم بد اثر دې او هم دا رنګ الوچه هم د دې نه متاثره ده. پروفیسر اویل “اوس په وخت بارانونه نه کیږي او چې کله کیږي نو شدت ئي زیات وی او اکثره پکښې طوفانونه او ږلۍ هم کیږي، د الوچې میوه ډیره نازکه ده ولې طوفانونو او ږلو زغم نه شي لرلې چې له وجې پیداوار کمیږي

حرارت کښې اضافې په اړه د ډاکټر اکمل خبرې سره د پېښور زرعي یونیورسټۍ د هورټیکلچر یعنې باغواني څانګې ایسوسی اېټ پروفیسر ډاکټر ګوهر ایوب هم اتفاق کوي او وائي چې د الوچۍ بوټي ته پولینېشن په وخت یعنې د فرورۍ میاشت آخري هفتو کښې د اوولس، اتلس سېنټي ګریډ پورې حرارت پکار وي ولې د بده مرغه اوس دغه میاشت کښې زمونږ سیمو کښې حرارت پنځویشت او دیرش ډګري سېنټي ګریډ ته رسي. ده زیاته کړه چې د الوچۍ یو ونه پنځوس زره پورې ګل کوي ولې که د خوښې موسم ورته مېلاؤ شي نو پيدوار ښه کوي او که زیات ګرمي، ږلۍ یا طوفان ئي ووهي نو پيدوار ئي کم شي.

د پېښور په رنګ د ملک نورو برخو کښې هم سخکال د الوچو پېدوار کم شوې چې له وجې د واجد علي په رنګ د دې کاروبار سره تړلې نورو زرګونو خلکو هم ډیر بد اثر پریوتې دې.

د پيښور ناصر باغ سيمه هم د الوچو دپاره ډيره مشهوره ده، دلته ګڼ شمير باغونه دي

د نوښار او پېښور په پوله څوکنو کښې جوړه د میوې او سبزۍ منډۍ آړهتي حارث برکي وائي چې نورو کلونو په نسبت سخکال منډۍ ته ډیره کمه الوچه راغلې ده او باغوانانو سره سره پکښې دوي هم تاوان سره مخ شوې دي.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې حارث برکي اووېل چې سږکال د الوچو پيدوار کښې د کمي لویه وجه د دې ګل په وخت طوفاني بارانونه او ږلۍ کېدل وؤ.

بل اړخ ته د مېوؤ د باغونو ماهران وائي چې طوفان او ږلۍ نه صرف د الوچې په پيدوار اثر پریباسي بلکه سټوریج لائف یعنې د محفوظه ساتلو وخت ئي هم کموي.

د باغوانۍ څانګې ایسوسی اېټ پروفیسر ډاکټر ګوهر ایوب وائي چې ږلۍ او طوفان کومه الوچه متاثره کړي د هغې مارکېټ نرخ هم کمیږي. که د ګل په وخت په باغ ږلۍ یا طوفان راشي نو پیداوار ورسره کم شي ولې د دانې په وخت دغه آفت له وجې پيدوار کمېدو سره سره په پاتې میوه داغ هم اولګي چې ورسره ئی معیار خرابیږی ټي اېن اېن سره خبرو کښې ګوهر ایوب واضحه کړه.

ده اوویل چې دې نه علاوه که د الوچۍ بوټۍ ته دانې جوړیدو په وخت مطلوبه یخ موسم مېلاؤ نشي نو د هغې کېدونکې میوه هم د ښه معیار نه وي کومه چې نه صرف ذائقه کښې پيکا وي بلکه پخلي نه پس خرابیګي هم ډیره زر.

هسي خو د الوچو ډير زيات قسمونه دي خو يو څو پکښي دا هم دي کومي چي خيبرپښتونخوا کښي پيدا کيږي۔

فارموسه

ډاګ

کالي

فضل مناني

ليټ فضل مناني

سواتي

ريډ بيوټ

سټين لے

د ډاکټر ګوهر ايوب ترمخه پيښور او نوښار کښي ريډ بيوټ الوچي زياتي پيدا کيږي ولي سټين لے قسم الوچو دپاره سوات مشهور دے۔

د الوچو د بوټو پولينيشن د فرورئ مياشت په دويمه يا دريمه هفته کښي شروع کيږي

که يو اړخ ته الوچو کاروباريان ددي پيداوار کښي کمي انديښنو سره مخ کړي دي ولي بل اړخ ته عام اولس هم ګيلي کوي چي د الوچو په قيمت کښي ډير زياتوالے راغلے دے او غریبان نشي کولې چي سيزن کښي الوچي اوخوري۔

