د صوابۍ شامدار کاکا په لاسونو د انساني مخونو مجسمي جوړوي

تراوسه ئې د يو شمير سياسي خلکو پشمول د مبارزه کونکو خلکو مجسمي په خپلو لاسونو جوړي کړي

سي جے محمد عادل

د مجسمه سازۍ هنر په ټولنه کښې يو ګران فن بللې کيږې خو ولې د صوابۍ مانيرۍ سره تعلق لرونکې پينځه شپته کلن شامدار بغير له استاذه دغه فن زده کړې او وائي چې په منټونو کښې د انساني مخونو مجسمه جوړولې شي۔

ټي اين اين سره خبرو کښې د واپډا څانګي نه ريټايرډ شوې شامدار بابا خپل زوړفن ته بيا لاس ورچولې او د خټې څخه ئې د انساني مجسمې جوړولو کار پيل کړې چې تراوسه ئې د يو شمير سياسي خلکو پشمول د مبارزه کونکو خلکو مجسمي په خپلو لاسونو جوړي کړي دي۔

پينځه شپته کلن شامدار بغير له استاذه دغه فن زده کړې

هغۀ وائې په کال نورلس سوه پينځه شپيتم کال کښې ئې د مجسمي جوړلو کار پيل کړې کوم تراوسه پوري دوام لري په دغه  مجسمو کښې د پخوانۍ وزيراعظمي بے نظير بهټو او د خدائ خدمتګار باچا خان بابا پشمول نوري د ستائيني وړ دي۔

شامدار په خپلو کښې وويل چې دې لړ کښې هغۀ د چا نه زده کړه نه ده ترلاسه کړې خو ولې په خپل قدرتي صلاحيتونو ئې مجسمي جوړولو ته دوام ورکړې کوم چې به ترمرګ پوري دوام لري۔

د شامدارپه وينا هغه غواړي خپله هڅه نړۍ ته وښائي چې دغه رنګ ئي فن د تاريخ برخه پاتي شي

د شامدارپه وينا هغه غواړي خپله هڅه نړۍ ته وښائي چې دغه رنګ ئي فن د تاريخ برخه پاتي شي او راتلونکې نسل د خپلو اتلونو څخه خبر شي او له دې نه استفاده پورته کړي۔

ده وويل چې د حکومتي چارواکو لخوا هغه ته د انعام ورکولو وړانديز هم شوي خو ولې هغه د انعام اخستو په ځاي حکومت ته خواست کړې چې د هغۀ جوړ کړي شوي مجسمي دي په ميوزيم کښې د ننداري لپاره کيښودي شي چې نوي کول له هغه د فن څخه خبر شي۔

Show More

Related Articles