انتخاباتو کښي قبائلي زنانؤ خپل پخواني روايات بدل کړي

د الېکشن کمیشن ترمخه اووه قبائلي ضلعو او شپږ پخواني اېف آرز کښې د رجسټرډ ووټرانو شمیره پنځویشت لکه نه زیاته ده چې پکښې لس لکه نه سېوا زنانه دي.

په پنځویشتمه جولايۍ د ملک نورو برخو په رنګ قبائلي سیمو کښې هم د قامي اسمبلۍ په دولس څوکو انتخاباتو عمل ترسره شوې. دغه ټاکنو کښې قبائلي زنانه هم د وړاندې په مقابله دا ځل زياته شميره کښې وؤټونه اچولي دي۔

قبائلی سیمو کښې به وړاندې زنانه یا خو د جرګو په زریعه د ووټ حق نه محرومه پاتې کولې شوې او یا به نورو وجوهاتو له وجې هغوي پخپله ووټونو نه شو ورکولې.

د الېکشن کمیشن ترمخه اووه قبائلي ضلعو او شپږ پخواني اېف آرز کښې د رجسټرډ ووټرانو شمیره پنځویشت لکه نه زیاته ده چې پکښې لس لکه نه سېوا زنانه دي. د قبائلي سیاست مدارانو تر مخه وړاندې انتخاباتو کښې به قبائلي سیمو نه په مشکله سره څلور او پنځه فیصده زنانؤ ووټونه اچول ولې دا ځل ئي زاړه روایات مات کړي۔

د کال دوه زره اتلس عام ټول ټاکنو لپاره الېکشن کمېشن هم خبر دارے ورکړے ؤ چي په کومه حلقه د زنانؤ د وؤټ اچولو شرح د لس فيصد نه کمه وه نو د هغي حلقي انتخابات به کالعدم ګرځولي شي۔ په کوم د عمل در امد لپاره اميدوارانو هم سيمو کښي د زنانه ؤ وؤټ اچوني لپاره کوششونه کړي وو، هم دغه وجه ده چي په پنځویشتمه جولايۍ شوې ټول ټاکنو کښې د قبائلي سیمو دولس حلقو کښې دوه لکه اته دیرش زره نه زیاتو زنانؤ ووټونه اچولې دي د کومي مجموعي تناسب چې اته ویشت فیصده نه سيوا دي.

د قبائلي ضلعے باجوړ سره تعلق لرونکي سماجي کارکنه زينب وائي چي وخت سره سره د قبائلي سيمو په اولسي ژوند کښې مثبت بدلون راتلو تر څنګ دغه سيمې خيبر پښتونخوا سره شاميليدل هغه وجوهات دي چي قبائلي زنانؤ هم دا ځل خپل وؤټونه ګڼ شمير کښې واچول “يو خو قبائلي اولس کښي بدلون راغلو، مومندو خبره به زه اوکړم، هلته په خويزو بيزو سيمو کښي  د دوه زره ديارلسم عام ټاکنو کښې يواې زنانه هم وؤټ نه وو اچولې، دي ځل هلته هم په ګڼ شمير کښي زنانؤ وؤټونه واچول۔ يو وجه د قبائلي سيمو خيبر پښتونخوا سره انضمام دے، چي دي وجي د قبائلي سيمو زنانؤ هم دا يو ګام اوچت کړو او ووټ اچولو لپاره را اوتې”

قبائلي سیمو کښې دا وارې په مجموعي توګه اته نیم لکه پورې کسانو ووټونه اچولي دي چې پکښې دوه لکه څلویښت زره پورې زنانه وې او دا رنګ ئي تناسب اته ویشت فيصده نه هم زیات دي. د ضلع کرم زيړان اوسيدونکي رابعه وائي چي دا ځل راته خپل خاوند اولنه وايلي وو چي وؤټ اچولو لپاره خامخه لاړه شم ” د اليکشن په ورځ مه خپل ورکوټې ماشوم کور پريخو دو او زه هلته وؤټ اچولو لپاره لاړم او خپل فرض مو آدا کړو”

د خېبرقبائلي ضلعې سره تعلق لرونکې سیاست دان عطاالله خان افریدي وائي چې قبائلي سیمو کښې د زیاتو زنانو د ووټونو عمل کښې برخه اخستو وجه د الېکشن کمېشن نوي قانون دي “ دا د اليکشن کميشن د لس فيصده زنانؤ ووټ اچولو شرط له وجي ممکنه شوه۔ دي وجي اميدوارانو خپل ټول کوششونه اوکړل۔ هغوئي دا فکر کولو چي که چرته د هغه د کاميابې زيات امکان وي، نو چرته د زنانؤ اليکشن کښي شرکت نه کولو لوجي دوباره دغه عمل ته مجبور نشي”د مومند ضلعے اوسيدونکي راني خان فکر کوي چي پخؤا قبايلي سيمو زنانؤ کښې تعليم او د وؤټ ورکړے اهميت او اګاهي نه وه، کوم لوجي به چي زنانه د اليکشن هلوځلو نه هم نا خبره پاتي شوي ” دا ځل زياته شميره کښې د زنانؤ شرکت وجه د قبايلي اولس بندوبستي سيمو ته کډوال کيدل وو۔ هلته دغه اولس د زنانؤ په اليکشن کښي برخې او وؤټ اچولوپه اهميت پوهه شوؤ”

