“کورنۍ په زوره معذوره ته واده کړي يم”

اکثره خلک د ډيرې غريبې او بې وسۍ له وجې زما په عزت نيوکي کوي خو ولې بيا هم ما خپل ځان ټينګ ساتلې

سي جے خديجه رحمن

هر انسان د خپل ژوند په څه نه څه لاره خامخا د يو امتحان نه تيريږي، کله خو انسان د دغه امتحان سره ښه په نره وجنګيږي خو ولي د ماتي خوړلو سره هر څه په تقدير ورواړوي۔

د ژوند په دغه يو ګران امتحان کښې د چارسدې “برکندې” کلي زنانۀ ګل مينه هم تيريږي څوک چې په زوړ او روست کور کښې د خپل معذوره خاوند او درې بچو سره ژوند کوي۔

ګل مينې ټي اين اين ته ويلي د هغې درې واړه بچي په تهليسيميا رنځ کښي اخته شوې، مشر زوې يي په ذهني توګه معذوره شوې او خلک يي ليوني بولي، هغه چې کله له کوره بهر وځي نو خلک پوري توقه کوي کله کله خو يي د چم ګاونډ ماشوم په کاڼو هم ولي۔

ګل مينې په خپلو سترګو کښې د اوښکو سمندر ډير په ګران ايسارکړې ؤ او خبره يي مخ پر وړاندې بوتلله ” يو ځله د کلي څه بد عمله هلکانو زما زوې په جنسي توګه ځورولې ؤ زه اوس په خپلو لاسونو هغه په زنځيرونو تړم چې بهر لاړ نه شي او د دغه بد عملو نه بچ پاتي شي”

ګل مينې د لوپټي په پلو اوښکي پاکي کړې ټي اين اين ته په غريو نيولې غږ وايي ” زما د ګټي وټي څوک هم نشته خاوند مي د معذورۍ د لاسه په کټ پروت دې او زه مې مور پلار په زور د معذوره سړې سره وداه کړې يم بس ! دغه به زما قسمت ؤ نو”

ګل مينه چې د خپلې کورينۍ پاللو لپاره په پردو کورنو کښې کار کوي وايي چې کله هم له کوره بهر وځي خپله معذوره خاوند او زوي په زنځيرونو وتړي او خدائ په اسره يي پريږدي هغه وايي د غريب سره خپل خپلوان هم راشه درشه نه ساتي هم دغه حال زما دې۔

د ګل مينې په وينا يواځي ښځه د يو بد عمله سړي لپاره د بې ساه لرونکي څيز په رنګ وي کوم چې هغه خپل جاګير ګڼي او څه وخت يي هم پکاورلې شي۔

ګل مينه وايي هغه هم په خپل ژوند کښې د ډيرو ناکړدو نه تيروتلې د کومې په ورياديدو چې ګل مينه بي وسه شوۀ او رڼو اوښکو قطار يي پر مخ روان شو۔

” اکثره خلک د ډيرې غريبې او بې وسۍ له وجې زما په عزت نيوکي کوي خو ولې بيا هم ما خپل ځان ټينګ ساتلې او د سپورو او ستغو حالاتو مقابله مې کړې ده”

هغي انکشاف کړې چې زمونږ په معاشره کښې د لوې کورينۍ خلک نوکران خپل جاګير ګنې او که څوک هغوي ته انکار وکړې نو سمدسته به يي له کار وباسي۔

د ګل مينې ترمخه په پردو کورونو کښې د کار کولو نه پس هغه په سټري او ستومان وجود د سلائي ميشن کوي او هم د هغې د لارې د خپل کور انغرې بل ساتي خو ولي ګل مينه نه شي کولې چې په يو وخت ځان له ډوډۍ اود معذوره بچو علاج له پېسي پيدا کړي۔

ګل مينه هيله لري که چرې حکومت د هغې بچو لپاره د ويړيا علاج بندوبست وکړي نو له اوږو نه به يي بوج کوز شي او که چرې داسې نه کيږي نو هغه غواړي چې حکومت ورته په کلي کښې د سلايۍ کړايۍ سينټر پرانيزي چرته چې به هغه د کلي نورو جينکو ته د زده کړو ښودو سره لږي ډيري پيسې پيدا کوي او پرهغې به د بچو علاج کوي۔

بلخوا دې لړ کښې چي مو کله د انساني حقونو لپاره کارونکي زنانۀ وګمه فيزور سره خبري وکړې نو هغې وويل چې تر ټولو مخي بايد مونږ د خپلو ماشومانو تربيت وکړو او هغوي ته وښايو چې په ټولنه کښې د معذوره ماشومانو عزت کوي بل دا مور پلار له دا هم پکار ده هغوي هم خپله معذوره بچي ته ډيره پاملرنه وکړي او د هغه بدن د نور خلکو څخه مخفوظ وساتي۔

په زور د وادۀ په اړه وګمه وايي ” په زور زبردستې ودونه زمونږ د ټولنې هغه ناسور دې کوم چې ورسته د انتهايي ويره ونکي شکل نيولو سره نسلونه تباه کوي”

هغې وويل په وادۀ کښې د زنانه رضا ډيره مهمه ده ولې چې د واده نه پس يواځي زنانه وي چې خپل ټول بنيادي حقونه قربان کړي بايد مونږ زنانؤ ته د خپلې خوښې ښکاره کولو موقع ورکړو زمونږ دين هم مونږ ته دا امر راکړې او دا هم هغه لاره ده چې مونږ پرې ټولنه خپلواکه کولې شو۔

په پردو کورنو کښې کارکونکي زنانؤ د جنسي ځورني په اړه وګمه فيروز وايي چې په کورنو کښې کار کونکي زنانۀ هم زمونږ د ټولنې برخه ده دوي هم بنيادي حقونو لري که چرې د دوي حقونو په بدني او معاشي توګه پامال کړې شي نو بايد چې دوي پرې د قانون د لارې غږ پورته کړي۔

د وګمه فيروز په نظر حکومت له پکار ده چې کار کونکي زنانؤ او د معذوره خلکو حفاظت لپاره يو ځانګړې بل پاس کړې چې پکښې په واضح توګه د هر قسم ځورنې سزا شامله وي۔

هغه زياتوي چې له دې ترڅنګ حکومت له داسي سهولتونو ورکول پکار دي چرته چې د ګل مينې په رنګ په زرګونو ښځې په عزت خپله زوري وګټي او د خپلو کورنو پالنه وکړي۔

Show More

Related Articles