د ځنګل د حفاظت له وجې ودونه د ځنډ ښکار دي

د تیراه میدان اوسیدونکې ملنګ جان انديښمن دې چې که قامي مشرانو د بدنړ ماتېدو اعلان ونکړ نو سخکال به ئي د دوانړه ځامنو ودونه پاتې شي

شان افریدي

د قبائلې ضلعې خېبر د تیراه میدان اوسیدونکې ملنګ جان انديښمن دې چې که قامي مشرانو د بدنړ ماتېدو اعلان ونکړ نو سخکال به ئي د دوانړه ځامنو ودونه پاتې شي.

بدنړ د تیراه میدان مقامي روایت دې چې ځآئي اوسیدونکو لپاره د تهوار حېثیت لري ځکه چې دې دوران دوي ته ځنګل نه د ټول کال د ضرورت لرګي پورا کولو اجازه ورکولې کيږي.

ملنګ جان وائی چې ځآمنو لپاره ئی د کمرو ډهانچه جوړه کړې ولې چهت لپاره ورته د لرګو ضرورت دې او په دې انتظار دې چې مقامي مشران د بدنړ اعلان وکړي. ټي اېن اېن سره خبرو کښې ملنګ جان اوېل چې که سخکال بدنړ مات نشو نو یو کال لپاره به ئي د ځآمنو ودونه وځنډیږي.

بدنړ ماتېدو یا اعلان کېدو په صورت کښې به کومه کورنۍ څومره او کومه ونې کټ کولې شي د دې فېصله مقامي مشرانو لخوا ټاکل شوې شل کسیزه کمیټي کوي، دغه کمېټي د شلګون په نامه یاديږي او د دې مقصد د ځنګلونو حفاظت یقیني کول دي.

د څو کالو بدامنۍ، فوځي اپریشنو او موسمي بدلون باؤجود د قبائلي ضلعې خېبر د تیراه میدان زیات تره ځنګلونه هم هغه شان ګڼ او شنه دي، مقامي خلک وائي دا د دوي د روایتي پهره دارۍ او شلګون برکت دې کومه چې د ځنګلونو حفاظت کوي.

قبائلي سیمو کښې  د غرونو او ځنګلونو ملکیت د قبیلو به بنیاد تقسیم وي او وروسته د هرې قبیلې برخه د هغې دننه وړو شاخونو، خېل او تپو کښې نوره هم تقسیم کړې شوي وي چې مقصد ئي انتظام کښې آساني پيداکول وي. دغه تقسیم په څه بنیادونو شوې دې دا قبائلي مشرانو ته هم نه دي یاد ولې دومره ورته یاد دي چې په هر صورت به دا روایات (پهره داري او شلګون) ژوندي ساتي او د دې روایاتو د برکته به ځنګلونه آباد وي.

د نورو قبائیلي سیمو په رنګ د تیراه میدان ځنګلونه هم مقامي قبیلو او تپو کښې تقسیم دې او د روایاتو مطابق د دې حفاظت لپاره هر خېل او تپې څوکیدار( پهره دار) او شلګون هم ټاکلې دې.

د خېبر قبائلي ضلعې صرف په درې فېصده ځنګلونه دې چې پکښې زیات تره تیراه میدان کښې دي:فوټو/شان افریدي

د ملنګ جان تعلق د ملک دین خېل قبیلې د ذېلي شاخ عمر خیل کندې سره دې. د عمر خېل کندې د برخې پنځه سوه ګزه پلن او درې زره ګزه اوږد ځنګل پهره داري تیرو اتلس کالو راهسې عبدالسلام ته حواله ده او دا رنګ نورو قبیلو هم د خپلو ځنګلونو حفاظت لپاره داسې مستقل پهره دار جوړ کړي دی. عبدالسلام د ځنګل په مينځ کښې ځآنله په یوې کمرې مشتمل د ګټو کور جوړ کړې ولې بجلي، پخې لارې او نورو بنیادې سهولتونه ورته د ژوند نه پورا کېدونکي خواهشات ښکاري. د هغه پنځه وانړه بچې د دولس کالو نه کم عمره دي او نژدې سکول نیشتوالي له وجې دوي تعلیم نه محرومه دي.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې عبدالسلام اوېل چې د پهره داريۍ ډیوټي حواله کولو په وخت ترې قامي مشرانو د ایماندارۍ څوګند اخستې او دا چې اوس ورته دا ځنګل خپلو بچو نه هم خوږ دې او آخري سلګو پورې به ئی حفاظت کوي.

د ځنګل حفاظت لپاره ټول عمر وقف کوونکي عبدالسلام ته د تپې هري کورنۍ لخوا د فصلونو سمبالتیا په وخت ټاکلې شوې مقدار کښې دانې/غله او یا نغدې پېسې ورکولې شي.

د قبائلي روایاتو مطابق عبدالسلام چې په چا هم د ناغې د خلاف ورزۍ یعنې په غلا د ونو د کټائی دعوا وکړی نو د مقامي مشرانو جرګه په هغه تن جرمانه لګوي او دغه پېسې د قبیلې په ښیګړه خرڅ کولې شي.

