د کرک د غنمو پیداوار پنځلس نه څلور زره مېټرکه ټنه ته راکوز شوې

د کرک سره تعلق لرونکې حافظ عظمت کورنۍ د پلار نیکه د وخت نه د زمیندارۍ شعبې سره تړلې ده

 

انعام خټک

د کرک سره تعلق لرونکې حافظ عظمت کورنۍ د پلار نیکه د وخت نه د زمیندارۍ شعبې سره تړلې ده او هم دغه ئی د ګټې وټې ستره زریعه ده. حافظ عظمت واي چې په خپله دیرش کناله زمکه هر کال د غنم او چڼا فصل کري ولې تیرو اووه، اته کالو کښې ئي پيدوار نیم په نیمه کم شوې دې. ځکه چې د دوانړه فصلونو د اوبه کولو لپاره ئي ټول دارومدار په باران وي او تیرو څو کلونو کښې بارانونو کښې کمې راغلې دې. ټي اېن اېن سره خبرو کښې حافظ عظمت اووېل چې اوس ئی زمکې اوبه کولو لپاره ټیوب ویل ویستې دی.

د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلع کرک د بدقسمتۍ نه خو نهري نظام لري او نه پکښې څه دریاب تیر شوې دې ولې د دې باؤجود د زیات تره خلکو کار روزګار زمینداري دي او دغه ټول فصلونو لپاره په مخصوص وختونو کښې بارانونو ته انتظار کوي.

د کرک پنځه اویا زره شپږ سوه شپږ څلویښت زره 75646 هیکټر د کرکیلي زمکه کښې اوویا زره پورې 69046 باراني ده ولې پاتې شپږ زره شپږ سوه هیکټره په ټیوب ویلونو اوبه کولې شي.

د زراعتو محکمې تر مخه غنم د ضلعې ټولو نه زیات کرلې کېدونکې فصل دې کوم چې هر کال شل زره هیکټره پورې رقبه باندې کرلې کیږي ولې په دوېم نمبر زیات کرلې کیدونکې د چڼې فصل هم د ربیع پيدوارا دې او هر کال د دې کاشت رقبه پنځه زره هیکټره پورې ریکارډ کیږي. د محکمې لوړ پوري چارواکي زیاتوي چې کرک کښې د حریف موسم کښې بعضې خلک مونګ پلي کري ولې زیات تره زمکې شاړې پاتې کیږی.

د کرک د زراعتو محکمې ډائریکټر سعید اختر وائي چې خطه کښې تیرو لس/دولس کالو د بارانو مقدار، انداز او وختونو کښې فرق راغلې دي د کومې نیغ په نیغه اثر چې په فصلونو دی. ټي اېن اېن سره خبرو کښې ډائریکټر ایګري کلچر اووېل چې جنوبي ضلعو کښې دې بدلون نه زیات نقصان د غنم او چڼې فصلونو ته رسي.

کرک کښې د غنمو او چنې نوي فیصده نه زیاته زمکه باراني ده ولې که اکتوبر کښې باران اونشي نو زمینداران ئي د کر نه محرومه شي ولې که دغه موده کښې باران اوشي او زمیندار ته وتر مېلاؤ شي نو بیا ورته جنورۍ پورې وخت په وخت باران پکار وي خو تیرو څو کلونو کښې د بده مرغه ستمبر نه مارچ پورې د بارانونو مقدار کښې ډیر کمې راغلې دی ټي اېن اېن سره خبرو کښې سعید اختر اوېل.

د کرک د زراعتو محکمې ډائریکټر سعید اختر ټي اين اين سره خبرو کولو په وخت

ده اووېل چې لس کاله وړاندې کرک کښې د غنمو مجموعي پیدوار د لس او پنځلس زره میټرک ټنه په مينځ کښې وؤ ولې اوس پکښې پنځوس فیصده نه زیات کمې راغلې دې.

د ضلعې د زراعتو محکمې د شمیر مطابق سخکال کرک کښې قریباَ په شپاړس زره 15966 هیکټره زمکه غنم کرلې شوې او په مجموعي توګه ترې صرف څلور زره  4022 میټرک ټنه پيدوار ترلاسه شوې دې.

سخکال هم اکتوبر کښې بارانونو نه پس زمیندارانو غنم او چڼا خو کرلې ده ولې اوس ورته زرغونېدو لپاره په فوري توګه د باران ضرورت دی او که هفته-لس ورځو کښې باران ونشو نو انديښنه ده چې د زمکې دننه تخم به حشرات وخوري” زرعي ډائریکټر اووېل.

د پېښور زرعي یونیورسټۍ پروفېسر ډاکټر جمال خټک وائي چې موسمي بدلون له وجې په فصلونو او باغونو ډیر بد اثر پریوتې دې.

