“د لېډي رېډنګ هسپتال خزله او استمال شوي آلات په لارو کوڅو کښې پراته وي”

د لیډی ریډنګ هسپتال انسینیریټر هم د اي پي ای لخوا بند کړې شوې وو ځکه چې پیدا کېدونکې لوګې کښې ئي بعضې زهریلا مواد ښکاره شوې وؤ

سلمان یوسفزے

د خېبرپښتونخوا تر ټولو لوئي سرکاري هسپتال لېډي ريډنګ خپله خزله د قانون ترمخه په ځائې کولو کښې تر دې دمه ناکامه دې او خطرناکه خزله په عام ډیرانونو کښې ګډوي کومه چې نه يواځې د انسانانو بلکه ماحول لپاره هم نقصاني ده.

د هسپتال ذمه وار چارواکي دعوا لري چې دوي د روزانه په بنیاد خپله خزله د ماحولیاتي تحفظ ایجنسۍ لخوا ټاکلي شوې طریقې ترمخه سوځولو لپاره د حیات آباد مېډېکل کمپلکس(اېچ اېم سي) هسپتال ته استوي ولې د ایچ اېم سي معتبرو زریعو نه معلومه شوې چې اېل آر ایچ نه ډیره کمه او کله کله دغه خزله راځي.

ليډي ريډنګ هسپتال کښې انسنريټر مشين د تيرو دوؤ کالو راهسې بند پروت دے

د ماحولیاتي تحفظ ایجنسۍ (اي پي اے)د رولز ترمخه هر هسپتال ته د روزانه په بنیاد پېدا کېدونکي خزله سوزولو لپاره یو مخصوص مشین انسینیریټر لګول لازمي دي په کومه کښې چې دغه خزله سوځولې شي.

د پېښور لیډي ریډنګ هسپتال کښې دغه مشین د تیرو دوؤ کالو راهسې بند پروت دې او د هسپتال انتظاميې څو وارې د دې بحالولو دعوې کړې ولې تراوسه ئي پرې عمل نه دې کړې.د لیډی ریډنګ هسپتال انسینیریټر هم د اي پي ای لخوا بند کړې شوې وو ځکه چې پیدا کېدونکې لوګې کښې ئي بعضې زهریلا مواد ښکاره شوې وؤ او چاپيرچل کښې د انساني ژوند تر څنګ د ماحولیاتي نظام لپاره اغیزمن ګرځول شوې وؤ.

د اېل آر ایچ د وېسټ منیجمنټ فیسیلیټیټر یعنې د خزلې په ځاې کولو ذمه وار افسر لیاقت ریاض ټي اېن اېن سره مرکه کښې وېلې چې اي پي ای لخوا د انسینیریټر بندولو وروسته دوي د حیات آباد میډيکل کمپلکس هسپتال سره لوظنامه لاس ليک کړې چې تر مخه چې د هسپتال انفکشئیس ویسټ یعنې کومې خزلې نه چې جراثیم خپریږي، روزانه په بنیاد هغلته ته وړلې شي. دغه خزله کښې ډريپ سيټ، مالوچ، په وينه کښې لړل شوي کپړې، يورين بيګ، سيرنج، نيډيل او بليډ په شمول داسې مختلف استمال شوې څیزونه شامل دي.

هسپتال کښې روزانه په بنیاد څلور نه تر پنځه زره کلو پورې خزله پيدا کېږي

خو ټي اېن اېن سره داسې ویډیوز شته چې د لیډی ریډنګ هسپتال سره نزدې پرتو ډیرانونو کښې سرنج، نیډل، بلیډونه، ډریپ او یورین بیګونه او ګنده مالوچ پراته دي او نزدې پاتې کېدونکي خلک تور لګوي چې دا خزله هم د دې هسپتال انتظامیه دلته غورځوي. بلخوا د حیات آباد مېډيکل کمپلکس یو ذمه وار افسر هم د نوم نه ښودلو په شرط ټي اېن اېن ته وېلې چې معاهدې باؤجود ورته انسینیریټر مشین ته لېډي ریډنګ هسپتال نه هفته کښې یو یا دوه ورځې دغه خزله ليږلې شي.

