د ښځو نړيواله ورځ: نامتو ليکواله روشن کليم سرهندي وپيژنئ

زه په خپل ژوند کښې ډيره مطمئينه يم خو زه په خصوصي د هغه زنانؤ او هغه بچو لپاره هلي ځلي کوم څوک چې د خپل حقونو نه محرومه ساتل شوي

سلمان يوسفزے

هر کال د مارچ مياشتې اتمه نيته په ټوله نړۍ کښې د ښځو نړيواله ورځ نمانځلې شي سږکال په دغه مناسبت ټي اين اين د خيبرپښتونخوا د هغه ليکوالې ميرمن سره مرکه کړې چا چې په نزدي ورځو کښې خپله وړومبۍ شعري مجموعه چاپ کړي ده۔

روشن کليم سرهندي د ملاګنډ ضلعي په تاڼه کلي کښې زيږدلې او وړومبي تعليمي زده کړې ئې هم په کلي کښې ترلاسه کړي خو ولي چې کله وداه شوۀ نو د خاوند د روزګار له وجې پيښور ته په کډه راغلي او له تيرو ديرشو کالو راهسې په پيښور کښې د خپلې کورينۍ سره ميشته ده۔

شپيته کلنه روشن کليم وائې چې په کال دوۀ زره اتم کښې په هوميو پيتک کښې د (ډي ايچ ايم ايس) ډوپلوامه خو ولې له هغې وړاندې ئې د ايل ايچ وي ډپلوامه ترلاسه کړي ده۔

ټي اين اين سره په خبرو کښې روشن کيلم وويل چې هغه د يوې ادبي کورينۍ سره تعلق لري نو ځکه ئې د وړوکوالي نه د شعرو شاعري سره شوق لرلو خو ولي چې کله ئې څلور کاله وراندې ورور وفات شوي نو په هغه ئې د مرثيۍ د ليکلو سره د ادب لاره خپله کړي ده۔

روشن کليم په نزدو ورځو کښې د “خاموشه چغې” په نامه خپله وړومبۍ شعري مجموعه چاپ کړې چې پکښې د هغې په وينا زياتره غزلې او نظمونه ليکلې شوي دي۔

هغه وائې په پښتنه ټولنه کښې د يوې زنانه لپاره ډيره ګرانه ده چې هغه په دا رنګ ادبي سرګرميو کښې برخه واخلي او بيا دومره وکړي چې د ډيرو ذمه واريو باوجود هغه کتاب چاپ کړي۔

په خپلو خبرو کښې روشن کيلم وويل ” خاموشه چغې زمونږ په ټولنه کښې هغه ناڅرګند نوم دې کومې چې زمونږ په چاپيرچل کښې يو شمير زنانؤ د خپلي ناوړي رسمونو او رواجو له وجې په خپلو سينو کښې خوندي کړي خو ولې ما هڅه وکړه چې دغه چغې د کتاب د لارې خلکو ته وړاندې کړم”

روشن کليم سرهندي په باقاعده توګه ادبي زده کړي د پروفيسر ډاکتر سلمي شاهين، شير زمان سيماب او د ثمينه قادرترلاسه کړې او هم د هغوي په ډاډګيرانه ئي خپل کتاب د پيښتو ادب ځولۍ ته سپارلې دې۔

د روشن کليم سرهندي وړومبي شعري ټولګه د خاموشه چغې په نوم چاپ ده

د زنانؤ د نړيوالې ورځ په مناسبت سره هغې وويل چې د کله نه په ښه او بد پوهيدلې نو له هغه وخته ئې ليدلې چې په پښتنه معاشره کښې زنانؤ ته خپل بنيادي حقونه نه ورکړې کيږي هغوي په خاموشه نظر د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره چغې وهي خو ولې هغه چغي څوک نه اوري او که اوري ئې هم نو دومره پاملرنه ورته نه کوي څومره چې پکار وي۔

هغه وائې ” که زمونږ په معاشره کښې کومه زنانۀ ګونډه شي نو سخرګنۍ ئې پرې سرې جامي اغوستل بند کړې او د هغي د کونتون سره د هغې د ژوند تيرولو احساسات هم مړه کړي او کله کله ئې ليور ته په دې وجه واده کړې چې ته زمونږ د کور عزت ئې خو ولې له هغې نه چا دا پوښتنه ونکړه چې ته په دي فيصله رضا ئي او که نه”

روشن کليم ټي اين اين ته وويل” هغه غواړي چې کتاب ئې د زنانؤ نه سيوا نارينه وګوري ولې چې مونږ ته کله هم خاوند، پلار او زوي خپل حقونه نه راکوي که زه خپله خبره وکړم نو زه په خپل ژوند کښې ډيره مطمئينه يم خو زه په خصوصي د هغه زنانؤ او هغه بچو لپاره هلي ځلي کوم څوک چې د خپل حقونو نه محرومه ساتل شوي دي”

هغه وائې بايد زنانۀ خپلواکه جوړه شي ولې چې ترڅو به يوۀ زنانۀ د يوې سړې لاس نيسي ترڅو به هغۀ په سړي اعتماد کوي که چيرې سړې د زنانۀ په معيار پوره ونۀ خيژي نو زنانه به بيا څه کوي که هغه چرې په خپلو خپو ولاړ وي نو هغه کولي شي چې د ځان پشمول د خپلو بچو ښه تربيت وکړي۔

روشن کليم سرهندي زياتوي چې هغه په موجود وخت کښې په يو ليډيز کلب کښې کار کوي چرته چې د هغې پشمول پينځه نوي زنانۀ د بے وسه او لاچاره کورينو لپاره د روزګار بندوبست کوي هغه وائې مونږ ټولې زنانۀ څوک چې د ليډيز کلب برخه دي د خپلو پيسو نه لږي لږې پيسې راټولي کړو او په هغې په قبائلي سيمو کښې د بے وسه خلکو لپاره په کورنو کښې د روګار بندوبست کوؤ۔

د ښځو نړيوالې ورځ اتم مارچ په مناسبت سره روشن کليم سرهندي په خپلو خبرو کښې وويل چې د خپلو تور سرو خيال وساتئ له هغوي نه قلم او کتاب مه تروړئ هغوي د علم په کالو خائسته کړې او هغوي ته شعور ورکړې او په هغې رڼا کښې د هغوي د ژوند فيصله وکړئ هله به دپښتو په معاشره کښې بدلون راشي۔

Show More

Related Articles