د شاعر شين ملنګ قيصه له هغه د خلې واورئ

هغه زياترۀ اسماني رنګې جامي په غاړه کوي او همدا رنګ ئې د لاسو ګوتمې او ان تر دې چې د خپل ګاډي رنګ ئې هم آسماني کړے

سي جے رضيه محسود

په ښکلوالي او لوړو غرونو پيژندلې شوې سيمه شمالي وزيرستان نه يواځې د دغه ځاے د خلکو د غيرت او ننګ په نامه ياديږي بلکې د ادب په اړه دغه خاوره هم ډيره زرخيزه ګڼلې کيږي کومې چې يو شمير قابل او پوهه خلک زيږولې دے۔

په دغه پوهه او قابل خلکو کښې يو په کال نورلس سوۀ دوۀ اتيا کښې  د جنوبي وزيرستان لدها تحصيل ژئي لنګر خيل کښې زيږدونکې شبيراحمد ( چې خلک ئي د شين ملنګ په نامه يادوي) د خپلې خوندوي شاعرې لکبله په لږ وخت کښې ځان په اولس پيژندلې دے۔

د شين ملنګ په وينا هغه له وړوکوالې څخه د شعر او شاعرۍ سره مينه لره او اکثره به ئې د وادۀ په موقع “ټپې ويلي کومې چې به خلکو ډيرې خوښولې۔

د شين ملنګ ترمخه په عشق کښې ناکامي د هغه د شعر ويلو او ليکلو لاره جوړه شوي هغه په اتم جماعت کښې ؤ چې د خاندان په يو جينۍ  ئې زړه وبائيلو او دواړؤ تر دوۀ زره پينځلسمه پوري پټه مينه وکړۀ۔

د شين ملنګ ترمخه د دوي په پاکه او مقدسه مينه کښې د نور کله په رنګ دښمن سماج لاس وهنه کړې او د کورينۍ شخړو لکبله هغه د خپلې مينې نه محرومه شوےدے۔

شين ملنګ ترمډله تعليمي زده کړې ترلاسه کړې او بيا ئې په کورينۍ کښې د تره لور سره وادۀ شوې او هم له هغه وخته ئې شعر ويل پيل کړي دي۔

شين ملنګ په وينا هغه زياترۀ اسماني رنګې جامي په غاړه کوي او همدا رنګ ئې د لاسو ګوتمې او ان تر دې چې د خپل ګاډي رنګ ئې هم آسماني کړے ، هغه يو ډرائيور دې او د ډيره اسماعيل خان او وزيرستان نه علاوۀ په ټول پاکستان کښې ګرځيدلے دے۔

 

د هغه تحلص “شين” هم يو ځانګرې قيصه لري ولې د هغه د مئين سترګي شيني وې نو ځکه ئې په ځان دغه نوم ايښودلې دې ولي بلخوا په ميسديانو کښې د ډيرې ستړي والي او مايوسي د اظهار لپاره يو دا متل ويلې چې ” زيتي مې زړه شين شه”

د شين ملنګ ترمخه له کومې جينۍ سره چې مينه وۀ هغې ده ته ډير انتظار کړې ؤ خو ولي د کورينۍ د فشار له وجې هغه بل چا ته وادۀ شوي او وس هغه د يو بچي مور ده۔

د هغه په وينا تراوسه د پښتو نامتو سندر غاړو ګل پاڼې، دلراج، وحيد اچکزئ، شوکت عزيز، جهانګير، سيد عالم محسود او سعود د هغه يو شمير کلامونه ويلي دي۔

د شين ملنګ د ځانګړي شاعرۍ او سندرو له وجې د وزيرستان خلک له هغه ډيرمتاثره شوي او د شين ملنګ په ګروپ کښې ئې ځان شامل کړې او دا چې کوم خلک هم د شين ملنګ ګروپ ته ورځي ارو مرو په خپلو لاسو کښې شيني ګوتمې وراچوي۔

د دوي په ټولنه کښې اقبال، شوکت عزيز، رفعت الله او نور يو شمير شاعران شامل دي څوک چې هرکال د” خپلې ژبې” په نامه مشاعره کوي چې مقصد ئې خپلې محسود ژبې ته پرمختګ ورکول دي۔

شين ملنګ ګيله کوي چې که هغوي په وزيرستان او يا بل کوم ځاې مشاعره وکړې نو د ميډيا چارواکي دوي ته پاملرنه نه کوي او نه ئي دې لړ کښې د سيمي مشران کوم ملاتړ کوي هغه وائې” کله چې هم مونږ په سيمه کښې د مشرانو څخه د پروګرام کولو اجازه اخلو هغوي راته وائې وزيرستان کښې پروګرام وکړۍ مونږ مو نه منع کوو خو ټوله ذمه واري به ستاسو په خپل سر وي”۔

هغه وائې چې د واڼا او وزير قام شاعرانو لپاره د حکومت لخوا په باقاعده توګه شپيته زرۀ روپۍ فنډ راځي خو ولې تراوسه د محسود ژبې شاعرانو ته هيڅ هم نه دې ورکړې شوي۔

شين ملنګ وائې په ليک لوست سمه نه پوهيدو له وجې اکثره هغه ته د مزدورۍ په مهال د شعر خيال راشي خو ولي په وخت نه ليکلو له وجې هغه اکثره هيره شي۔

د هغه په وينا د شين ملنګ په نامه شاوخوا پينځويشت فيسبوک کاؤنټ جوړ شوي څوک چې وخت په وخت د هغه شعاعري د شين ملنګ مينوالو سره شريکوي۔

د ملنګ په اړه هغه په خپلو خبرو کښې وويل ” ملنګان يو داسې طبقه ده څوک چې د غرضه پاک خلک وي، هغه د دنيا د نور خلکو نه بېل ژوند تيروي څوک چې په عشق کښې مدخوش پراته وي”۔

هغه د ملنګي په انداز کښې وائي ” د خلکو سره ډېر مينه لرم ولې چې د دوي زړونو مات شوي او په ماتو زړونو کښې مئين پاتي کيږي”

د ادب آزادۍ په اړه شين ملنګ وائې پښتو اداب او خصوصې توګه د محسود ژبي شاعرۍ آزاده نه ده، مونږ د آزادۍ سره د وزيرستان حالات او شوي زيان د شاعرۍ په ژبه نه شوي بيانولې۔

هغه دې لړ کښې يوۀ واقعې پله اشاره کوي او وائي۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

دے براګے سترګے لائسنس جوړ کا

وزيرستان ته بے لائسنسه نه پريژدينه”

په وطن بيا چړمينائي روغائي

دے جنوبي ونے بارودے والئے دينه”

چې د يوې ستونزې له وجې هغه يو ورځ د وزيرستان په چيک پوسټ شاوخوا تر درې ساعتونو پوري ايسار کړې شوې ؤ او ويل شوي ورته ؤ چې تا دا شعرونه ولي ويلي دي هغه وائي ما خواست وکړو چې ګاډي کښې راسره د آپريشن مريض موجود دې خو ولي بيا هم هغوي د انکوائرۍ لپاره زه ايسار کړې ووم۔

شين ملنګ په خپلو خبرو کښې د حکومته غوښتنه کړې چې د محسود قبيلې شاعرانو لپاره دي هم د فنډ بندوست وکړې شي او دوي ته په لدها تحصيل کښې د مشاعرو لپاره د هال او تخفظ  انتظامات وکړې شي ولې چې دوي هم غواړي د خپلې ژبي حذمت وکړي۔

Show More

Related Articles