لیډي ریډنګ هسپتال د صوبې ټولو لوئي هسپتال دې. انتظامئي تر مخه دې ته روزانه په بنیاد اته زره او پي ډي او درې زره ایمرجنسي مریضانو په شمول پنځه څلويښت زره کسان تګ راتګ کوي.لیاقت ریاض وائي چې په هسپتال دومره بوج له وجې د دې د خزلې مقدار هم ډیر سېوا دې. “هسپتال کښې روزانه په بنیاد څلور نه تر پنځه زره کلو پورې خزله پيدا کېږي د کومې په ځاې کولو لپاره چې دوي د اي پي آئي د قانون ترمخه یوه کمیټي جوړه کړې ده” ده زیاته کړه.

د لیډی هسپتال غړي ووېل چې دغه ګند دوه قسمه وی چې یو ته انفکشئیس ویسټ او دوېم ته میونسپل ویسټ وېلې کیږي. ده واضحه کړه چې دغه دواړه خزلې یو بل نه بیلې بیلې په ځاې کولې شي ولې بعضې زریعې وائي چې هسپتال انتظامیه اکثره وختونو کښې انفکشئیس ویسټ کوم چې زیات خطرناک وي د عام خزلې سره ورګډوي.

د صحت ماهرین ميډيکل ویسټ یعنې د هسپتال خزله ډیره خطرناکه بولي

د اېل آر ایچ هسپتال مخې ته خزله کښې اکثره کباړ راټولونکي ماشومان کتل کیږي چې دغه خزله کښې لاسونه وهي او د کار څیزونه پکښې لټوي. ټی اېن اېن سره خبرو کښې دغه ماشومانو کښې بعضو د دې پوښتنې مثبت جواب ورکړو چې ګنې بلېډونو، نیډلو یا نورو داسې تیرو څیزونو خوږ کړې خو نه دي؟

هسپتال سره نزدې یو دوکاندار په دې اړه ټي اېن اېن ته ووېل چې کباړ ټولونکو ماشومانو نه علاوه دلته اکثره نشه کوونکي هم راځي او استمال شوې سرنجونه پورته کوي په کومه چې وروسته ځان ته د نشې انجکشنې لګوي. ده زیاته کړه چې لارو کوڅو کښې پرته دا خزله او استمال شوې آلات د لېډي رېډنګ هسپتال دي.

دا هم دا وجه ده چې د صحت ماهرین ميډيکل ویسټ یعنې د هسپتال خزله ډیره خطرناکه بولي.

په دې اړه د لېډي ریډنګ هسپتال پروفیسر آف میډېسن ډاکټر خالد محمود وائي چې د هسپتالونو خزله د ټولنې عام خزلو په نسبت د انساني ژوند لپاره ډیره زیانمنه ده ولې چې دې نه بیمارۍ ډیر په آسانه خبریږي. ده اوېل “د هسپتال بلېډونه، استمال شوې سرنجې اکثره نشیان استمالوي د کومې نه چې هغوي د تور زیړي په شمول د هیپاټائټس مختلف قسمونه او ایډز په رنګ ناروغۍ کښې اخته کيږي ولې دې نه علاوه کباړ ټولونکي ماشومان هم دې له وجې مختلفه ناروغو سره مخ کيږي”

ډاکټر خالد محمود زیاته کړه چې له بده مرغه د خېبرپښتونخوا زیات تره هسپتالونه دغه خزله په ځاې کولو کښې د ټاکلې شوې طریقه کار خیال نه ساتي او په ډاګه ئي غورځوي.

د هسپتالونو خزله د ټولنې عام خزلو په نسبت د انساني ژوند لپاره ډیره زیانمنه ده

د ماحولیاتي تحفظ ایجنسۍ اي پي ای هم د دې خبرې پخلے کوي چې پېښور کښې لېډي ریډنګ نه علاوه هم بعضې سرکاري او زیات تره نجي هسپتالونه د خزلې په ځاې کولو د پاره انسینیریټر مشینونه نه لري.

د اي پي ای اسسټنټ ډائریکټر ديدار احمد په دې ټي اېن اېن ته ووېل چې پېښور کښې دا مهال صرف حیات آباد مېډېکل کمپلکس، خېبرټیچنګ هسپتال، شوکت خانم او په رینګ روډ یو نجي هسپتال کښې د خزلې سوځولو جدید انسینیریټر مشیونه دې. ده زیاته کړه چې نورو سرکاري او نجي هسپتالونو ته دوې سختۍ سره هدایات ورکړې چې دا مشینونه ولګوي او تر هغې خپله خزله سوځولو لپاره انسینیریټرلرونکي هسپتالونو سره معاهدې وکړي.

