د هلکانو سره ولې په ټريک سوټ کښې لوبه کوې ؟

هغي تراوسه په بيلا بيلو مقابلو کښې يولس تمغے او دري ميډلونه ګټلي او له دې ترڅنګ هغې په نيشنل جونئير کښې دريم پوزيشن هم ترلاسه کړې

خالده نياز

” د خاندان خلک رانه په دې خبره بے ځاره دي چې زه ولې ټيبل ټينس لوبوم او بهر ته ځم هغوي وائې جينۍ ئې نو بيا ولې  په ټريک سوټ کښې بهر ګرځي او د هلکانو سره لوبه کوي خو ولې زه خپله په دې خبرو هډو پرؤا نه لرم زما مور او پلار زما ملاټر دې او هغوي غواړي چې ټيبل ټينس ولوبوم”

دا خبرې د ټيبل ټينس دولس کلني لوبغاړې عليشبه ټي اين اين سره د مرکې په مهال کړي عليشبه دا مهال په اتم ټولګي کښې زده کړي ترلاسه کوي د هغې د وړوکولې نه د لوبو سره مينه ؤه نو ځکه ئې يو کال وړاندې د کورنۍ په مرسته ټبيل ټنيس لوبول شروع کړي دي۔

ټي اين اين سره د خبرو په مهال عليشبه وويل زه خپله ټوله پاملرنه خپل تعلم او پريکټس ته ورکولو که چرې ما د خلکو خبري اوريدل شروع کړل نو مکنمه نه ده چې زه خپل شوق سرته ورسوم۔

علشيبه وائې سحر سکول ته د تلو نه پس هغه روزانه تر دريو نه شپږ ساعتونو پوري خپل پريکتس ته وخت ورکوي هغي وويل د سکول چوټي ورسته دوۀ ساعتونو د سکول کار ته هم ورکوي او هر کال په پينځه غوره پوزيشنونو کښې راځي۔

د عليشبه ترمخه هغي تراوسه په بيلا بيلو مقابلو کښې يولس تمغے او دري ميډلونه ګټلي او له دې ترڅنګ هغې په نيشنل جونئير کښې دريم پوزيشن هم ترلاسه کړې د کوم لپاره چې هغي د چارسدې پشمول ايبت آباد ډيره اسماعيل خان او صوابۍ ته تګ کړے دے۔

“زه اوس د چائينه لپاره ګمارل شوي يم په کومه چې زه ډيره خوشاله يم ولې چې دا زما او زما د کورينۍ لپاره د وياړ خبره ده هلته به مونږ دري مياشتې تيرؤ زما انتخاب د مقابلو نه پس شوې په کومو کښې چې ما څلور لوبي ګټلي او يوۀ بائيلي ده”

“عليشبه وائې بايد نور جينکې هم د لوبو ميدانونو ته راشي ولې چې هر انسان ته په ژوند کښې يو موقع په لاس ورځي يو ځل له کوره وتل ګران وي خو ولې بيا انسان ځان له پخپله لاره پيدا کوي خو ولې دا هر څه دکورنئ په مرسته کيږي په کومه کښې زما مور ما سره ډير مرسته کوي هغه زما د خوراک، ټريک سوټس او نورو بنيادي څيزونو ډير خيال ساتي ”

هغي وويل چې کله هم په لوبو کښې بريالۍ شي نو مخالفين هم ستائينه کوي کو ولې له بد مرغه بيا هم زمونږ په ټولنه کښې د يوې جينۍ لپاره ډيره ګرانه ده چې هغه له کوره بهر په لوبو کښې برخه واخلي۔

نورو جيکنو ته د پيغام ورکولو په وخت عليشبه وويل تاسو هم د خپلو جائزو خوبونو پوره کولو لپاره بهر ته وتلې شي ولې چې جينکۍ هم د غوره کار کولو سره د خپل قام او خاوري نوم روښانه کولې شي۔

Show More

Related Articles