د قبائلي خواجه سرا ګل بانو د ژوند قيصه مو اوريدلې ده ؟

کله مې تاته کتل نو زړه مي نه شو کولې ستا معصوميت او ښکلا راله لاس ونيول او اراده مي بدله کړه

بشریٰ محسود

د نور ملک په څير قبائلې سيمو کښي هم نرښځي ژوند کوې ولې پښتنو روايات له دې خبره اجازه نه ورکوې چې دوي ټولنه کښې څرګنده شي، دوي په چوپه خوله د کور دننه د ژوند شپې ورځي سبا کوې، ولې چې پښتنه ټولنه کښې د چا بچي باندې د هجړا نوم پوري کيدل د پيغور نه کم نه وې او داسې کورنې ته ډېر په کوز نظر کتلي شې۔

ګل بانو چې زنانه خواجه سرا دے او تعلق ئي د قبائلې ضلعې جنوبي وزيرستان سره دے له بده بخته په قبائلې ټولنه کښې زيږيدو له امله ئي ژوند له  ډېرو سټرو او کړاونو سره تيريږي۔

ګل بانو د خپل ژوند قيصه ټې اين اين سره شريکولو په وخت وويل چې له ورکوټي وم چې مور مې ډيره زياته انديښمنه وه چې چيرته زموږ له دے نرښځي بچې په اړه څوک خبر نشې نو يوه ورځ مي مور اراده وکړۀ چي زهر ورته ورکوم، ګل بانو وائي چې مور مي راسره قيصه شريکوله او زما له سترګو د ړنو اښکو رودونه روان وو۔

ګل بانو وړاندي وائي مور مې ويل چې کله مې تاته کتل نو زړه مي نه شو کولې ستا معصوميت او ښکلا راله لاس ونيول او اراده مي بدله کړه، خو چي کله د ګل بانو پلار له دے ارادي خبر شو نو په خپلي کور دواني ئې ډېره غصه اوکړه او الله په خصور کښې ئي ورته د معافي غوښتلو امر وکړو۔

د کال دوه زره اولس مردم شماري ترمخه ټول ملک کښې د نرښځو شميره لس زره څلور سوۀ وه، ولې د خواجه سراؤ حقونو دپاره کار کونکي اداري وائي چې ټول ملک کښې دا شميره پنځه نه تر لس لاکه پوري ده ځکه چې زياتره خلق خپل نرښځي بچي نه ښکاره کوې چې هغه سرکار سره په ريکارډ راشې او خلق ترې خبر شې، په نوې مردم شماري کښې وزيرستان کښې هم دري خواجه سرا په ريکارډ راغلي دي چا چي په باقاعده توګه ځان رجسټرد کړېدے۔

د ګل بانو ستريدو سره د هغې مور پلار سره فکر پيدا کيدو چې چرته د کور کلي خلق په دوي خبر نشې چې بچي ئي نرښځي دے د پيغور نه بچ کيدو دپاره د ګل بانو والدينو د کلي نه وتلو فيصله وکړۀ او د پيغوره بج کيدو لپاره په کراچۍ کښي آباد شول۔

ګل بانو وائي په دې لحاظ ډيره خوش بخته يم ځکه چې مور پلار او خويندي وروڼه مي ډېر خيال ساتي د کور په صلاح مشوره زما راۓ اخلي او د کور لوئي وړي واک هم ما سره دے ځکه چي د ټول کور خيال ساتم۔

پيښور کښې د نرځو حقونو لپاره مبارزه کونکي د بليو وينز نومي غير دولتي اداري رئيس قمر نسيم وائي چې وفاقې حکومت خو د نرښځو حقونو دپاره قانون پاس کړے دے کوم نامه Trans Gender persons protection of right Act 2018’’ ‘‘ شويدي خو اوس چيلچ دا دے چې دوي ځان ښکاره کړي۔

قمر نسيم وائي چي کوم قانون پاس شوي هغه د خواجه تعريف داسي کوې ‘‘ هر هغه خواجه سرا کوم چې زنانه خواجه سرا وي او که نارينه، که هغه ډيره کښې ژوند کوي او که خپل کور کښې مور پلار سره اوسيږي د هغي لاندي چې هغه ته کوم حقوق ورکړے شويدي هغه له دے حقوقو اغستو جوګه به جوړيږي۔‘‘

دے وائي بيا چي د خيبر پښتونخوا حکومت د خواجه سراو دپاره کوم اعلانات کړېدي هغه هم دے ته نه ګوري چې آيا دا نرښځي به باهر وي يا به مور پلار سره اوسيږې۔ قمر نسيم زياته وي چي هم دا رنګ دا ستونزه خواجه سراؤ ته صحت انصاف کارډ او بينظير انکم سپورټ پروګرام کښې هم رامخي ته کيږي۔

