“خيبر” څه رنګه د يوټيوب له لارې رباب غږول زده کړي ؟

د ګوتو له لارې د رباب په تارونو کښې نغمه غږول او د هاغه نغمې په ذريعه د اولس پام ځان پله راړول د يو تکړه هنرمند کار کيدلائ شي

سلمان يوسفزے

د پښتو په موسيقۍ کښې ځانګړې ارزښت لرونکې آله رباب چې په پښتنه ټولنه کښې د حجرې او موسيقۍ د محفلونو ښکلا ګڼلې کيږي چې يو هنرمند ئې د ډير زيار ورسته د غږولو چل زده کوي۔

دې لړ کښې د خيبرپښتونخوا بونيرضلعې کنګرګلۍ کلي سره تعلق لرونکې زلمې رباب غږونکې خيبر خان څوک چې په جيالوجي کښې د ماسټرۍ زده ترلاسه کوي وائې چې څلور کاله وړاندې ئي رباب غږول پيل کړې خو ولې تراوسه هغه د کوم استاذ نه زده کړه نه ده ترلاسه کړې بلکې د شروع نه ئې د يوټيوب د لارې د رباب غږولو چل زده کول پيل کړي کوم چې تراوسه دوام لري۔

ټي اين اين سره د مرکې په مهال پينځويشت کلن خيبرخان وويل چې له اوله ئې رباب د ټولنې له ويرې په پټه غږولو چې په دغه کار کښې هغه نه شو کولې چې د کوم استاذ خوا له ورشي او زده کړه ترې ترلاسه کړې خو ولې ورسته د پوهتون همزولو هغۀ له داد ورکړ او هغۀ ئې دې لاري ته چمتو کړو چې د رباب چل زده کړي۔

ده وويل چې د خپل شوق پورہ او رباب غږولو لپاره هغۀ وکړې شول چې د يوټيوب نه استفاده واخلې او هم د دغه لارې د رباب زده کړې ترلاسه کړې۔

خيبرخان چې د يوې سياسي کورنۍ سره تعلق لري په خپلو خبرو کښي وائې په کورنۍ کښې ئې نور څوک د رباب غږلو ارده نلري خو ولې مشران ئې وائې چې په نيکونو کښې يو نيکه ؤ چا چې به په خپل وخت کښې د ستارغږولو شوق لرلو۔

خيبر په دي خبره مطمئين دې چې په ټولنه کښې ئې خلک فن ته تر څه حده په درنه سترګه ګوري

خيبر په دي خبره مطمئين دې چې په ټولنه کښې ئې خلک فن ته تر څه حده په درنه سترګه ګوري او په بيلا بيلو محفلونو او پروګرامونو کښې ترې د رباب غږولو غوښتنه کوي خو ولې بيا هم څه خلک د هغۀ په فن ټکونه کوي او وائې چې له دې په ځاې بل کوم هنر زده کړه۔

ټي اين اين سره خبرو کښې ده وويل ” رباب غږول يو ګران او خوندورفن دې ولې چې د ګوتو له لارې د رباب په تارونو کښې نغمه غږول او د هاغه نغمې په ذريعه د اولس پام ځان پله راړول د يو تکړه هنرمند کار کيدلائ شي “۔

د خيبر په وينا هغۀ د پاکستان پشمول په بهر هيواد کښې هم د رباب له لارې د خلکو زړونو ګټلې دې او دې لړ کښې ورته په چين کښې شوي کلچر ايکسچيج پروګرام کښې د هغه ځاې د خلکو لخوا په غوره ګارګردګي تعارفي اسناد ورکړي شوي دي۔

چين کښې شوي کلچر ايکسچيج پروګرام کښې هغه ته تعارفي اسناد ورکړې شوې

د خيبر ترمخه په يوۀ داسې سيمه کښې رباب غږول د ځان لپاره وياړ ګڼي چرته چې د بدامنۍ له وجې د دغه سيمې اولس د ټنګ ټکور د پروګرامونو ترڅنګ د موسيقۍ د توکو څخه په ډډه ساتلې شوي وو۔

په خپلو کښې خيبرزياتوي چې د خپلو تعليمي زده کړې سره سره هغه غواړي چې رباب غږول هم مخ پروړاندې بوځي ولې چې موسيقي د امن نخښه ګڼلې کېږي او په اوسني وخت کښې پښتون قام ته د هر څه نه وړاندې د امن ډير ضرورت دے۔

Show More

Related Articles