باجوړ کښې د ځنګلي زیتون(خونه) په لکونو ونې څنګه ګټه ورې شوي؟

باجوړ کښې د زېتون باغونو لګولو منصوبه په آؤل ځل کال دوه زره اته کښې د اټلي حکومت د پاکستان د خوراکي تېلو پیدوار محکمې پي او ډي بي(پاکستان آئل سیډ ډیویلپمنټ بورډ) په مرسته شروع کړې وه

شاه خالد:

باجوړ کښې اولس د موسمي بدلون سره د زراعت او باغبانۍ طور طریقې هم څه حده پورې بدلې کړې دي، دغه قبائلي اولس د نوي موسم سره سمون خوړونکې د زېتون باغونو ته زیات پام ورګرځولې دې.

د باجوړ د زراعتو محکمه وائي چې سلارزو، برنګ، چارمنګ، اتمانخېل او خار تحصیلونو کښې کال دوه زره اته نه په دیخوا څلور لکه د زېتون ونې لګولې دي. محکمه زیاتوي چې اؤل به ورته مقامي خلکو اهمیت نه ورکولو خو اوس ئي دوي سره پخپله رابطې شروع کړي چې د زیتون باغبانۍ کښې ورسره مرسته وکړي.

د باجوړ زراعت محکمې غړي او د د میوؤ ونو کښې د قلمونو لګولو ماهر افسر محمد یوسف ایرابي ټي اېن اېن سره خبرو کښې وېلي چې ضلع کښې د ځنګلي زېتون ونې زیاته شمیره کښې دي او د محکمې اولنۍ ترجیح دغه ځنګلي ونو کښې د اعلا قسم زیتون قلمونه لګول دي.

ده زیاته کړه چې کال دوه زره اته کښې کله دوي ځنګلي زیتون کښې قلمونه لګول شروع کړل نو مقامي خلکو به ورته لېوني وئیل ولې اوس چې ئي د ګټې نه خبر شول نو خپله دفتر ته راځي او د سیمي ځنګلي زیتون کښې د قلمونو خواست ورته کوي.

محمد یوسف ایرابي وائي چې د بارانونو مقدار کښې کمي او زمکه کښې د اوبو سطح نوره په ښکته تلو له وجې که یو خوا باجوړ نه مختلف قسمه مېوؤ لکه مالټه، خوبانۍ، منړه او الوچۍ باغونه خطرې سره مخ دي ولې د دې باغونو په ځآئي په دمه دمه زیتون نیسي ځکه چې د دې ونې ته د زیاتو اوبو ضرورت نه وي.

د محکمې اولنۍ ترجیح دغه ځنګلي ونو کښې د اعلا قسم زیتون قلمونه لګول دي

د ملک نورو برخو په رنګ باجوړ ضلع هم تیرو څو کلونو راهسې د موسمي بدلون بد اثراتو لاندې ده. دغه بدلون له وجې که یو خوا د بارانونو او واؤرو نظام بدل شوې ولې ورسره ئي مقدار هم کم شوې دې. د بارانونو او واؤرو دغه نظام کښې بدلون له وجې سیمه کښې ورځ تر ورځ د اوبو سطح په ښکته روانه ده چې ورسره د مختلف فصلونو او باغونو پيدواري صلاحیت کم شوې دې او بعضې پکښې په ختمېدو هم دي.

باجوړ کښې د موسمیاتو محکمې نیشتوالي له وجې د باران ریکارډ کولو څه باقاعده نظام خو نېشته ولې د ماهرانو مطابق د سوات د بارانونو ریکارډ هم باجوړ سره سمون خوري ځکه چې د دوانړه ضلعو د باران نظام کښې زیات فرق نېشته.

د سوات زرعي تحقیقاتي ادارې غړي او د موسمیاتو ماهر ډاکټر روشن علي سیمه کښې د کال دوه زره څلور نه کال دوه زره اولس پورې د باران ریکارډ جمع کړې چې تر مخه ئي مقدار کښې واضح کمې رامخې ته شوې او موسم کښې شدت هم کتل شوې دې.

