“ساده شاعري ويل خوښوم کومه چې ډيره ژوره نه وي: رئيس باچا

رئيس باچا ترپينځم جماعت پوري زده کړې کري خو ولې کله ئې خپله شاعري نه ده کړې هغه وائې په شاعري پوهيږم نو ځکه خواهش لرم چې ښه کلامونه ووايم

ؒخالده نياز 

د پښتو ژبې نامتو سندرغاړي رئيس باچا د ټي اين اين سره په خصوصي مرکه کښې ويلي چې “ساده شاعري ويل خوښوم کومه چې ډيره ژوره نه وي او د تعليم يافته خلکو سره سره په هغه شاعرۍ عام خلک هم پوهه شي”۔

رئيس باچا وائې هغۀ هڅه کوي چې د داسې شاعر کلام ووائې کوم چې په معيار پوره وي او شاعري ئې په اولس کښې د اوريدو قابله وي۔

ټي اين اين سره خبرو کښې رئيس باچا وويل چې هغۀ چراټ سلي خانه کښې زيږدلې ولې د خپل پيدائښت نيټه ورته نه ده معلومه هغۀ وائې چې اوس په پيښور او مردان کښې ژوند کوي او په دواړه ښارونو کښې خپله استوګنه لري۔

هنرمندي ته د راتګ په اړۀ رئيس باچا ټي اين اين ته وويل” شوق زه د موسيقۍ فن ته رواستې يم زه د ظاهر ماشوخيل نه ډير متاثر يم په وړوکوالې کښې به مې د هغۀ سندري اوريدلي او هم دغه وجه ده چې ما دغه فن خپل کړے دے”

رئيس باچا د پښتو په صنف کښې” ټپه” په يو ځانګړي انداز وائې کوم چې نه يواځې د دوي پيژوندګلو جوړه شوي بلکه هغه د اولس خوښتيا جوړه شوي ده دې لړ کښې هغۀ وويل چې” ټولو شاعرانو په درنه ګورم خو ولې زما يو شاعر ملګرې چې نوم ئې فريد الله فريد دې څوک چې زما لپاره شعرونه ليکي او زه د هغې زمزمه کولو کوشش کووم او هم دا شان هغۀ خپله يو طرزجوړ شي کوم چې اولس خوښوي”

رئيس باچا ترپينځم جماعت پوري زده کړې کري خو ولې کله ئې خپله شاعري نه ده کړې هغه وائې په شاعري پوهيږم نو ځکه خواهش لرم چې ښه کلامونه ووايم۔

پښتون سندرغاړې رئيس باچا د سندرو ويلو سره سره په هارمونيم غږولو کښې هم پوهه لري د رئيس باچا په وينا هغه د استاذ نذيرګل نه د هارمونيم غږولو هنر زده کړې ولې د سندرو ويلو ترتيب ئې د ظاهر ماشوخيل نه ترلاسه کړې دې۔

د رئيس باچا په وينا هغه د فلمونو لپاره هم اووه اته سندري ويلي او له دې نه علاوه هغه د پينځه څلويښت پوري البم اوپه سلګونو سندري ويلي دي چې پکښې غزل، رباعي، ټپه، نيمکئ، چاربيتي شاملي دي له دې ترڅنګ هغه په اردو ژبه کښې هم د غزل ويلو اراده لري خو ولې تراوسه ئې په اردو ژبه سندري نه دي ويلي۔

د خپل راتلونکي البم په ارۀ رئيس باچا وويل چې کله ئې د غزلو البم نه دي ريکارډ کړې خو ولې هغه په يوولس غزلونو مشتمله البم ريليز کول غواړي او هيله لرې چې هغه د اولس په معياره پوره اوخيژي۔

رئيس باچا د په پښتو موسيقۍ کښې د موجوده حالاتو په اړه وائې ” پښتو موسيقي د پرمختګ پرلور روانه ده په تيرشوي وخت کښې د هارمونيم او طبلې سره سندري ويلي شوي خو ولې اوس د جديد آلاتو په راتګ په موسيقۍ کښې نوې ژوند راغلې کوم چې نه يواځې پښتانه بلکه نور خلک هم خوښوي۔

“ما څو ورځې وړاندې لاهور کښې په يو پروګرام کښې ګډون کړې ؤ په کوم کښې چې يو شمير پنجابيان هم موجود وو دغه مهال ما له يو پنجابي نه پوښتنه  وکړه تاسو خو په پښتو نه پوهيږې او د پښتو پروګرام کې مو ګډون کړې هغه ماته ځواب راکړو چي مونږ ته د پښتو موسيقي اوريدل ډير ښه لګي۔

د رئيس باچا ترمخه بايد شاعران داسې ليک وکړې کوم کښې چې نه يواځې يو پيغام وي بلکه هغۀ شعرونه  دپښتو په معاشره کښې د اوريدو قابل هم وي او دا چې سندرغاري له پکار دې هغه کلامونه انتخاب کړې کوم چې خلک د خپلو خپلوانو سره اوريدې شي۔

هغه وويل کله کله يو هنر مند داسې يو غير معياري کلام ووائې کوم چې د  نور سندرغاړو لپاره ستونزه جوړه شي ولې چې هغه کلام غيرمعياري وي او دا شان هغه هنر مند په خپل نوم جوړولو کښې ناکامه پاتي شي۔

په خپلو خبرو کښې رئيس باچا نوي راتلونکي هنرمندانو ته پيغام ورکړوکه چري نوي هنرمندان د ښه شاعري انتخاب وکړې نو هيله ده چې هغه د فن په نرۍ کښې خپل مقام ترلاسه کړي۔

Show More

Related Articles