“که یو تن د ورځې رنړا کښې د ناغې خلاف ورزي وکړي او بل تن د شپې په وخت، نو د قامي فېصلې مطابق د شپې په مجرم دوه چنده سېوا جرمانه لګول کیږي”عبدالسلام اوېل.

د قبائلي ضلعې خېبر په صرف درې فېصده برخه یعنې په شل زره ایکړه رقبه ځنګلونه دي. د مقامي مشرانو مطابق د تیراه نه علاوه د خېبر ضلعې د نورو برخو ځنګلونه تیرو څو کالو راهسې که یو خوا د بې دریغه کټائي او سمګلنګ ښکار دي ولې بل اړخ ته بدامنۍ او فوځي اپریشنو هم دغه ځنګلونو ته ډیر نقصان رسولې دې ځکه چې د وسله والو زیات تره ټهکانې په ګڼ ځنګلونو کښې وې او جنګ دوران د بارودو استمال له وجې ورته سخت زیان اوړېدلې دې.

د ضلعې شل زره ایکړه رقبه باندې ځنګلونو کښې قریباً په څلور زره ایکړه د تیراه ځنګلونه دي او بدامنۍ او فوځي اپریشنو نه هم د نورو سیمو په نسبت دغه علاقه زیاته متاثره شوې ده ولې خوش بختۍ نه د دې سیمې ځنګلونه بیا هم په زوړ شان شنه او آباد دي.

په دې اړه د زراعتو او ځنګلونو ماهر ډاکټر بشیر احمد مهمند وائي چې تیراه کښې بدامنۍ او فوځي اپریشنو نه پس مقامي خلکو د خپلو وران کورونو بیرته آبادۍ لپاره هم دې ځنګلاتو نه بیدریغه کټائي کړې وه ولې خوش بختۍ نه دغه کښې زیات تره کټ شوې ونې په قدرتي توګه بیرته شنې شوي دي.

ډاکټر بشیر احمد د خطې په موسمي تغیر ژور نظر لري او هغه د خېبرپښتونخوا د کلائمېټ چينج محکمې مشر هم پاتې شوې دې. ټي اېن اېن سره خبرو کښې بشیر احمد اوېل چې د موسمي بدلون بد اثر نه بچ کېدو له پاره د شته ځنګلونو حفاظت او نورو ونو کرلو سخت ضرورت دې ځکه چې پاکستان د موسمي بدلون بد اثراتو سره مخ د ټولې نړۍ ملکونو کښې په اووم نمبر دې او د ملک نورو برخو په رنګ قبائلي سیمې هم دې نه سختې متاثره دي.

د نړي وال رپورټ Long-Term Climate Risk Index (CRI) مطابق پاکستان کښې تیرو لسو کلونو کښې د کلائمیټ چینج له وجې راغلې پېښو لکه سېلابونه، د ګلیشئیرز راپریوتو او وېلي کیدو، ګرمۍ او طوفانونو له وجې لس نیم زره پورې خلک مړه شوې او د درې اعشاریه اته اربه ډالره یعنې څلور سوه اربه روپو نه زیات تاوان پکښې شوې دې.

ډاکټر بشیر وائي چې د موسمي بدلون بد اثراتو په شدت کښې د اضافې که یو خوا نور یو شمیر(صنعتونه، ګاډي وغیره) عوامل ذمه وار دې ولې بلخوا د ځنګلاتو کمې هم دې کښې کردار لوبوي.

ده واضحه کړه چې د ځنګلونو کټ کولو له وجې چاپیرچل کښې کاربن ډائی اکسائیډ مقدار زیاتیږي او د اکسیجن کمیږي کومه چې ګرمۍ کښې د اضافې سبب ګرځي او دې ګرمۍ له وجې ګلیشئیرز ویلي کیږي او د سیلابونو سبب ګرځي.

ده زیاته کړه چې سیلاب او طوفانونو نه هم زیات نقصان هغه سیمو کښې کیږي چرته چې ځنګلونه نه وي. ډاکټر بشیر وائی چې موسمي بدلون له وجې د بارانونو پيټرن هم بدل شوې ولې بارانونه او واؤرۍ اوس خپل مخصوص وختونو کښې نه کيږي او په غرونو د واؤرې مقدار هم کم شوې دې.

د تیراه د یو ځنګل پهره دار عبدالسلام د ټي اېن اېن نمائنده ته تفصیلات بیانوي

د تیراه مقامي خلک وائی چې تیرو اووه/اته کالو کښې دې سیمې کښې بعضې داسې تبدیلیاني راغلي دي چې دوې ئي انديښمن کړي دي.