دغه ډيټا مطابق کال دوه زره اته کښې دولس سوه څلویښت ملي میټر باران شوې او کم نه کم پنځه او زیات نه زیات نولس درجې سنټي ګرېډ حرارت ریکارډ شوې دې.

مقابله کښې کال دوه زره څوارلس کښې اووه سوه درې دیرش اعشاریه اته پنځوس ملي میټر باران شوې ولې کم نه کم حرارت منفي یو اعشاریه درې او زیات نه زیات یوویشت اعشاریه اووه دیرش ریکارډ شوې دې. د راجمع شوې ډېټا مطابق کال دوه زره پنځلس کښې ریکارډ شوې باران پنځه سوه څلور نوي اعشاریه پنځه صفر ملي میټر، کال دوه زره شپاړس کښې اته سوه دولس اعشاریه پنځه ملي میټر او کال دوه زره اوولس کښې شپږ سوه پنځه دیرش اعشاریه نهه صفر ملي میټر باران شوې دې او دا رنګ د ژمي او ګرمۍ دوانړه موسمونو کښې شدت هم کتلې شوې دې.

زرعي ماهرین وائي چې موسم کښې دا شدت او بارانونو کښې کمې که نور فصلونو او باغونو ته زیان رسولې دې ولې د زېتون په ونو ئی زیات اثر نه دې کړې.

د باجوړ د زراعتو محکمې فیلډ اسسټنټ افسر عبدالبصیر تر مخه د زیتون ونې لپاره ټول کال کښې صرف پنځه اعشاریه پنځه ملي میټره اوبه پکار وي نو ځکه دوي کوشش کوي چې چرته د اوبو کمي له وجې نور باغونه ختم شوې هغلته زیتون ولګوي.

سلازو، برنګ، چارمنګ، خار او اتمانخېل تحصلیونو کښې شل لکه پورې د ځنګلي زیتون ونې موجود دي

ټي اېن اېن سره خبرو کښې عبدالبصیر اوېل چې د دوي یو سروې مطابق سلازو، برنګ، چارمنګ، خار او اتمانخېل تحصلیونو کښې شل لکه پورې د ځنګلي زیتون ونې موجود دي د کومې چې وړاندې هیڅ پیدوار نه وؤ. ده زیاته کړه چې محکمې اول مرحله کښې دغه ځنګلي ونو کښې د اټلي او سپېن نه درآمد شوې د اعلا قسم زیتون قلمونه لګول شروع کړې دي او تر دې دمه ئي څلور لکه ونې قلمي کړې دي. ده زیاته کړه چې د باجوړ زمکه په قدرتي طور هم د زیتون ونو لپاره ډیره موضوع ده.

باجوړ کښې د زېتون باغونو لګولو منصوبه په آؤل ځل کال دوه زره اته کښې د اټلي حکومت د پاکستان د خوراکي تېلو پیدوار محکمې پي او ډي بي(پاکستان آئل سیډ ډیویلپمنټ بورډ) په مرسته شروع کړې وه او “Promotion of Olive Cultivation for Economic Development and Poverty Alleviation”نومې دغه منصوبه کښې وزیرستان، مومند او کرمه، د خېبرپښتونخوا، پنجاب او بلوچستان بعضې ضلعې هم شاملې وي. کال دوه زره دولس کښې د پی آئي ډي پي محکمه ختمطدو سره دغه منصوبه پاکستان ایګريکلچرل ریسرچ کونسل (پارک) ته حواله کړې شوې ده او د منصوبې مقضد د پاکستان بهر ملکونو نه د خوراکي تیلو درآمداتو باندې انحصار کمول، خپل ملک کښې د ښه معیار تیلو پیداوار سره سوکالي راوستل دي.

منصوبه کښې د زیتون پيداوار لپاره د اټلي حکومت په مرسته ټول ملک کښې سروې کړې شوې چې پکښې د زیتون باغبانۍ لپاره مخصوصې سیمې ټاکلې شوې دې. دغه سروې تر مخه د باجوړ ضلعې درې پنځوس فیصده زمکه( 79,899 )هیکټر د زیتون پيدوار لپاره موزو بللې شوې وې.

