“په ژوند کښې راته دوۀ څيزونو ډير قيمتي دي يو زما جيپ بل مي اوږده اوږده بريتونه”

مستان خان وائې تر مرګه خپل جيب نه خرڅوي د هغه په وينا يو ځل يو پنجابي هغۀ ته ويلي ؤ په اتلس لکه روپۍ دې راباندې جيپ خرڅ کړه

سي جے دوست علي

د قبائلي ضلعې شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکې مستان خان له خپل جيپ سره د ليونتوب ترحده مينه کوي او له تيرو څو کلونو راهسې دغه لاره هغه خپله کړې ده۔

ټي اين اين سره د خبرو په وخت مستان خان ويلي ” پينځه څلويښت کله وړاندې مې دا وړوکې جيپ په دوۀ لکه روپۍ اخستې خو ولي دا يواځې جيپ نه بلکې زما ژوند دے نو ځکه مې پرې تر اوسه د ده په ډول او سينګار شاوخوا ديارلس لکه روپۍ خرچ کړي او د بېلا بېلو هيوادنو څخه مې ورله پرقيدونکي رڼاګانې راغوښتلي دي”

هغه وويل په جيپ ئې د خرچې لړۍ دلته ختمه نه شوه بلکې د ابوظهبۍ نه ئې ورله د درې لکه روپو نور پړقيدونکي د بېلابېلو رنګونو لايټونو راغؤښتي دي۔

که څه هم د مستان خان تعلق د شمالي وزيرستان سره دې هغه وائي د جيپ په وجه کله هم په يو ځاې نه دې ايسار شوې او د اسلام آباده  تر لاهور او کراچۍ پوري سفر ئې د جيب له لاري کړے دے۔

مستان خان وائې ” په ژوند کښې راته دوۀ څيزونو ډير قيمتي دي يو زما جيپ او بل مي اوږده اوږده بريتونه ولې چې د جيپ سره زما بريتونه هم لازم او ملزوم دي که بريت مي نه وې نو سفر کولو به راته نه شوني ( نامکمن) شوې ؤ۔

مستان خان د خپلو بريتونو له وجي جيپ هم په قلاره چلوي د هغه په وينا جيپ ته ئي دروازه نشته او چې کله هم جيب له لږه منډه ورکړي نو هوا ئې بريت خرابوي کوم چې بيا ډير په ګران سميږي۔

د مستان خان ځانګړي پيژندګلو له وجي د پاکستان يو شمير خلک د هغه مينوال شوي او چې چرته ئې هم وويني نو خامخا د انځور ( تصوير ) ويستلو غوښتنه ترې کيږي۔

له دې ترڅنګ مستان خان د سرؤ زرؤ شوق هم لري او همدا وجه ده چې په څلويښت روپۍ اخستل شوي واسکټ ئې د سرو زرو زړه ( دل) بيټ او ستورې جوړ کړې دې۔

” شل کاله وړاندې مې دا واسکټ په څلويښت روپې اخستې ؤ او بيا مي په سرؤ سينګار کړې په دې شاوخوا د اته لکه روپو نه سيوا لګښت راغلے دے”

د نازولي جيپ لويو، بريتونو او د ځانګړي واسکټ مالک مستان خان د لاسو ګوتي هم د ګوتمو ډکې ساتلي دې او د ځواني له وخته شپږ ګوتۍ په لاسو ګرځوي چې ترمخه ئې دا هغه د بهر هيواد نه راغوښتلي کومې چې په يو ديرش درهمه د کلو په حساب ميلاؤيږي۔

د يوې پوښتنې په ځواب کښې مستان خان وائې تر مرګه خپل جيب نه خرڅوي د هغه په وينا يو ځل يو پنجابي هغۀ ته ويلي ؤ په اتلس لکه روپۍ دې راباندې جيپ خرڅ کړه په کومه چې مستان خان هغه ته انکار کړے ؤ۔

په خپلو خبرو کښې ژوند پرست مستان خان وويل” زه غواړم چې د خپلي خوښې آزاد ژوند وکړم خو له بدمرغه د جهالت له وجې ما ته د کور کلي دښمني په غاړه ده د کومې له وجې چې زه يو ځل په ګولو ژوبل شوې ؤم زه نه غواړم چې نوره له چا سره دښمني وپالم ”

مستان خان که يو خوا د خپلي ځانګري شخصيت لکبله د عام اولس په زړونو کښې ځان ځاې کړې نو ولي بلخوا لوې سياسيتمدارن او د پوځ افسران هم د هغه مينوال جوړ شوي په دې اړه هغه وائي ” يوشمير وزيران او د نورو محکمو چارواکو د مينې له وجې ما خپل ميلمه کوي او د ميلمستوب ترڅنګ ماته خرچه او جيپ ته پټرول هم راکوي”

د دوۀ ويشت بچو پلار مستان خان د پاکستان تحريک انصاف مشر وزيراعظم عمران خان خپل ليډرګڼي او تراوسه ئې دري ودونه کړې هغه څو کاله وړاندې د عمران خان سره اسلام آباد کښې دهرنے ته د وينا په وخت ويلي چې د نواز شريف د استعفي اخستو سره به څلورم واده کوي۔

Show More

Related Articles