موسمي بدلون یوه نړي واله مسئله ګرځولې شوې ده کومه چې په عام توګه د زمکې حرارت کښې اضافې ته وئیلې شي. حرارت کښې اضافه په بنیادي توګه د ګرین هاؤسز ګیسز لکه کاربن ډائی اکسائیډ، میتهین، کلورو فلورو کاربن، نائټروجن له وجې کیږي کومه چې د کارخانو، ګاډو، ائیرکنډیشنز یا نورو مشینرو استمال نه خارجیګي.

حرارت کښې دغه اضافه موسم کښې د یو شمیر تبدیلو سبب ګرځي چې پکښې د بارانونو پخواني وخت او انداز کښې بدلون، د ګرمۍ موسم معیاد او شدت کښې اضافه، ژمي او سپرلي په معیاد کښې کمې او دا رنګ نور بدلونونه شامل دي.

جمال خټک خطه کښې په موسمي بدلون او په انسانان د دې په اثراتو ژور نظر لري. ټي اېن اېن سره خبرو کښې جمال خټک اوېل چې د موسمي بدلون ذمه وار ترقي یافته ملکونه دي چرته چې زیاتې کارخانې چلیږي ولې زیات اثر ئي په شاتې پاتې یا ترقي پذیر ملکونو دې. ده زیاته کړه موسمي بدلون د سېلابونو، تیز بارانونو، طوفانانو او قحط سبب ګرځی کومې نه چې غریب ملکونه زیات متاثره کیږي ولې که د امریکې په رنګ ملک کښې لوئي قدرتي آفت هم راشي نو هغوي سره سهولتونه ډیر وي او زیات ترې نه متاثره کیږي

پروفېسر جمال اوېل چې د موسمي بدلون په بد اثراتو کښې راتلونکې ملکونو کښې پاکستان هم په اووم نمبر دی. ده زیاته کړه چې پاکستان زرعي ملک دې ولې په نورو شعبو ئي د موسمي بدلون اثراتو سره سره د زراعت شعبه متاثره کېدو هم انديښنه ده.

د بارانونو نظام بدلېدو له وجې زیات اثر د باراني زمکو په فصلونو پریوتې دې او تیرو څو کلونو کښې د کرک په رنګ د باراني زمکو پيدوار کښې اوویا نه اتیا فیصده پورې کمې راغلې دې پروفېسر جمال اووېل.

ده زیاته کړه چې د باران نظام بدلون سره زمیندارانو ته خپلې زړې طریقې هم بدلول پکار دي. دا واضحه کړه”جنوبي اضلاعو کښې اپرېل نه اګست پورې ډیر بارانونه کیږي، زمیندارانو ته پکار ده چې د دغه موسم کښې په مونګ پهلو یا داسې نورو فصلونو توجه ورکړي

بلخوا حافظ عظمت او هغه په رنګ نورو یو شمیر ذمیندارانو خپلو فصلونو لپاره شمسي ټیوب ویلونه لګولي دي. حافظ عظمت وائي چې تیرکال ئي ټیوب ویل نه اوبه خور له وجې زمکې نه د غنمو او چڼې ښه پيداوار ترلاسه کړې وؤ او هم دا وجه ده چې سخکال ئی خپلې زمکې نه علاوه نوره زمکه هم په شرکت یعنې په زمینداره نیولې ده او طمع لري چې مسئلې به ئي ورسره نورې هم حل شی.

خو پروفیسر جمال د ټیوب ویلونو نه د فصلونو اوبه تباه کن بولي او وائی چې د زمکې دننه اوبه د راتلونکو نسلونو امانت دې ولې دا اوبه خور لپاره استمال کښې راوستل په خپل نسلونو ظلم دی.

پروفیسر جمال اووېل چې مونږ وړاندې نه د اوبو د کمي ښکار یو ولې په ټیوب ویلونو اوبه خور سره د زمکې دننه د اوبو سطح نوره هم په ښکته ځي.

کرک او نورو جنوبي ضلعو کښې فصلونو لپاره د اوبو فراهمۍ مسئلې حل پروفیسر جمال دغلته په باراني نالو یعنې په خوړونو د ډیمونو تعمیر بولي.

د ضلعې په زمکو تحقیق کوونکې محکمه سائل کنزوېشن تر مخه ضلع کښې وړاندې نه په خوړونو اووه واړه ډیمونه جوړ کړې شوي چې پکښې صرف دوه د اوبه خور لپاره پکار راوستل کیږي.

د محکمې ضلعي ډائریکټر یاسین وزیر ټي اېن اېن سره خبرو کښې د کرک درې وانړه تحصیلونو کرک، تخت نصرتي او بانډه داؤدشاه کښې سل داسي ځآیونه په ګوته کړې شوې دي چرته چې واړه ډیمونه جوړول کېدې شي چې به ورسره نه صرف د اوبه خور بلکه د څښکلو اوبو مسئلې هم کافي حده پورې حل شي.

Show More

Related Articles