د باجوړ ځنګلاتو محکمې غړې عبدالبصیر وائي چې بعضې ځایونو کښې د قلمی شوې ونو نه د زیتون پيداوار شروع شوې دې ولې فې الحال ډیر په کمه سطح دې. دې طمع لري چې راتلونکې درې، څلور کالو کښې باجوړ نه د زیتون مېوې او تېلو دومره پیدوار شروع شي چې د ټول ملک په کچ به ئي تجارت کولې شي.

د ماموند سېمې د برخلوزوبادسیا ملک شاه ولي خان په خپله سل کناله زمکه د ځنګلي زېتون ګڼ شمېر ونې لري او د هغه دعوا ده چې د دغه ونو شمیر دیرش زرو نه زیات او عمر لسګونه کاله دې. ټي اېن اېن سره خبرو کښې ملک شاه ولي خان اوېل چې وړاندې ورته دغه دیرش زره ونو نه هیڅ فائده نه وه ځکه چې دا ونه خلک مقدسه ګڼي او خشاک د پاره ئي هم نه استمالوي. ده زیاته کړه چې څو کاله وړاندې ورسره د ځنګلاتو محکمې رابطه وکړه چې دغه ونو کښې ئی د اعلا قسم زیتون قلمونه لګول غواړي چې ورسره به نه صرف دوې ته بلکه ټول ماموند ته فائده رسیږي “څه ګټه خو هسې هم نه راکوله دې ونو نو سمدستي مې د ځنګلاتو محکمې وړاندیز ومنو او هرکلې مې ورته وکړو اوس تیرو اتو کالو نه دغه ونو کښې د قلمونو لګولو سلسله روانه ده ملک شاه ولي اوېل. ده زیاته کړه چې تیر کال بعضې ونو نه پيدوار هم شوې وو چې پکښې ئی څه لږ ډیر خرڅ کړې ولې زیات تره ئي کور کښې د خوراکي تېلو لپاره استمال کړې وؤ او څه ئی خپلوانو او ملګرو ته د ډالۍ په شکل کښې هم استولې وؤ.

د زیتون د تیلو في لیټر نرخ اتلس سوه روپو پورې دې او د ده باور دې چې سږکال به مارکېټ کښې خرڅولو سره لکونه روپۍ ګټه کوي

ده اوېل چې مارکېټ کښې د زیتون د تیلو في لیټر نرخ اتلس سوه روپو پورې دې او د ده باور دې چې سږکال به مارکېټ کښې خرڅولو سره لکونه روپۍ ګټه کوي. ملک شاه ولي اوېل چې د باغ خسمانې لپاره ئي ګڼ شمیر مزدوران هم ساتلی دي چې ورسره هغوي ته د روزګار موقع ترلاسه ده.

زیتون کښې د قلم لګول آسان کار نه دې او د دې کار خپل پوهان وي. بادسیا کښې د قلمونو لګولو ماهر بیډر شیرولي ټي اېن اېن سره خبرو کښې اوېل چې زیتون کښې دوي د مارچ او اګست میاشتو به مينځ کښې قلمونه لګوي د کومې د کامیابۍ تناسب چې نهه نوي فيصدي دې. ده زیاته کړه چې قلم لګېدلې ونې نه شپږ کاله پس پيدوار شروع کیږي. شیرولي وائي چې قلمونه لګول د ده پيشه ده خو بیا هم دې مقامي خلکو ته پخپله ونو کښې د قلم لګولو طریقې ښائي او بیا ئی معائنه هم کوي. ده زیاته کړه چې د زراعتو او ځنګلاتو محکمې ضلع کښې د زیتون پیدوار سیوا کولو ته خصوصي توجه خو ورکړې ده ولې دې لړ کښې ئی اولس کښې پوهې راوستو د پاره څه خاص ګامونه نه دې پورته کړي. ده مطالبه وکړه چې مقامي خلکو ته دې د قلمونو لګولو طریقې ښودلو سره سره دې لپاره پکار اوزار هم ورکړې شي.

د باجوړ د زراعت محکمو زیات تره ځنګلي زېتون کښې قلمونه لګوي کومه چې بهر ملکونو نه درآمد کوي ولې راتلونکې کښې دغه د ښه نسل زیتون په مقامي سطح پیدا کولو لپاره ځائي په ځائی نرسرۍ او فارمي زیتون هم لګولې شوي دي.