ګل بانو دا مهال ديرش کلنه ده او خپل ژوند نيمه برخه ئي د خپل وطن نه لري کراچې ښار کښې تيره کړۀ ولي چې د پښتو ځني ناوړي او د جهالت ډکو خبرې له دے مينځ کښې ديوال دي۔

ګل بانو وائي چي تعليم مي نه دے ترلاسه کړي ځکه چي مکتب مو د کور نه ډېر لري وو خو په ماشوم توب کښې څه ورځي سکول ته تلي وم او بيا مي پريخودو خو ولي دينې تعليم مي ضرور ترلاسه کړيدي۔

د ټي اين اين همکاري سره په غريو نيولي آواز کښې ګل بانو وويل چې کله لمنوځ کوم او الله تعالي ته په سجده کښې پروځم نو دا سوال کوم چي کاش زه هم د خپلو نورو خويندو پشان وي، هغوئي پشان زدکړي مه کړي وي او زما چي کوم لوئي ارمان دے د استاذي جوړيدو کاش چي هغه پورا شوي وې، خو ولي داسي زما په ژوند کښې ممکن نه ده۔

ګل بانو ته د خپل ورکوټوالي ډيري خوندوري خاطري هم يادي دي وائي چي په ماشوم توب به راته مور د هلکانو کالي اچول او کور باهر به مي د چم ګاوند ماشومانو سره لوبي کولي خو زه کله خبر وم چي  يو خواجه سرا يم او ډير ترخي ورځي مي ژوند کښې رارواني دې۔

د پيښور پوهنتون د بشرياتو څانګي چئيرمين پروفيسر ډاکټر جميل چترالي وائي چي زموږ ټولنه د نارينه يا زنانه په concept باندي اډانه ده يعني اولاړه ده، نوموړي وائي چي بعضي وخت داسي وشي چي بيالوجيکلي يو فرد داسي پيدا شي چي جنس ئي د نارينه وي خو ذهني خواهشات د هغه د زنانو وي، دوي وائي چي داسي وخت کښې د ماشوم سره والدين هم د ستونزو سره مخ وي او بيا په قبائلي معاشره کښې داسي حالت ډير ګران وي ځکه چي هغني کشمکش او اذيت کښې وي۔

ډاکټر چترالي وائي ښارونو کښې چي څومره نرښحي وي د دوي Background د کلي والو سيمو سره وي او د مثال په توګه د مردان خواجه سرا به پنډۍ کښې د پيښور هغه به سوات کښې او د لاهور هغه به کراچۍ کښې وي، ځکه چي په خپلو علاقو کښې دوي ژوند نشي کولي مسلو سره مخ وي۔

ګل بانو د خپل ژوند زياتره برخه د کور دننه تيره وي ځکه چي هغه او مور ئي نه غواړې چي څوک خبر شي چې دا يو خواجه سرا دي او دا چي د خپلو خپلوانو په غم ښادي کښې هم له دے ويري نه شريکيږي د هغې په برخه د مور پلار خدمت او د کور خيال ساتل دي او په دغه ورکوټي دنياګي کښې خپلي د ژوند شپي ورځي تيره وي۔

د خپل ژوند قيصه کښې ګل بانو دا هم ويل چي يو واي ډيره زياته ستړي شوم او مور ته مي په ډرک ډرک ژړا کښې د خپل ستړي ژوند فريادونه اوکړل، نو هغي د کراچي يو سيمه کښې د خواجه سراؤ ډيري ته بوتلم چي کله راته نورو نرښځو خپل کړاونه ستونزې او بد حال بيان کړو نو ما او مور مي ورسره ډير او ژړل او خوا خوښږې مو سره وښودله۔

چي کله بيرته خپل کور ته راغلم نو د الله ډير زيات شکر مي ادا کړو چي کورني مي ډير خيال ساتي او بيا الله پاک د محسودو يوه درنه کورني کښې پيدا کړي يم۔

ګل بانو له خدائي پاک زړه راښکونکي سيره ورکړيده او څو واري له دے دپاره رشتي هم راغلي دي، خو چي کله د تاپوس له څوک راشي نو د ګل بانو مور بي بي وائي چي لور مي واده نه کوي هغوئي څه خبر وي چي ګل بانو خو جيني نه بلکي نرښځي دي۔

قمر نسيم زياته وي چې حکومت خو د خواجه سراو د حقونو تحفظ دپاره قانون جوړ کړے دے ولي د يوکال تيريدو باوجود دے باندي څه قسمه عمل درآمد اونکړے شو کومه چي د فکړ وړ خبره ده۔

Show More

Related Articles