د خښتو بټۍ د پېښور ماحول لپاره د تباهۍ سبب دي

که هر څو دغه شېنکې او ښکلې نظارې لرونکې  سربند د ژوند تیرولو لپاره یوه موزو سیمه ګڼل کیږي ولې د بده مرغه د دې قدرتي حسن په سپین مخ د خښتو د بټو لوګي تور داغونه لګولي دي

قېصر خان:

د پېښور کلي والې سېمې سربند د شینکي له کبله زړه راښکونکې نظارې لرې او د ښار شور او ګند نه راتلونکو ته پکښې د زړه سکون مېلاویږي. دغه شنه پټي او قدرتي ښکلا والا سیمه د ښار د ګاډو شور او د بي آر ټي د خیچنوالي نه صرف په څو میله فاصله کښې ده.

که هر څو دغه شېنکې او ښکلې نظارې لرونکې  سربند د ژوند تیرولو لپاره یوه موزو سیمه ګڼل کیږي ولې د بده مرغه د دې قدرتي حسن په سپین مخ د خښتو د بټو لوګي تور داغونه لګولي دي.

د سربند د لوئي سړک غاړې ته دغه شنو پټو نه علاوه د آبادۍ مينځ کښې هم دوه او درې سوه میټره فاصله کښې د خښتو بټې چالو دي کومې نه چې هر محال تور لوګي خیژي.

د ماحولیاتو د تحفظ صوبائي ادارې تر مخه خېبرپښتونخوا کښې اته سوه پورې د خښتو بټۍ دي چې پکښې درې سوه پورې صرف پېښور کښې دي.

د خښتو په پيدوار راتلونکې خرڅ کمولو په غرض د بټو مالکان دې کښې غیرمعیاري سکاره، وړاندې نه استمال شوې تېل، زاړه ټائرونه او د پلاسټک نور سامان پکار راولي د کومې زهرجن لوګې چې د خواؤشاه اوسیدونکو زرګونو خلکو د صحت لپاره یو مستقل خطره ده.

“ټول ښار لګیا دې او مونږ ته بټو کښې سوزولو لپاره خشاک جوړوي” د سربند یو بټۍ کښې مزدوري کوونکې ظاهر ګل هغلته پروت د پلاسټک او د ربړ مختلف قسمه سامان ته اشاره وکړه او وې ويل.

” د پلاسټک بوتل نه تر زوړ پیزار او د ربړ ټائرونو پورې چې څه څیز هم اور نیسي مونږ هغه سوځؤ”

ټي اېن اېن سره خبرو کښې ظاهر ګل اوېل چې ښار کښې بلها د کباړ کاروبایان دي چې صرف دوي لپاره دا خاص مواد جمع کوي. بټۍ کښې روزانه په بنیاد څلویښت زره پورې خښتې تیاریږي د کومې لپاره چې دوي سکرو سره پلاسټک د خشاک په توګه سوځوي. ده زیاته کړه.

د ماحولیاتو د تحفظ قانون  ۲۰۱۴ د خښتو بټو کښې په ربړ او نور داسې غېرمعیاري شیانو په سوزولو بندیز لګولې دې او بل دا چې قانون تر مخه یو تن یا کارخانې ته هم د یو خاص مقدار (خېرپښتونخوا انوائرنمنټل کوالټي سټېنډرډز ) نه زیات لوګي خارجولو اجازت نېشته.

د موسمي بدلون او ماحولیاتي تحفظ په لړ کښې کار کوونکې نړي والې ادارې کلائمېټ اېنټ کلین ائیر کولېشن د یو رپورټ مطابق د نړۍ شل فیصده تور کاربن لوئي زریعو کښې د سټيل او اوسپنې صعنتونو سره سره  د خښتو بټۍ هم شاملې دي.

رپورټ کښې تور کاربن د همالیه ټولې خطې لپاره خطرناک بلل شوې چې دې له وجې د واؤرې غرونه (ګلیشئیرز) ويلې کېدو شرح سيوا کیږي او د ګلوبل وارمنګ یعنې د زمکې د تودخت سبب ګرځي.

د کاربن زیات مقدار کښې خارجېدل نه صرف د ګلئیشئیرز وېلي کېدو له وجې د سیلابونو راتلو سبب ګرځي بلکه دې سره د بارانونو او په خصوصي توګه د پشکال بارانونو نظام او شدت کښې هم بدلون راځي او نتیجه کښې همیشه د اوبو او خوراک تحفظ خطرې سره مخ کیږي.

