مونږ څنګه کولې شو چې خپل ځوان کهول له نشې څخه وساتو ؟

په دوکان کښې به ښکاره جاره سيګريټ خرڅيږي او د هغه سيګريټ په ډبه به ليکي شوي وي چې "پام وړ! د تماکو څښل صحت د پاره تاواني دي"

سائيکاټرسټ ډاکټر اعزاز جمال

مخدره مواد ( منشيات) په اوسني وخت کښې يوه لويه ستونزه جور شوې چې له وجې ئې  ژوند په ټپه ودرېدلي نشه اي خلک د خپل ځان دښمنان او د خدائ ناشکره بندګان وي ولې چې دوي د خداۍ ورکړي شوي ژوند ته هيڅ د قدر په سترګه نه ګوري او د نشي د لارې دغه قيمتي ژوند تباه کوي۔

نشه اي توکي خرڅونکي خلک نه يواځې د دې هيواد دښمنان دي بلکې له درې سره سره د هغه ګل ګل ځوانانو هم مجرمان دي څوک چې دوي په نشه اموخته کوي ولې چې ځوانان د يو هيواد مسقبل بللې شي خو که چرې دغه مستقبل د نشي په لاس ورشي نو ممکنه نه ده چې د هيواد مټې مضبوطې شي او د نرۍ سره سيالي وکړي۔

که چرې مونږ فکر وکړو په ملک کې د مخدره موادو موخه ډېره په تيزۍ سره مخ پر وړاندې روانه ده کومه چې يواځې ځوان کهول نه بلکې ټول قام په خپل غيږه کښې اخستي دې د دې مخدره موادو د استعمال بنيادي وجه د دين نه لرى والى دې او د دې موادو د استعمال د زيان نه ناخبري ده همدارنګ د روزګار نيشتوالى او ورځ تربله ورځ ګراني هم سړې دغه لارې بيائې کومه چې د ژوند د تباهي لاري ګرځي۔

په موجوده وخت کښې د شرابو سره سره تمباکو څښل نه يواځې نشه جوړه شوي بلکې د يو کاروبار شکل ئې نيولې دې چې پکښې يو شمير خلک ککړ دې په دوکان کښې به ښکاره جاره سيګريټ خرڅيږي او د هغه سيګريټ په ډبه ليکي شوي وي چې “پام وړ! د تماکو څښل صحت د پاره تاواني دي” خو بيا هم د سيګريتو د کارخانو د مخنيوي لپاره کوم کوټله ګامونه نه پورته کيږي۔

پخوا به مود نارينه نشه يانو خبري تر غوړو کيدلې خو ولې په ننني وخت کښې د ځوانان ترڅنګ زمونږ د ټولنې پيغلې هم د نشي کولو ښکاره شوي د صوبې په يو شمير ښارو کښې هلکان او پيغلې په شريکه د ششي څښلو په نشه اموخته دي کوم چې اوس د فيشن شکل اختيار کړې دې په ښارونو کښې باقاعده له دې نشي کولو لپاره بيل بيل ځايانو جوړ شوي چرته چې تنکۍ تنکۍ ځوانۍ د لوګي په زور اوبه کيږې خو وله بده مرغه په ضد ئې څوک عملي ګام نه پورته کوي۔

دغه رنګ د سيګار څکل هم  د شتمني نخښه ګرځيدلې تر څو چې د مخدره موادو د استعمال د زياتوالي سببونه مو نه وي ختم کړي تر هغې د دې لعنت نه خلاصون نشي کيدى دولت ته په دې لړ کې جدي ګامونه اخستل پکار دي.

* د مخدره موادو استعمال د اسلام په نظر کې:- مخدره مواد داسې يو لعنت دې څه چې زموږ ټولنه د وينو په طرز خوري. په اسلام کې د مخدره مواد په استعمال کلک بنديز دې. په قرآن کريم او حديثو کې د دى د کارولو نه په کلکه منع کړې شوې تر دې چې د نشى په حالت کې لمونځ کولو اجازت هم نيشته. پاکستان کښې په مخدره موادو کې چرس، کیمياوي دارو، پوډر (ہیرویین) گټکا)(؟) شيشه او داسې نور مواد کاريږي. د دې سره ځينى خلک د نشو پیچکاري هم کاروي. په يوه تازه رپورټ کښې دا پخلى شوى چې په پاکستان کې شاوخوا يو لکه نفر ايچ ائي وي جراثيم په وينه کې لري او په دې کې اويشت فيصده هغه خلک دي چې د پيچکاري د لارې مخدره مواد کاروي. د پېچکاري استعمال د وجود مهمو برخی لکه يينه، پښتورګي ته تاوان ورکوي او دغه رنګ داسې خلک روغ صحت نه بى برخې پاتې شي

ښځينه: د مخدره موادو استعمال په ښځو کې هم په زياتېدو دې. د نشې دارو، شيشه او سيګرټ نن سبه ښځې هم په ګڼ شمېر کاروي. د مخدرو موادو د مخى نيولو دولتي ادارى د يوه رپورټ له مخې دغه ښځينه کې دوه کم اويه فيصده تعليم لرونکي ښځينه دي. دوه کم څلوېښت فيصده خو داسې هم دي  چې ده پوهنځيو او پوهنتونو محاصيلنى دي. په دې کښې اوويا فيصده داسې دي چې د ملګريو سره ئې شوقي د نشى پېل کړى دي. هاسټل کې اوسېدونکى جينکۍ د دې زيات ښکار کېږي. د شيشى استعمال په جينکو او هلکانو دواړو کې زياتيږي او چې څوک يې په ډلو کې څکي نو هغه د ټي بي د مرض ښکار کيږي.

* د نشې کونکو نخښې: غوصه کونکي، د مکتب په ازمايښتونو کې پاتې راتلونکي، د مکتب نه پټېدونکي، په وجود کې بدلون راتلل، د خوب ګډوډي، د خرڅ زياتوالې، وجود کښې ستړيوالى

* دولت: زموږ دولت او امنيتي ادارې نشي کولې چې د مخدار مواد (منشيات) په پلورلو قابو ومومي نو له دې له امله دغه زموږ ټولو مسولیت دې چې خپل چم ګاونډ کې په داسې خلکو نظر وساتو

* علماﺀ: د علماؤ هم مسولیت دې چې د جمعې په خطبه کښې اولس ته د دې د تاوانونو په حواله پوهه ورکړي څو چې ځوانان د دې نه وژغورل شي.

* کوروال: مور او پلار ته پکار دي چې په خپلو ماشومانو نظر وساتي. هغو ته مينه او وخت ورکړي او د ضرورت نه زيات خرڅ دوي ته ورنکړي.

* رسني: رسنیو ته پکار ده چې د پروګرامونو، ډرامو، او د کارټون په شکل کې په خلکو کې په دې حواله پوهه زياته کړي.

*استاذان: استازانو د مسوليت جوړيږي چې خپلو محصيلينو باندې نظر وساتي ولې چې دغه محصلین د دوي سره د قام امانت وي پکار ده چې دوي يې داسې وروځۍ چې دوي د نشو نه وژغورل شي.

Show More

Related Articles