“مونږ به د راتلونکي صدۍ تر وسطه کيدلائ شي کومه ونه او ځنګل ونه وينو”

د دوۀ زره ديرشم تر اوله د خطې آبادۍ تر پينځه سوۀ ميلنه سيوا کيدلائ شي چې پکښې د دوۀ زره پنځوس پوري د شپږ نيمه سوۀ ميلونه  نورې امکان ښودل کيږي

کندھاوی کادرسان

مونږه او تاسو کښې به ډير دا متل تر غوږو شوې وي چې “د ونې په لټون ووتلم نو ځنګل په نظر نه راتلو” خو د ونو استحصال او د قدرتي وسيلو نشتوالي اوسنۍ شرحې ته په کتلو دا انديښنه رامخي ته کيږي چې ګني مونږ به د راتلونکي صدۍ تر وسطه کيدلائ شي کومه ونه او ځنګل ونه وينو۔

د زمکې د يوې تکړې په توګه ايشياء او پيسيفک ( بحرالکاهل) کښې د نړۍ له نورو برخو په سيالۍ کښې ډير خلک ژوند کوي چرته چې ډير ځايونو کښې ډيره آبادي شته خو ولې په دغه خطه کښې د دريو په مقابله کښې دوۀ ځنګلونه چرته ډير او چرته لږ د ابترۍ ښکار دي۔

په نړيوال کچه د دوۀ ديرش فيصده  اوسط په سيالۍ کښې بنيادي ځنګلونه يواځې نورلس فيصده پاتي شوي نو پداسې حال کښې به زمونږ د ځنګلونو مستقبل څنګه ښکاري ؟ څه مونږ به هم په دغه لاره تګ کوو کنه د دې د ښه والې لپاره به په شريکه څه نه څه کار کوو؟

د راتلونکي تګلارې په عمل د پوهيدو لپاره د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت نړيوال تنظيم ( ايف اے او) د ايشيا پيسيفک ريجن کښې د ځنګلاتو په اړه يو پراخه او جامع رپورټ خپور کړے دے۔

دغه رپورټ د تيرو پينځه ويشت کلونو په مهال د رامخي ته شوي رجحاناتو، ځنګلونو او باغ بانۍ موجوده حالاتو جائزه اخلي او تر دوۀ زره ديرش او دوۀ زره پنځوس نه مخکښې لپاره تګلاره وړاندي کوي۔

د دوۀ زره ديرشم تر اوله د خطې آبادۍ تر پينځه سوۀ ميلنه سيوا کيدلائ شي چې پکښې د دوۀ زره پنځوس پوري د شپږ نيمه سوۀ ميلونه  نورې امکان ښودل کيږي او دا چې د خطې زياتره خلک به په ممکنه توګه په ښاريزو سيمو کښې مشيته کيږي۔

د رپورټ څخه معلومه شوې چې هر کال په ځنګلونو کښې د ونو پرې کولو له وجې ثانوي ځنګلونه په لويو لويو سيمو کې بدل شوي بداسي کښې بې له څه شبې په دويم ځل د بوټو نالو حوصله کول پکار دي خو ولې د بنيادي ځنګلونو نه د په لويه پيمانه د ونو بوتو ختمول د لوې افسوس او فکر وړ خبره ده۔

رپورټ کښې د ښکلو ښکلو کليوالو سيمو، ځنګلونو، خاورو او د اوبو په رنګ د قدرتي وسيلو ښه والي لپاره د يو جارحانه ګام پورته کولو تجويز ورکړې شوي کوم چې آبادي سره ګټه ور هم دے۔

د نوي طرز حکمرانۍ او منيجمنټ لپاره د نوي طاقتور ټيکنالوجي د استعمال اشد ضرورت دې چې ورسره په مسقبل کښې د ځنګلونو سره نزدې سيمو کښې طلب شوي څيزونو پوره کړې شي۔

دا په واضه توګه زمونږ ټولو لپاره يو کردار دې کوم چې مونږ له ادا کول دي خو ولي بيا هم معاشره کښې  په هنګامي بنيادونو مونږ بايد کيدونکي مصرف کښې کمې راولو ولې چې مونږ ته د ضائع کولو په ځاې د بيا کارولو لپاره او په ځنګلونو کښې د بائيو ميټريلز مستقل پيدوار ضرورت دے۔

لنډه دا چې د طلب په توازن کښې بايد مونږ نورې لارې خپلي کړو، خير د مايوسۍ ضرورت نشته ولې چې په نزديو کلونو کښې د ځنګلونو په پرې کولو کښې کمي رامخي ته شوي او همداشان په آبادياتي بدلونو، معاشي خوشحالي، د ټيکنالوجي ترقي، ماحولياتي شعور او د حکمرانۍ په طرز کښې د ښه والي سره سره په ځنګلونو او ښکلي کليوالي سيمو کښې په مجموعي توګه لويه بدلون راغلے دے۔

له دې ترڅنګ په کورنو کښې د لرګو په سوزولو کښې ډير کمي رامخي ته شوې د کومې چې بنيادي وجه په آمدن کښې اضافه، د ښار آباديانې او د لرګو په ځاې د ايل پي جي استعمال هم غوره ګام دے۔

په آن لائن ميډيا او د کار کولو په ځايونو کښې د کاغذ په ځاې د پرنټنګ پيپر په استعمال کښې هم کمي راغلے دے۔

دا باوري جوړلو لپاره چې زمونږ په خطه کښې دا ټول ښه خصلتونو برقرار پاتي شي او د رامخي ته شوي چيلينجونو مقابله وشي د سياسي عزم او ټول سټيک هولډرز ترمينځ د بين الممالک مرستې مهم ضرورت دے۔

په اخره کښې مونږ به د دې ټولو څيزونو څخه هله ګټه ترلاسه کړو کله چې مونږ ټول  دغه لاره خپله کړو او د يو ښه او روښانه سباؤن لپاره په خپل حد کښې پاتي شو او سيواوالي ونکړو۔

 

Show More

Related Articles