ده واضحه کړه چې هسپتالونو ته د داسې انسینیریټر مشینونو لګولو هدایات شوې چې دوه بټۍ (چیمبرې) لري. اولني چیمبر کښې دغه ګند قریباُ په اووه سوه سینټي ګرېډ ډګرۍ او په دویم د دولس سوه ډګرۍ پورې سوځولې شي.

هسپتالونو ته د داسې انسینیریټر مشینونو لګولو هدایات شوې چې دوه بټۍ (چیمبرې) لري

اېل آر اېچ په اړه دوي ووېل چې انسینریټر ئي د نړيوال معیار ترمخه نه ؤ او زهریلا لوګې ترې خارجیدو نو ځکه ئي پرې بند کړې دې. ده زیاته کړه چې اداره ئي وخت په وخت په هسپتالونو چهاپې وهي او چې څوک ئي د قانون خلاف ورزي کوي دوې پرې یا خو پخپله جرمانې لګوي او یا پرې انوائرمنټل پروټېکشن ټریبیونل کښې کېس کوي.

بل اړخ ته د اېل آر ایچ لیاقت ریاض دغه تورونه رد کړې چې ګني دوي مېډېکل ویسټ د میونسپل وېسټ سره ګډوي او وئی وېل چې هسپتال سره پراته ډیرانونو کښې دغه مضر خزله اصل کښې نجي کلینکونه غورځوي.

پېښور کښې د سرکاري او نجي هسپتالونو لخوا د خزلې نه په ځاې کولو په ضد یو وکیل کال دوه زره اوولس کښې کېس هم کړې دې. محب الله کاکاخېل نومي دغه وکېل ټي اېن اېن سره خبرو کښې ووېل چې دغه کېس یو نجي هسپتال سره نزدې ډیران کښې د انساني جسم حصې کتلو نه پس کړې ځکه چې دغه پيښې وروسته دوي پخپله مختلف سرکاري او نجي هسپتالونو کښې په دې اړه سروې کړې وه او واضحه شوې ورته چې زیات تره پکښې د خزلې په ځاې کولو مخصوص مشینونه نه لري او دې لړ کښې قانوني لار هم نه خپلوي.

ده تور ولګولو چې د خېبرټيچنګ هسپتال انسینیریټر هم د اېل آر ایچ په رنګ غیرمعیاري دې ولې اي پي ای ئي په ضد کاروائي نه کوي.

د هسپتالونو خزلو مسئله صرف د پېښور پورې محدود نه ده بلکه د صوبې نورو برخو کښې دا یوه د غور وړ معامله ګرځېدلې ده. دې لړ کښې چیف جسټس ثاقب نثار څو میاشتې وړاندې سوموټو ایکشن هم اخستې وؤ او صوبائي حکومت نه ئي تفصیلات غوښتي وؤ.

دغه کېس اورونې په مهال د صحت سیکرټري عدالت ته وئیلي وؤ چې د ټولې صوبې سرکاري هسپتالونو کښې روزانه په بنیاد څلور زره کلو میډېکل وېسټ پيدا کیږي ولې هسپتالونو کښې د درې زره اووه سوه کلو پورې سوځولو سهولتونه موجود دي. دې نه علاوه سیکرټري د نجي هسپتالونو د خزلې تفصیلات هم عدالت ته جمع کړې وؤ چې یو سل اته پنځوس هسپتالونو کښې روزانه په بنیاد اته سوه شپيته کلو خزله پېدا کیږي په کومه کښې چې صرف پنځه سوه دوه دیرش کلو په ځاې کولې شي.

د ليډې ريډنګ هسپتال شاوخوا يو شمير ځايونو کښې د ډول خزله په ډاګه پرته ده۔

چیف جسټس د خزلې په مکمل توګه نه ختمولو باندې په صوبائي حکومت ټکونه کړې وؤ او هدایات ئي ورکړې وؤ چې کال دوه زره نورلس آخر پورې د ټولې خزلې په ځاې کولو بندوبست تر سره کړي.

دغه اورونه کښې عدالت ته دا هم وېلې شوې وؤ چې حکومت د ټولو سرکاري هسپتالونو خزلې په یو ځاې سوحولو لپاره انسینیریټر مشین اخستو فېصله کړې ده د کومې لپاره چې شل کروړه روپۍ هم بېلې کړي دي.

Show More

Related Articles