“د انسانيت لپاره کار کونکې خلک کله هم نه مري “

په ټولنه کښې د پوهې نشتوالي او د مور پلار کمزوري حوصلې له وجې د افتخار حسين ځيرکتيا چا ونۀ ليدل او هغه همداسې د خدائ په اسره پريښودې شو او تر دريو کالو په کور دننه پاتي شو

سي جے ذاهد داوړ

د انسان د لوړتيا او عظمت انحصار يواځې د هغۀ په طبعي مضبوطولي او توانايۍ نه بلکې د هغه په سوچ ، همت ، حوصلې ، جذبې ، مسقتل مزاجي او په مقصد منحصر وي۔

داسې د يو باهمته، حوصله لرونکې او د مسقل مزاجۍ ژوندې تصوير د قبائلي ضلعې اورکزۍ سره تعلق لرونکي په دواړه سترګو معذوره افتخار حسين هم دے۔

افتخار حسين څوک چې په پيدائشي توګه يو جينياتي رنځ ريټسنائټس پيګمنټوسا کښې اخته شوې او دا چې په دې رنځ کښې د انسان نظر په پيدائشي توګه کمزورې وي او بيا تر څوارلس پينځلس کالو په عمر کښې د انسان د سترګو دنننې پرده د سترګو د نور پردو نه بيله شي او پريوځي چې له امله يي انسان د ټول عمر لپاره په سترګو ړوند شي۔

افتخار حسين په کمزوري نظر په خپل کلي کښې تر لسم ټولګي زده کړه ترلاسه کړه د کومې لپاره چې هغه د ځانګرې قسم عينکې استعمالولې خو ولې د لسم نه پس افتخار په مکمله توګه ړوند شو۔

په ټولنه کښې د پوهې نشتوالي او د مور پلار کمزوري حوصلې له وجې د افتخار حسين ځيرکتيا چا ونۀ ليدل او هغه همداسې د خدائ په اسره پريښودې شو او تر دريو کالو په کور دننه پاتي شو۔

په حقيقي معنو مهم څيز دغه دې چې کوم انسان د خپلو زيانونو او مصائب نه ګټه پورته کړې د کومې لپاره چې ذهانت او حوصله ضروري وي۔

افتخار حسين يو ورځ د ټيلي ويژن مخي  ناست د نابيناؤ خلکو د تعليم ترلاسه کولو يو پروګرام اوريدو چې پکښې د هغه او د هغه په رنګ يو شمير په سترګو معذوره کسان لپاره د تعليم اسانې او ګټورې نسخې وړاندي کيدې شوې۔

افتخار حسين هم د هغه پروګرام له لارې د پروګرام کوربه سره اړيکه ونيوله او په ټيلي فون يې ترې د خپل ځان لپاره رهنمائي واخستله۔

خو ولي د ناپوهۍ له وجې د هغه مور پلار په دې رضا نه ؤ چې زوې يي تعليم ترلاسه کړې افتخار په خپله خوښه د کوهاټ اترزئ سرکاري هائيرسيکنډري سکول کښې د يولسم لپاره داخله واخسته او چې کله امتحان وشو نو افتخار حسين په هغۀ څلورو کسانو کښې وشيمرل شو چا چې په امتحان کښي کامياب اخستې وه۔

همدا رنګ د افتخار تعليم لړۍ مخ پروړاندې روانه شو او نن سبا هغه پيښور پوهنتون کښې د بي ايس پوليټيکل سائنس زده کړې ترلاسه کوي۔

په ټولنه کښې اکثره معذوره خلک په معاشره بوج ګنلې شي او دغه شان د معاشرې بے پرواهۍ او تعصب خوښۍ له وجې دوې د مايوسۍ ښکار شي خو ولي افتخار خو نه په چا بوج شوې او د مايوسۍ ښکار شوې هغه د خپلې معذورۍ باجود د خپلې ټولنې خيرښيګرې لپاره د ټرائبل يوته ډيولپمنټ سوسايټي په نامه يو غير سرکاري تنظيم پرانستې او غواړي چې د سيمي ځوانانو لپاره څه نه څه کار وکړي۔

افتخار حسين وايي کوم خلک چې د ځان لپاره ژوند کوي هغه زر مړ شي خو چې د څوک د انسانيت د خير ښيګرۍ لپاره ژوند تير کړې هغه کله هم نه مري ولې چې  هغه د خپل مرګ نه  وړاندې د يو شمير خلکو ژوند جوړ کړې وي۔

افتخار حيسن نه يواځې د بے وسه، لاچاره ، غريب او د معذوره خلکو لپاره يو مثال دې بلکې هغه د روغ رمټ خلکو لپاره هم  يو بل شوې څراغ دے۔

Show More

Related Articles