“دا ګړۍ کيږده زما د بچو به پکار راشي”

نن ټوله نړۍ کښي د پلار ورځ نمانځلے شي د کومي مقصد چي دغه عظيمي هستۍ ته د عقيدت پيرزوني وړاندي کول دي

خالده نياز

” زه چي کله اسلام آباد نه واپس راغلم نو ما د خپل پلار لپاره د لاس يوۀ قيمتي ګړۍ راوړه خو چي کله مي ورکړه نو هغي نه پس ډيره حيرانه شوم ولي چي زما پلار هغه ګړئ اچولو په ځائي زما مور له ورکړه چي دا سنبهاله کړه د بچو به مي پکار راشي”
دا خبره ماته زما يوي نزدي ملګري فاطمه څو ورځي وړاندي وکړه او راته ئي اوويل چي زمونږ پلار هميشه کوشش کړے دے چي مونږ ته ښه تربيت سره سره ښه جامي پيزار هم راکړي۔
زمونږ په ټولنه کښي نه صرف د فاطمه پلار داسي کوي بلکه هر انسان کوم چي د پلار رتبي ته رسيدلے دے هغه خپله خو په خوراک او جامه پيزار کښي هميشه ګزاره کوي ولي کوشش کوي چي د خپلو بچو سيالي برابر کړي او د خپل وس مطابق ورته د ژوند هره اسانئ ورکړي۔
که زه دلته د خپل پلار خبره وکړم نو به دا اوويم چي زه نن زه څه هم يم د خپل پلار د وجي يم ولي چي ډير په مشکل حالاتو کښي زما پلار په ما تعليم ترلاسه کړو او اوس هم چي زه د کور نه بهر راوځم نو د هغه د مرستي په وجه په دفتر کښي کار کوم ځکه چي کله يوي جينۍ سره د کور نه مرسته نه وي نو هغه  نه شي کولے شي خپل کار جاري اوساتي۔

زيات تره خلق په خپلو شعرونو، ليک او نورو څيزونو کښي مور ډيره ستائي چي ګني د ماشومانو په تربيت کښي د مور ډير لاس دے او مور د خپلو بچو لپاره ډيري قربانۍ ورکوي ولي پلار هم د ژوند په ځغل کښي د بچو د ښه تربيت دپاره هسي کوي او قربانۍ ورکوي خو دا ډير کم کتلے شي چي خلق د پلار کوشش او محنت هم وستائي۔
که اوکتلے شي نو څه رنګ يو مور د خپلو بچو تربيت او پالنه کښي څه کمې نه پريږدي هم دغه شان يو پلار هم کوشش کوي چي د خپل وس مطابق خپلو بچو له ګټه وټه وکړي او د ښه تعليم پشمول نور سهولتونه ورکړي۔
وئيلے شي چي ښځه اور سړے د ګاډي دوه پايي دي، که يوه پايه هم خرابه شي نو د ژوند ګاډے په صحيح ډول مزل نه شي کولے۔ هم دغه شان د ماشومانو ښه پرورش او تربيت دپاره هم مور اور پلار دواړه ضروري دي، که د بده مرغه يو هم تري جدا شي نو ژوند کښي څه نه څه کمي ضرور پاتي کيږي۔
نن ټوله نړۍ کښي د پلار ورځ نمانځلے شي د کومي مقصد چي دغه عظيمي هستۍ ته د عقيدت پيرزوني وړاندي کول دي خو زه وايم چي ورځ خو خلق نمانځي خو آيا کله مونږ دا سوچ کړے دے چي زموبږ پلار مونږ دپاره څه څه کړي دي نو مونږ به هم د خپل پلار دپاره څه اوکړے شو او که نه؟ او که مونږ اوسه پوري د خپل پلار دپاره څه نه دي کړي نو اوس هم مونږ سره وخت شته چي که نور څه نه وي نو يو څو خوږي خبري خو ورسره کولے شو۔
ناياب څوک چي د پيښور اوسيدونکي ده هغي راته اوويل چي پلار هغه هستي ده کومه چي خپل بچي يو ځائي ته رسولو دپاره خپل د ملاتير کوګ کړي۔ زما په خيال ناياب بالکل ټهيک وائي ځکه چي کله يو سړے پلار جوړ شي نو هغه خپل خواهشات ختم کړي د هغه د ژوند بس يو مقصد پاتي شي چي خپلو بچو له پيسي وګټي، رزق ورله پيدا کړي او يو ښه انسان تري جوړ کړي۔
ناياب ماته دا هم وويل چي که د مور د ماشومانو تربيت کښي ډير کردار وي ولي په دي کښي پنځوس فيصده برخه د پلار وي ځکه چي که نمر وي، ساړه وي اوکه باران وي پلار د کوره اوځي او د خپلو بچو دپاره رزق ګټي۔
“زمونږ پلار وخت دسره د ځان دپاره ښه جامي او پيزار نه اخلي او مونږ له ئي هميشه ښه ښه څيزونه اغستي دي، اوس چي مونږ لوئي شو نو هغه ته ښه ښه څيزونه اخلو ولي هغه داسي اموخته شوے دے چي که ورله څه واخلو نو بيا هم نه اچوي”
د ځان خيال نه ساتل او د بچو سوچ کول دا صرف يو پلار کولے شي بل څوک هم نه، خو د بده مرغه که زه خپله ټولنه کښي اوګورم نو ځني بچي داسي وي چي هغوي د پلار قدر نه کوي، هميشه ګيله کوي چي پلار مونږ دپاره څه اوکړل، مونږ کله دا سوچ کړے دے چي مونږ د خپل پلار دپاره څه اوکړل چاچي مونږ دپاره خپله ځواني خاوري کړه، خپل خواهشات ئي مړه کړل او مونږ ئي يو مقام ته راورسولو۔
چي څه رنګ ځني خلق وائي چي د مور لپاره يوه ورځ نه دي ټاکل پکار او هره ورځ د مور سره مينه کول پکار دي او خدمت ئي کول پکار دي نو زه وايم چي دغه شان د پلار دپاره هم يوه ورځ نه دي مختص کول پکار، هره ورځ د پلار سره ناستے پکار دے، خدمت ئي کول پکار دي، عزت ئي کول پکار دي او ځان داسي ځائي ته رسول پکار دي چي ستا پلارفخر سره وايي چي دا زما لور يا ځوې دے او دا اطمينان هم محسوس کړي چي چا دپاره ئي خپل ژوند خاوري کړے هغوي ورته د هغي صله ورکړه۔

Show More

Related Articles