د پيښور انجینئیرنګ یونیورسټۍ اسسټنټ پروفیسر او د موسمي او ماحولیاتي چارو ماهر ډاکټر آصف خان تر مخه د خښتو بټو کښې سوځول کېدونکې زاړه ټآئرونه او د ربړ نور څیزونه د ګرین هاؤس ګیسونو اخراج حوالې سره بدترین څیزونه دي.

“ګرین هاؤس ګېسونه په حرارت کښې اضافې سره نه صرف په مقامي بلکه د ټولې نړۍ په ماحول بد اثر پریباسي” ټي اېن اېن سره خبرو کښې ډاکټر آصف اوېل او زیاته ئي کړه چې ګرین هاؤس ګېسونو اخراج سره د هوا معیار خرابیږي، د ګرمۍ شدت کښې ورسره اضافه کېږي، د سموګ (د لړې او لوګي ګډون سره جوړېدونکې صورتحال) سبب ګرځي او په صحت ئي هم ډیر بد اثرات وي.

ډاکټر اصف زیاته کړه چې د خښتو بټو کښې د سکرو یعنې کوئلې سوځولو سره هم کاربن خارجیږي ولې دا رنګ مونږ د موسمي بدلون اثراتو نه بچ کېدو په اړه پيرس کښې شوې نړې والې معاهدې خلاف ورزي کوؤ چې پکښې د کاربن اخراج په کمولو اتفاق شوې وؤ.

ده اوېل چې د ختو بټو کښې نوي ټیکنالوجي راؤړلو سره مونږ د کاربن اخراج کمولې شو او دې سره تړلې د صحت نورو مسئلو باندې قابو موندلو لپاره دا هم پکار ده چې دا بټۍ د آبادۍ نه لرې چرته شاړو زمکو ته منتقل کړې شي.

د آغا خان یونیورسټۍ د یو څیړنې تر مخه د ساه بیمارۍ ټولو نه زیاتې هغه کسانو کښې مخې ته راځي څوک چې د خښتو بټو کښې کار روزګار کوي. دغه خلکو کښې مستقل او پوخ ټوخې، بلغم، خطرناک ټي بي، ساه لنډۍ او ساه بندۍ رنځونه ډیر عام وي.

د خېبرټيچنګ هسپتال ډاکټر مختیار زمان تر مخه هوا کښې د سلفر ډائی اکسائیډ عام شرح اتیا پي پي اېم پورې وي ولې د خښتو بټو سره نژدې سیمو کښې د دې شرح څوارلس زره نه تر اوویشت زره پي پي اېم پوري وي د کومې چې انسانو سره سره په مېوؤ، سبزیانو او نورو ونو بوټو او فصلونو هم بد اثرات وي.

ډاکټر مختیار زمان وائي چې د مختلفو ګېسونو اخراج سره د بټو خوا ته اوسیدونکو کښې د پهیپهړو، د وخت نه وړاندې بوډا کېدو او د سترګو رنځونه رامخې ته کیږي. ده اوېل چې دې نه علاوه خښتو لپاره خټه جوړونکو کښې د معدې مسئلې هم عام وي.

د خښتو بټو نه ونو بوټو او فصلونو ته هم سخت زیان رسیږي. بټو کښې د کوئلې، ربړ، پلاسټک یا ټائرونو سوځولو سره نه صرف د ګرین هاؤس ګېسونه خارجیږي بلکه دې سره هوا کښې تور زرات ( ایره) هم خارجیږي. پيښور کښې د څېړنکارو یو ټیم خپل یو تحقیق کښې وئیلې چې د پيښور خواؤشاه سیمو کښې د آم، خوبانۍ او الوچۍ ونو ته د رسیدلي نقصان یوه لویه وجه هائیډروجن فلورائيډ ( تور زرات یا ایره) ده او دا ایره د خښتو بټو سره نزدې سیمو کښې زیاته په نظر راځي.

د ماحولیاتي تحفظ ادارې اي پی ای د چیف انالسټ محمد ارشاد ټي اېن اېن سره خبرو کښې وئیلې چې د دوي بنیادي مقصد د خښتو بټو کښې د ربړ څیزونو استمال کمول دي او دې لړ کښې اي پي ای صوبه کښې یو نيم سل د خښتو بټو مالکانو ته نوټسې ورکړې یا ئي جرمانه کړي دي.

د محمد ارشاد تر مخه بټو کښې د ربړ په استمال د پيښور ضلعې انتظامئی د یو سل څلور څلويښت دفعې لاندې بندیز هم لګولې دې.