اوویا کلن موسا خان افریدي په دې اړه ټي اېن اېن ته اوېل چې تیر کال تیراه کښې د ژمې موسم کښې صرف یو ځل واؤره شوې وه ولې سخکال هم تر دې دمه صرف پاس په غرونو واؤره شوې او د غرونو لمنو کښې نه ده شوې. ده زیاته کړه چې تیرو لس/اته کالو راهسې تیراه کښې واؤرې مقدار هم کم شوېدې. “پخوا به ژمي کښې شپږ، اووه ځل واؤره کېده او هر ځل به کم نه کم څلور ورځو پورې جاري وه، او مارچ پورې په غرونو دغه واؤره پرته وه ولې اوس د واؤرې لړۍ په مشکله دوه ورځو پورې جاري وي کومه وېلي کيږي هم زر”

موسا خان افریدي زیاته کړه چې تیرو څو کلونو راهسې دې سیمه کښې ماشي او مچان هم زیات شويدي کومه چې دلته د ګرمۍ شدت سېوا کېدو نښه ده. قبائلي مشر خیال لري چې دغه سیمه کښې د موسمي بدلون لویه وجه د ژوند معیار او طریقه کار کښې بدلون دې. “چې کله نه دلته سړکونه جوړ شوي او د ګاډو تګ راتګ سېوا شوې او اولس د خپلې اسانتیا لپاره نور مشینان راؤړي دي د هغې وروسته دلته ماشي مچان زیات شوي دي”موسا خان پوخ یقين سره اوېل او زیاته ئي کړه چې بعضې خلک دلته د صعنتونو لګولو خبرې کوي کومه به چې په موسم نور هم بد اثر پریباسي.

بلخوا د موسمي تغیر ماهر ډاکټر بشیر احمد تیراه کښې د بارانونو او واؤرو پیټرن بدلېدو تائيد کړې او وئيلې چې د خواؤشاه د بدلون اثر په دغه سيمه هم شوې دې.

ډاکټر بشیر د قبائلي مشر موساخان دا انديښنه بې بنیاده اوبلله چې ګنې دغلته صعنتونو سره په ماحول بد اثر پریوزي. “تیراه کښې د چرګانو او څآروؤ فارمونو په رنګ بغیر د مشین نه چلېدونکې صعنتونو ته توجه ورکړې شي نو په ماحول ئي څه خاص بد اثر نه پریوزي او مقامي خلکو ته به ترې ګټې هم په لاس ورشي”ډاکټر بشیر اوېل. ده زیاته کړه چې د تیراه شینکۍ نه ډک ځنګلونه او پټي دې قسمه صعنتونو لپاره ډیرغوره ثابتیدلې شي.

ډاکټر بشیر خپله هم د تیراه ځنګلونو په حفاظت زور ورکړو او وې وېل چې دې لپاره د مقامي خلکو روایتي طریقه بهترین وي. ده اوېل که قبائلي سیمو ته د بندوبستي علاقو قانون وغځیږي نو بیا هم حکومت ته پکار ده چې د ځنګلونو حفاظت ذمه واري هم دا شان د مقامي خلکو په ذمه پریږدي.

دا شان یو بل قبائلي مشر حاجي نصیب خان هم مطالبه کړې چې حکومت دې د ځنګلونو چارو کښې مداخلت نه کوي ځکه چې چرته هم ځنګلونو ته نقصان رسیدلې او غیرقانوني کټائي سره ئی ونې سمګل کیږي نو هغې کښې ضرور د بعضې داسې زورآور خلکو لاس وي چې ورته د حکومتي اهلکارو مرسته ترلاسه وی.

د خپل روایاتي طریقه کار شلګون په حقله حاجي نصیب خان اوېل چې بدنړ د ژمې موسم په شروع کښې اعلان کیږي او دې دوران شلګون په باقاعده توګه د هرې کورنۍ سروې کوي او د ضرورت مطابق ورته د هغه ونو کټائی اجازه ورکوي کومه چې بېکاره وي. ده اوېل “ کټائي په وخت شلګون ژور نظر ساتي او مقرر شوې شمیرې نه زیاتې یا بدلې ونې کټ کوونکي تن باندې د یو لاکه روپو پورې جرمانې لګولو اختیار لري”

که څه هم ملنګ جان لخوا د ځآمنو ودونو لپاره ټولې تیاریانې ترسره دي ولې سخکال دغه ودونه کېدل مشکل ښکاري، او داسې معلومیږي چې هغه به د قبیلې اجتماعي فائدې او د ځنګلونو حفاظت یقیني کولو په خاطر یو کال نور انتظار کوي ځکه چې د عمر خېل کندې مشران وائي چې د روان کال لپاره د بدنړماتولو څه اراده نه لري.

حاجي نصیب خان د عمر خېل کندې فېصله ساز قبائلي مشر دې. ټي اېن اېن سره کښې خبرو کښې ده اوېل چې تیر دوه کال مسلسل بدنړ اعلان شوې وؤ ولې د ځنګل د ښه شان ساتنې د خاطره مشرانو فېصله کړې چې سخکال به ناغه برقرار وي.

 

 

Show More

Related Articles