راحيله خان : سندرې ويل مې د رزق ګتلو لاره جوړه شوې

هغې د تير يوکال راهسې په باقاعده توګه د سندرو او غزلو ترڅنګ په کاکړو غاړو هم خپله غاړه تازه کړې او د هغې د لارې ئې په اولس ځان پيژندلې

ناهيد جهانګير

“چې کله به مې د نازيه اقبال سندرې اوريدې نو زما به هم شوق پيدا شو چې زه هم د هغې په رنګه سندرې ووايم خو ولي نن ما په باقاعده توګه سندرې ويل شروع کړې دي او تراوسه مې يو شمير خلکو ته خپل غږ رسولې دې”

د نوښار پيغله راحيله خان د تيريو کال راهسې په پيښتو ژبه کښې سندري وائې او هم له دغه لارې د خپلې کورينۍ پالنه کوي هغې ټي اين اين ته په ځانګړي مرکه کښې وويل” ما تر اووم جماعته پورې زده کړې ترلاسه کړې او بيا مې خواهش ولرو چې د نازيه اقبال په رنګه د سندرو د لارې په اولس ځان وپيژنم”

د نورو زنانۀ هنرمندانو په رنګه راحيله خان ته هم خپلې کورينۍ د سندرو ويلو اجازات نه ورکوؤ خو ولې د هغې د شوق له وجې ئې پلار مجبور شو چې خپلې لور پخپله د سندرو ويلو هنر زده کړي۔

راحيله خان ټي اين اين ته وويل چې د پلار څخه زده کړې ترلاسه کولو نه پس هغې د تير يوکال راهسې په باقاعده توګه د سندرو او غزلو ترڅنګ په کاکړو غاړو هم خپله غاړه تازه کړې او د هغې د لارې ئې په اولس ځان پيژندلې دې۔

سندرغاړې راحيله خان په خپلو خبرو کښې وويل چي اوس د آصف استاذ نه د فن زده کړه کوې خو ولې زمونږ کورنۍ هم د خپل پلار نيکه راهسې د هنر مندۍ  سره تړاؤ لري ولې چې د هغې پلار ورو او يو بله خور هم د موسيقې په ميدان کښې خپلې چاري ترسره کوي۔

“زما بله خور الفت هم سندري وائې مونږ دواړه په شريکه ريهرسل کوؤ سندري ويل يو ګران کار دې او په دغه ګران کار کښې زما خور او د کورينۍ نور غړي پوره پوره مرسته کوي ولې چې زما يو ورور باجه او بل په تبله غږلو کښې استاذ دې”

راحيلې تراوسه پورې دوبۍ او قطر ته سفر کړې چرته چې هغې د سيټج د لارې خپل مئينه والو ته سندري ويلي او له هغوي نه بلها شې داد ترلاسه کړې دې۔

هغه وائې په سټيج د سندرو نه علاوه ئې يوڅو البم چې په غزلو او مصرعو مشتملي دي ريکارډ کړې دي۔

په خپلو خبرو کښې راحيله زياتوي چې هغۀ د فن په نړۍ کښې د غوره او معياري کار په وجه خپل نوم ګټل غواړې  هغه وائې چې هم دغه لاره ده چې راحيله پرې د خپلې ژبې خدمت کولې شي۔

Show More

Related Articles