د اورکزئ ضلعې سره تعلق لرونکي د سکول استاذه یاسمین اورکزۍ هم ټی اېن اېن سره خبرو کښې وئيلي چې وخت تيريدو سره قبائلي زنانؤ کښې هم د سياسي هلو ځلو او په خصوصي توګه د وؤټ اچوني اهميت پيدا شوي ولي نارينه ئي هم اوس دوي ته د وؤټ اچوني نه صرف اجازت ورکوي بلکه په دغه عمل کښي ئي دوئي ته مرسته هم تر لاسه وه چي پولينګ سټيشن پوري اورسوي “مخکښې مونږ ته د وؤټ اهميت معلوم نه وو ځکه به مونږ دي نه ډډه کوله، اوس ئي چي مونږه ته اهميت معلوم شو، نو بس په ټاکلي شوي ورځ مو هلته ځان اورسولو او وؤټ مو واچولو۔ ائينده به هم مونږه وؤټ اچوو دے نه زياتے جذبے سره”

بلخوا د شمالي وزیرستان حلقه یو کم پنځوس نه د اېم اېم ای په ټکټ کامیاب امیدوار مولانا جمال الدین دعوا لري چې چونکه تیر حکومت کښې ده د اوبو په شمول د زنانؤ یو شمیر مسئلې حل کړې وې نو دغه حلقه کښې زنانه په خصوصي توګه ده ته ووټ اچولو لپاره راوتي وي “تير حکومت کښې مه اکثر ځائيونو کښې زنانؤ لپاره ټيوب ويلونه او په کور د ننه د ابو بندوبست کړے وو، هم هغه وجه وه چي زمه د حلقے زنانه ؤ غيرت اوکړو او په ګڼ تعداد کښي وؤټ لپاره راغلې او خپل وؤټ سره ئي زه دوباره کامياب کړم”بل اړخ ته د کرم ایجنسۍ دوه حلقو اېن اے پنځه او شپږ څلويښت کښې د زنانؤ ووټرانو تناسب د ملک زیات تره بندوبستي سیمو نه هم سېوا کتلې شوې. کرمه کښې د نورو سیمو په نسبت د زنانؤ زیاته شمیره کښې د ووټونو استعمال او زنانؤ کښې په دې اړه د پوهي وجوهاتو په حقله د کرم قبائلي ضلعې الېکشن کمشنر نصرالله خان ټي اين ته څه په دي ډول وينه کوي ” اليکشن کميشن قبايلي سيمو کښې په دي اړه د تيريو نيم کال نه خواري اوکړله کوم له وجي چي دلته د زنانؤ وؤټ تناسب ډير ښۀ راغلو۔ دغه لړ کښي مونږ ته اول نه هدايات شوي وو چي زنانؤ کښې د ګاهي لپاره خصوصي کميټې جوړي کړو۔ دغه کميټو په حجرو او جماتونو کښي اولس بار بار د وؤټ اچولو په اهميت او ضرورت پوهه کول، او په خصوصي توګه زنانؤ وؤټ اچولو باندے مونږ ډير کوششونه اوکړل۔ هم دغه وجه وه چي دلته زمونږ د زنانؤ مجموعي تناسب څلويښت فيصده وو کوم چي ډيره ښه شميره بللي شي”قبائلي زنانه ؤ کښې د وؤټ اچوني او دي لړ کښې دغه سيمو کښې د اګاهې پرګرامونه راجوړونکې د تکړه قبائلي خوئيندو نيټ ترجمانه زهره وينا ده چي د ۲۰۱۳ عام انتخاباتو کښې د باجوړ څخه زنانه اميدوارے بادام زري يو سل څلويښت ووټونه تر لاسه کړي وو ولي دا ځل د ضلع کرم څخه علي بيګم  ۱۳۰۰ وؤټونه تر لاسه کړل۔ زهره فکر کوي چي علي بيګم ته زيات وؤټونه زنانؤ ورکړي، کوم نه چي تيرو پينځو کالو کښې په زنانؤ کښې د وؤټ شرح زياتوالي اندازه لګيدے شي ” لويه وجه د اليکشن کميشن د زنانؤ لس فيصده وؤټ اچولو شرط وو، دي نه علاوه د ميډيا دي کښې غټ کردار وو۔ تر څو پوري زمونږه قبايلي زنانه سياست طرف رانشي او دغه رنګ د وؤټ اچولو په عمل کښي پوره پوره شريکي نشي نه ترقي هسي نه راځي۔ زه اميد کوم چي راتلونکي دور کښي به نه صرف قبائلي زنانه وؤټ اچولو عمل کښي پوره پوره برخه اخلي بلکه زنانه به اليکشن کښي هم اودريږي اوس داسي ډيرے تعليم يافته قبايلي زنانه شته چي هغوئي باقاعده اليکشن کښي د نمائنده په طور مقابله اوکړي”

Show More

Related Articles