د باجوړ د زراعتو محکمې ضلعې افسر ضیا الاسلام وائي چې بارانونه کمېدو او نور موسمی بدلون سره زمیندار ډیر متاثره شوې او اکثره د اوبو د کمي ګېلې کوي. ټي اېن اېن سره خبرو کښې د زراعتو ضلعې افسر اوېل چې موسمي بدلون سره اوس دوي نه صرف خپلې طریقې بدلې کړې بلکه زمیندارانو ته ئي هم د داسې فصلونو او باغونو د کرکیلې مشورې ورکول شروع کړې کومه چې دې بدلون نه زیات نه متاثره کیږي.

ټي اېن اېن سره مرکه کښې زیاته کړه چې دې لړ کښې دوې مختلفو زمکو کښې د نورو موافقت لرونکې فصلونو سره سره د زیتون بوټي نالول هم شروع کړې دې او سږکال محکمې د پنځه زره فارمي زیتون ونې نالولو هدف اېخودې دې.

ده اوېل چې باجوړ کښې د باغبانۍ، زراعت او موسمی بدلون ماهرانو په هدایاتو د زیتون پنځه قسمونه نالوي کومه چې اربیکوينا، لیسینا، اربوسیبا، پننډولينا او پرینشو په نومونو یادیږي. زرعي افسر زیاته کړه چې دې کښې ټولو نه ښه او زیات پیدوار د اربیکوینا دې او دوې زیات تره هم دا قسم لګوي ولې د پولینېشن د پاره ورسره خوا کښې د نورو قسمونو ونې نالول هم ضروري دي.

د ماموند د ملنګي سیمي ملک عبدالروف تیرو دوؤ کالو کښې په خپله زمکه شپږ سوه د فارمی زیتون ونې نال کړې دې او هغه ډیر خوشحال دې چې دغه ونې په ښه شان روانې دې. ټی اېن اېن سره خبرو کښې دغه قبائلي مشر اوېل چې د الوچو، خوبانو او پارسيمن هم واړه واړه باغونه لري ولې د بارانونو کموالي له وجې تیرو څو کلونو کښې پيدوار د نیشت برابر دي ځکه چې ټیوب وېل ورسره هم هیڅ بندوبست نیشته. ده زیاته کړه د زراعتو محکمې ورته د زیتون ونو نه د لکونو روپو ګټې باور ورکړې دې او اوس ده فېصله کړې چې راتلونکې څو کلونو کښې به د نورو میوؤ باغونه ختمولو سره د دې په ځآئي د زیتون ونې نالوي.

زیتون کښې دوي د مارچ او اګست میاشتو به مينځ کښې قلمونه لګوي د کومې د کامیابۍ تناسب چې نهه نوي فيصدي دې.

د زراعتو محکمې په رنګ د باجوړ ځنګلاتو محکمې هم ضلع کښې د زیتون  پلانټېشن یعنې ونې نالولو ته خصوصي توجه ورکړې ده. د باجوړ ډویژنل فارسټ افسر حیات علي ټي اېن اېن سره خبرو کښې وئیلې چې د وزیراعظم د لس اربه ونو کرلو منصوبې مطابق باجوړ کښې هم پلانټېشن روان دې چې پکښې دوې هغه ونې زیاتې نالوي چې د موسمي بدلون باجود ئي د پاتې کېدو او ګټې زیات امکان وي. ده زیاته کړه چې دې لړ کښې دوي زیتون هم خاص په پام کښې نیولې او سږکال ئي نهه زره د فارمي زیتون کرلو فېصله کړې ده.

ده زیاته کړه چې وړاندې دلته د لاچۍ ونې زیاتې کرلې شوې د کومې باره چې د زیاتو اوبو پکار راوستلو مفروضه مشهوره ده. د ځنګلاتو افسر اوېل چې دوي اوس د لاچۍ په ځائي د زیتون او نورو داسې ونو نالولو ته خصوصي توجه ورکوي چې اوبه ورته زیات مقدار کښې نه وي پکار او د لرګي سره نور پيدوار هم ګټور وي.

 

Show More

Related Articles