قبائلي ضلع خيبرکښي سياسي ګوندونه د خپل مينځي تاوتريخوالي ښکارشوي

همدا وجه ده چې عوامي نيشنل ګوند په نظرياتي توګه ويشل شوې چې له وجې يې ياد شوي دواړه اميدوار د مشکلاتو سره مخامخ کيدلائ شي

محراب شاه آپريدي

د خيبرپښتونخوا قبائلي ضلع خيبرکښي سياسي ګوندونه د خپل مينځي تاوتريخوالي ښکارشوي دي۔

په قبائلي ضلعو کښې د جولايۍ په دوۀ ويشتمه نيټه کيدونکي ټاکنو په لړ کښې اميدوارانو ته په کامياب انتخابي مهم چلولو کښې ستونزې ورپيښې شوي چې له وجې يې جماعت اسلامي ، عوامي نيشنل پارټي، او تحريک انصاف ګوندونه کښې خپل مينځي تاوتريخوالي رامخي ته شوې دې۔

باړه کښې د عوامي نيشنل پارټۍ صوبائي رهنما عمران آپريدي د خپل زوي شاکر آپريدي سره د پارټي غړي چراغ آپريدي په حق کښې د اليکشن نه د لاسو سره په خپلې مينځي شخړه قابو موندلې خو ولې د عوامي نيشنل ګوند جمرود پي کې يوسل شپږ لپاره څوک اميدوار نه دې ميلاو شوې چې له وجې يې د دغه څوکۍ لپاره د ياد ګوند زنانۀ ناهيد آپريدي رامخي ته شوي ده

بلخوا د لنډيکوتل په يوسل پينځه حلقه کښې د عوامي نيشنل ګوند نامزد اميدوار شاه حيسن شنيواري په سيالۍ کښې د دغه ګوند سره تعلق لرونکي ملک دريا خان هم ميدان ته راوتلي دې خو ولي دريا خان وايي هغه د اولس په وينا د آزاد اميدوار په حيثيت په ټاکنو کښې برخه اخلي او هغه دې لړ کښې پارټۍ ته د ټکټ لپاره خواست هم نه ؤ کړې۔

همدا وجه ده چې عوامي نيشنل ګوند په نظرياتي توګه ويشل شوې چې له وجې يې ياد شوي دواړه اميدوار د مشکلاتو سره مخامخ کيدلائ شي۔۔

همدا شان د جماعت اسلامي په رنګ منظم ګوند هم د خپلې مينځي کشمکش څخه تيږيږي ولي چې په جمرود او لنډيکوتل کښې د جماعت اسلامي سنيئر غړو د پي کې يوسل پينځه او شپږ نه اميدوار شاه جهان آپريدي او مراد حسين آپريدي د انتخابي مهم نه د لاتعلقۍ اعلان کړې چې له وجې يي د جماعت اسلامي په انتخابي مهم بداغيز پرتوې دې۔

له دې ترڅنګ واکمند ګوند تحريک انصاف ګوند هم د خيبر ضلعې په دريو ضلعو کښې د تذبذب ښکار شوې دې۔

د پي کې يوسل پينځه نه د تحريک انصاف نامزد اميدوار شاهد آپريدي دې خو ولي د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري مريد د  آزاد اميدوار شيرمت خان آپريدي حمايت کوي ولي بلخوا د پاکستان تحريک انصاف پخوانې او سينئر غړي عبدالرزاق شينواري ته د ټکټ نه ورکولو په ځاې هغه د آزاد اميدوار په حيثيت ټاکنو کښې برخه اخلي۔

د سياسي ګوندونو خپل مينځي شخړې له وجې ټوله ګټه آزاد اميدوارانو ته ميلاويږي او اوس په دې مجبور شوي چې د سياسي ګوندونو پوزيشن خو له وړاندې څخه کمزورې دې نو ځکه به دې لړ کښې د سيمي مفادو لپاره کوم مناسب اميدوار ته ووټ ورکوو۔

 

Show More

Related Articles