د غنمو وړو نه د روټۍ نه جوړیدو څه وجه ده؟

ناهید جهانګیر

د پېښور ښاریزې سیمې یکه توت یو کور کښې تنور تود کړې شوې او شاه بانو پرې کورنۍ لپاره روټۍ پخوي. د ګېس دغه تنور د کچن دننه موجود دی او ورسره خوا کښې په نغري د سالن کټوۍ هم تیاره ده. څلويښت کلنه شاه بانو خپله د کور چارې سمبالولو او چلولو ذمه واريانې ترسره کوي ولې نن د چهټۍ له وجې د هغې سرکاري نوکري کونکې خاؤند او سبق ویونکي دوه ځآمن او درې لوڼه هم کور دي او ټي وي ته  ناست د روټۍ په انتظار دي.

پرله پسې درېمه روټۍ ده چې تنور کښې لاندې بهیږي او په دې عمل د شاه بانو ناخوښي د هغې په مخ ښکاره کتلې شي.

شاه بانو وائي چې سخکال د غنمو وړو کښې دا لویه مسئله ده چې په تنور ترې روټۍ نه پخیګي.

وړو کښې پخواني به شان سليخ نیشته او په تنور چې کله روټۍ پخوم نو ډیرو مشکلاتو سره مخ کیږي ځکه چې زیات تره یا خو دا شان اوبهیږي او یا سورۍ شي” ټی اېن اېن سره خبرو کښې شاه بانو ګیله منه ښکاره شوه.

دې زیاته کړه چې نور کله په تنور د روټۍ پخولو لپاره دا کوشش کوي چې کورنو وړو کښې سپین پائن وړه ګډ کړي او یا په تبخي چپاتۍ پخې کړي.

د شاه بانو د خاؤند د پېښورکلي واله سیمه کښې خپل دیرش جریبه زمکه ده او د کور د غلې ضرورت ئي هم دغه فصلونو نه ترسره کیږي.

د شاه بانو په رنګ د مختلفو نورو ځآیونو زنانه هم د غنمو وړو نه دا رنګ ګیلي لري ولې شاه بانو خپله تعلیم یافته ده او انديښنه لري چې دې وړو کښې به غذائیت هم کم وي ځکه چې خوند ئي هم معمولي بدل دې.

خو د پېښور زرعي یونیورسټۍ د سوئيل اېنډ انوائرنمنټل سائنسز مشر پروفیسر ډاکټر جمال خټک د شاه بانو دغه انديښنه بې ځآیه بلي او وائي چې د داسې وړو د روټۍ په غذائيت څه خاص فرق نه پریوځي.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې پروفیسر جمال خټک اووېل چې کوم غنم د پخلي په وخت باران نه متاثره شي هغې کښې سلېخ کم شي او د تنور روټۍ پخلولو په وخت پکښې دا رنګ مسئلې رامخې ته کیږي.

ده واضحه کړه چې که څه هم د داسې وړو خوند کښې معمولي فرق راځي ولې د پروټین، کیلوریز، کیلشیم یا وټامن د مقدار په شمول د غذائیت اجزا ئی نه کمیږي.

پروفیسر جمال خټک اووېل چې د بارانونو نه متاثره غنمو کښې د ګلوټین نومي پروټین مقدار کښې کمې راځي کومه چې وړو کښې د سلېخ لپاره ضروري وي او هم دا وجه ده چې داسې وړو نه روټۍ جوړیدو کښې اکثره مسئلې وي.

غنم چي څومره زاړه وي دومره تري روټئ خه پخيږي: پروفيسر ډاکټرجمال خټک

د پېښور دوران پور سیمې سره تعلق لرونکې زمیندار سبحان الله هم خپل د دولس جریبه زمکې غنم خرڅ کړي او پنجاب نه راتلونکي تیار وړه استمالوي.

سبحان الله وائي چې زمینداره پخوا نه کوي ولې خپل غنم ئي په وړومبي ځل خرڅ کړي ځکه چې یو خو ئي دانه رنګ کښې توره او جسامت کښې وړه او نرۍ وه ولې بلخوا به زنانؤ ګیلې کولې چې په تنور ترې روټۍ هم نه پخیږي.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې سبحان الله د پروفیسر جمال خټک د خبرې پخلې هم وکړو چې سخکال د غنمو تیار فصل په وخت ډیر بارانونه شوي وؤ چې له وجې لوؤنه یعنې د ریبلو سیزن او تریشر هم خپل وخت نه وروسته شوې وؤ.

د اپریل آخري هفتې نه تر د مئي پنځلسمې پورې د میداني سیمو غنمو لوونه شروع کیږي ولې سخکال اؤل بارانونو نه صرف د دوي د غنمو لوونه لېټ کړل ولې چې کله ئي وریبل نو بیا هم د بارانونو بله لړۍ شروع شوه او څو ورځې ئي تریشر هم خپل وخت نه وروسته شو زمیندار سبحان الله اوېل.