د کلائمېټ اېنډ هېلته ریسرچ نېټ ورک د یو رپورټ تر مخه بهارت نه پس پاکستان په جنوبي ایشیا کښې ټولو نه زیاتې خښتې جوړونکې ملک دې او دلته هر کال قریباً شپږ څلويښت اربه خښتې پیدا کيږي.

په دومره لوئي کچ د خښتو پیدوار لپاره ملک کښې د کوئلې د مجموعي پیدوار کلیز سټاک یو څلويښت فيصده خرچ کيږي.

د خښتو د بټو فضائي الودګۍ مخنيوي لپاره د ماحولیاتو تحفظ ادارې اي پی ای د زګ زېګ ټیکنالوجۍ راړولو فېصله کړې ده. ادارې په دې غرض پيښور کښې د پنځوس لکه روپو په لګخت یو ماډل بټۍ جوړولو اراده کړې او طمع لري چې دې ماډل او دې فائدې کتلو سره به د زړو بټو مالکان هم دې نوې ټیکنالوجۍ ته منتقل کېدو ته غاړه کيږدي.

د اي پي ای ترمخه په زړو روایتې او زګ زېګ بټۍ کښې فرق وي. روایتي بټۍ کښې هوا یو نېغ لائن کښې چليږي او تنور کښې ډیر لګ ساعت د پاره ایساریږي او دا رنګ خشاک سره د هوا ګډېدو لپاره وخت ډیر کم مېلاویږي چې له وجې اوور په یو مقدار او شدت سره نه بلیږي. ولې مقابله کښې زګ زېګ بټۍ کښې خښتې داسې ترتیب سره اېخودې شوې وي چې هوا پکښې سیدها تیرېدو په ځآئي مختلف اړخونو ته تاویږی راتاویږي او دا رنګ تنور کښې زیات وخت ایساریږي. تنور کښې د هوا زیاتې ایساریدو سره اوور ښه شان سره بلیږي او دا رنګ د خښتو پخلي لپاره یو شان او موضوع حرارت مېلاویږي.

د سپریم کورټ لخوا ټاکل شوې ماحولیاتي کمېشن هم د بټو مالکانو ته د روان کال آخر پورې مهلت ورکړې او واضحه کړې ي ده چې کومه بټۍ هم زګ ژېګ ټېکنالوجۍ ته منتقل نه کړې شوه نو بندولې به شي.

بل اړخ ته د بټو مالکانو تور لګوي چې نوې ټيکنالوجۍ ته منتقل کېدو لپاره حکومت دوي سره جائزې مرستې نه کوي.

په دې اړه د صوبې د خښتو بټو تنظیم جنرل سیکرټري حاجي آئين خان وائي چې په ربړ او نور ممنوعه څیزونو په سوځولو بندیز په اړه نه صرف دوې پخپله د ماحولیاتي تحفظ ادارې مکمل مرسته کوي بلکه په خلاف ورزۍ کوونکو دوې خپله د جرمانې لګولو اعلان کړې دې.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې حاجي آئین خان اوېل چې د بټو مالکانو نوي ټیکنالوجې ته اوړېدو ته تیار دي ولې دا په سمدستي توګه ممکن نه ده. دې لپاره تربیت لرونکې مزدوران او سرمایه پکار ده او دا دوانړه دوي سره کمې دې.

دوي اوېل چې د ملک ټول صعنتونو ته حکومت لخوا سبسډي مېلاویږی ولې د خښتو د بټو د صعنت دا حل دې چې سرحد چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټري ورته رجسټریشن هم نه ورکوي. “زمونږ صعنعت په زرګونو بیروزګارو ته روزګارونه ورکړې ولې بیا هم پخپله بنیادي سهولتونو نه محرومه یو” د تنظیم مشر اوېل.

د اي پي ای د موسمي بدلون څآنګې ډپټي ډائریکټر افسر خان هم دې خبرې سره اتفاق کړې چې د خښتو بټو نه وتونکې سلفر اکسائیډز، نائیټروجن ډائی اکسائیډ، کاربن ډائی اکسائیډ په رنګ خطرناک ګیسونو باندې مشتمل تور لوګې نه صرف انسانانو د پاره بلکه د ونو بوټو لپاره هم خطرناک دې.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې افسر خان اوېل چې زګ زېګ ټېکنالوجۍ ته منتقلۍ سره به د خښتو بټو د کوئلې خرچ څلويښت فیصده کم شي او دې سره به نه صرف د زهریلا ګیسونو اخراج کښې کمې راشې بلکه د ښه معیار خښتو پیدوار کښې به هم اوویا نه تر نوي فیصده پورې اضافه اوشي.

 

۔

 

Show More

Related Articles