د پېښوراوسیدونکې نایاب وائي چې میوؤ کښې الوچۍ ډیر په شوق خوري ولې سخکال ئي د ګرانوالي له وجې ترې هغه خوندونه نه دي اخستي.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې نایاب اوویل چې وړاندې به کور له سبزي میوه اخسته نو د الوچو موسم کښې به دوه درې کلو خامخا اخستې ځکه چې زیات نه زیات شپیته، اوویا روپۍ کلو نرخ وؤ ولې سخکال ئي د کلو الوچې نرخ یو نیم سل نه ښکته نه دې راغلې.

پېښور کښې د الوچۍ پيداوار کمېدو په اړه پروفیسر ګوهر ایوب وائي چې د موسمي بدلون اثراتو نه علاوه ئی بعضې نور وجوهات هم دي.

ده اووېل چې تیرې څه مودې راهسې آبادۍ لپاره یو شمیر باغونه ختم کړې شوي دي.

د پروفیسر ګوهر د دعوې تصدیق د زراعتو محکمه هم کوی. د محکمې د شمیر مطابق کال دوه زره دیارلس کښې پېښور کښې په درې سوه دوه اتیا هیکټره زمکه د الوچو باغونو وؤ ولې سخکال چې د دوه سوه درې اتیا هیکټره نه پیدوار ترلاسه کړې شوې دې.

پروفیسر ګوهر زیاته کړې چې د الوچو باغونو زیات نه زیات عمر پنځویشت کاله وي ولې دلته اوس هم زیات تره باغونه دیرش او پنځه دیرش کالو نه هم سیوا عمر لري چې له وجې پخواني په رنګ پیدوار نه کوي. ده واضحه کړه” چې پېښور کښې د الوچو زیات تره باغونه د نوښار سره لګیدلې هغه سیمو کښې دي چرته نه چې د کابل سیند تر شوې دې چې له وجې زمکې نمجنې دي ولې په نمجنو زمکو د باغونو د ونو زیات نه زیات عمر پنځویشت کاله پورې وي

پېښور کښې د الوچو کم پيدوار په اړه د باغبانۍ ماهر ګوهر ایوب اوویل چې یوه وجه ئي سخکال په باغونو د نوي مرضونو لګیدل او پکښې مختلف حشرات پیدا کيدل هم وي. دې وائي چې باغوانانو ته داسې حالاتو کښې د ماهرانو مرسته ترلاسه کول پکار وي ولې د بده مرغه هغوي د مرض پيژنګلو نه بغیر قابو موندلو لپاره زړې طریقې استمالوي.

الوچه نه صرف د تازه مېوې په حیث د خوراک برخه جوړول کیږي بلکه دې نه الوبخاره هم جوړیږي ولې دې نه علاوه دا ډاکټران هم ښه غذائيت په حیث بعضې مریضانو ته تجویز کوي.

د زراعتو د شمیر قامي محکمې تر مخه پېښور او د ملک نور سیمو کښې پیدا کېدونکي الوچو زیات تره مقدار ملک کښې په استعمال راځي ولې څه پکښې ګاؤنډي هیوادونو لکه بهارت، افغانستان، سري لنکا او خلیجي ملکونو ته هم استولے کیږي.

سږکال د الوچو پيداوار کمي يوه وجه موسمي بدلون هم بللے کيږي

د پېښور سره لګیدلې د نوښار اکبر پورې سیمې باغوان ایوب شاه وائي چې وړاندې به ده هم افغانستان ته الوچۍ برآمد کولې او ښه ګټه به ئي پکښې کوله ولې سخکال ئي پنځه باغونو نه په مجموعي توګه یو ټرک مال هم نه دې ترلاسه کړې.

پنځه باغونه مې اخستي وؤ نوښار کښې او د ټولو مجموعي پیدوار دریویشت کریټونه وؤ، سخکال مې الوچو کښې شپږ لکه روپۍ تاوان وکړو ایوب شاه زیاته کړه.

ایوب شاه اویل چې د باغونو اخستو او خرڅولو کاروبار ئي د پلار نیکه د وختو نه دې ولې پلار نیکه خو به ئي افغانستان سره سره هندوستان ته هم مال استولو ولې اوس دا حال دې چې خپله ضلع کښې هم د خرڅ میوه نشته.

Show More

Related Articles