ده زیاته کړه چې دغه بارانونو له وجې نه صرف بعضې ریبلې شوې غنم خراب شوي ولې چې کوم ئي تریشر کړي د هغې دانه هم توره او نرۍ وي.

بارانونو له وجې نه صرف بعضې ریبلې شوې غنم خراب شوي ولې چې کوم تریشر کړے شي د هغې دانه هم توره او نرۍ وي: زميدار سبحان الله

پروفیسر جمال وائي چې د غنمو په فصل دا منفي اثر خطه کښې د کلائمیټ چینج یعنې موسمي بدلون د وجې دې. ده زیاته کړه چې موسمي بدلون سره بارانونه خپل وخت نه وړاندې/ وروسته شوې دي.

پنځلس، شل کاله وړاندې زمونږ خطه کښې بارانونو مخصوص وختونو کښې کېدل او د فصلونو کرکیله به هم د هغې مطابق کېده ولې تیرو څو کلونو کښې د بارانونو وختونه او انداز بدل شوې دې ولې زمیندارانو دغه تبدیلۍ سره خپلې طور طریقې نه دې بدلې کړې.

که د میداني سیمو د غنمو فصل په اړه خبره اوکړو نو پخوا به اپریل او مئي کښې بارانونه د نیشت برابر وؤ او زمیندارانو به ښه په آرام خپل لوونه او تریشرې کولې ولې اوس موسمي بدلون سره د فرورۍ او مارچ بارانونه د اپریل او مئي میاشت ته تلي دي کوم چې بعضې وختونو کښې زمیندرانو نه د غنمو تیار فصل خرابوي ډاکټر جمال زیاته کړه.

ده انديښنه څرګنده کړه چې د غنمو په معیار د موسمي بدلون اثرانداز کېدل د نیشت برابر دي ولې د اصل او خطرناک اثر د غنمو په پيدوار دی.

د بارانونو د خپل وخت نه وړاندې/وروسته کېدو او پکښې شدت راتلو نه علاوه د موسمي بدلون نورې هم یو شمیر نخښې دي چې پکښې د حرارت سیوا کیدل، د ګرمۍ موسم اوږدیدل، د ژمې او سپرلي مختصر کېدل هم شامل دي.

پروفیسر جمال وائی چې د غنمو په فصل د موسمي بدلون دا ټول وجوهات بد اثرات لري ولې د باران وختونو او انداز کښې تبدیلي دا فصل ډیر متاثره کوي. ده اوېل زمونږ باراني زمکو باندې د اکتوبر میاشت کښې د غنمو کر کیږي کومې ته چې دسمبر پورې بارانونه پکار وي ولې د بده مرغه موسمي بدلون نه پس اوس دې میاشتو کښې د بارانونو مقدار د نیشت برابر پاتې شوي دې چې له وجې زیات تره للمې یا خو شاړې پاتې شي او یا فصل ښه شان سره زرغون نه کړي

زنانه ګيله کوي چي اوس د وړو نه سمه روټئ نه پخيږي

بلخوا د غذائیت ماهره ډاکټر بشرا خلیل وائي چې باران له وجې د تور شوې غنمو فصل نه چې روټۍ نه پخیږي نو نور پائن وړه پکښې ګډولې شي کومې سره چې د دغه روټۍ غذائیت باندې فرق پریوځي.

ډاکټر بشرا خلیل د پېښور لیډي ریډنګ هسپتال کښې تیرو شلو کالو راهسې د کلینکل نیوټریشنسټ په حیث کار کوي.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې ډاکټر بشرا اووېل چې کورونو کښې زنانه داسې حالاتو کښې عموماَ وړو کښې سپین پائن وړو مکس کوي ولې سپین وړو کښې غذائيت ډیر کم وي.

سپین پائن وړه بیا بیا ریفائن کېدو نه پس داسې حالاتو ته راغلي وي ولې کورونو کښې زنانه دا نور هم چانړ کړي چې پکښې پاتې فائبر هم د نیشت برابر شي ډاکټر بشرا واضحه کړه.

د سپينو وړو په نسبت سرو وړو کښې د فائبر نه علاوه د غذائیت نور اجزا لکه وټامن ډي او کېلشیم هم زیات مقدار کښې وي: ډاکټر بشرا

دې اوويل چې د کورني وړو بوره کښې هم د فائبر موجود وي ولې پکار ده چې چانړولو نه ډډه وکړې شي ځکه چې فائبر یوه ښه او په خصوصي توګه د شوګر مریضانو د پاره بهترینه غذا ده.

ډاکټر بشرا دا هم اووېل چې د سپينو وړو په نسبت سرو وړو کښې د فائبر نه علاوه د غذائیت نور اجزا لکه وټامن ډي او کېلشیم هم زیات مقدار کښې وي او دا پائن وړو سره ګډول ناپوهي ده.

 

Show More

Related Articles