ناهيد آپريدي “اليکشن کښې ګټه نه، د زنانؤ په اړه د قبائلي اولس سوچ بدول غواړم”

دا زمونږ بد قسمتي ده چې مونږ په دې دور کښې هم زنانۀ په کورنو دننه قيد ساتلو سره هغه د فيصله سازي د عمله لري ساتل غواړو

مماڼه آپريدۍ

د جولايۍ په شمله نيټه قبائلي ضلعو کښې د صوبائي اسمبلۍ ټاکني ترسره کيږي خو ولې په جنرل څوکۍ ټاکنو کښې برخه اخستونکي د خيبر ضلعې زنانه اميدواره ناهيد الرحمن آپريدي وايي د هغې نظر په ټاکن وکښې د ګټې نه دې بلکې هغه غواړي چې د زنانؤ په اړه د قبائلي اولس فکر بدل کړي۔

د قبائلي ضلعې خيبر نه د صوبائي اسمبلۍ په انتخاباتو کښې برخه اخستونکي د تاريخ وړومبۍ زنانۀ ناهيد آپريدي د عوامي نشينل ګوند له اړخه د خيبر پي کې يو سل شپږ حلقې نامزد اميدواره ده۔

ناهيد آپريدي چې د ذخه خيل قبيلې نيکي خيل د نامتو او روشن خياله کورينۍ سره تعلق ساتي، په فلسفه کښې يې د ماسټرۍ ډګري ترلاسه کړي او د زنانؤ لپاره يې په يو شمير ادارو کښې کار کړي خو ولې دوۀ کاله وړاندې يې د سياست لپاره نوکرۍ ته په مخا ښه ويلي دي۔

د ناهيد آپريدي پلار او نيکه هم د سياست سره تړلي پاتي شوي او هغي هم خپله د وړوکوالي راهسې د سياست سره مينه لرله خو ولېعملي سياست يې د کال دوۀ زره ديارلس په مهال هغه وخت شروع کړو کله چې د هغه د پخوانې فاټا صوبائي نائب صدره وټاکل شوه۔

د يوې زنانۀ لپاره د قبائلي ضلعو په سياست کښې برخه اخستل او بيا په جنرل څوکۍ اليکشن کول، بهر خپل انتخابي مهم چلولو داسې ګامونه دې کومې د قبائلي ضلعو په ټولنه کښې ناممکنه دي، خو ولې که يو خوا ناهيد آپريدي د مخالف اميدوارانو او د عامو حلقو لخوا په تنقيد کښې راغلې نو بلخوا د دغه حلقې زنانؤ په اکثريت سره د هغې ملاتړ کړې دې۔

ناهيد آپريدي په ټاکنو کښې د ګټې ورسته که د زنانؤ او نارينو لپاره يوشان کار کول غواړي خو ولي د هغې ټوله پاملرنه د زنانؤ د ستونزو پله ده نو ځکه هغه غواړي چې په سيمه کښې د اوبو، بجلۍ، او د زنانؤ د تعليم ترڅنګ د صحت او روزګار په ستونزو کار وکړي۔

د ټي اين اين سره خبرو کښې ناهيد آپريدي ويلي د هغې د کوم سياسي اميدوار سره مقابله نشته او نه غواړي چې په ټاکنو کښې دې خامخا برې ترلاسه کړي هغه وايي اصل مقصد مې زنانۀ د سياسي عمل برخه جوړول دي۔

د خپل انتخابي مهم په اړه ناهيد آپريدي وويل هغې په باقاعده توګه کوڅه په کوڅه او ورۀ په وړه خپل انتخابي مهم چلولې او چې چرته کښې هم تللې زنانؤ د هغې تود هرکلې کړي او باور يې ورکړې چې ووټ به هغې له ورکوي۔

د ناهيد آپريدي ترمخه تاريخ کښې په وړومبي ځل داسي شوي چې يوې زنانه په باقاعده توګه بازارونو او حجرو کښې خپل مهم چلولې وي۔

د ناهيد په وينا هغه د سړو خوا له ورځي هغوئ ته په ولاړه وينا کوي او د هغوئ د قائل کولو هڅه کوي که څه هم په دې کار هغه د تنقيد ښکار شوې خو ولې بلخوا د هغې ډاډ ګيرنه هم شوې ده۔

هغه وايي د خپل انتخابي مهم په مهال د زوړعمر سړې سره د هغې ملاقات کيږي بابا هغې ته باور ورکوي چې کوم کار د اسمبلۍ نورو غړو ونکړو هغه به ناهيد آپريدي کوي په کومه چې د هغي حوصله د غره هواره لوړ شوې ده۔

بلخوا ناهيد آپريدي په دې خبره د افسوس څرګندونه کوي چې ځيني ملکان او مفاد پرست خلک په خصوصي توګه لوستي صحافيان د هغې مخالفت کوي خو ولي ناهيد وايي دا د انضمام ميوۀ ده چې نن يو زنانۀ په انتخابي ميدان کښې ولاړه ده او خلک يي چيلنج کوي۔

ناهيد آپريدي ګڼي د نارينو د نمائندګۍ په ځاې ضروري ده چي زنانۀ خپله په وړاندې راشي او د خپلو ستونزو حل کولو لپاره په خپله هڅي وکړي۔

دې لړ کښې د ناهيد آپريدي مخالفت کونکې خبريال طيب آپريدي وايي دا زمونږ بد قسمتي ده چې مونږ په دې دور کښې هم زنانۀ په کورنو دننه قيد ساتلو سره هغه د فيصله سازي د عمله لري ساتل غواړو۔

هغه وويل د خبريال کار د معاشرې د عکاس وي کوم کارچې څنګ وي بايد هغه شان دې اولس وښائي په دې کښې دې خپله ذاتي راے او خوښه نه شاملوي۔

د طيب آپريدي ترمخه دا د جديد دور تقاضه ده چې مونږ په کلتور کښې دننه پاتي کيدو سره زنانؤ ته هر هغه سهولت او آسانۍ ورکړو کومې چې د هغوئ بنيادي حق دې۔

Show More

Related Articles