بي آر ټي جوړېدو سره د کاربن مقدار کمېدو پۀ دعوا ټکونه

بي آر ټي شروع کېدو نه پس به پيښور نه اولني کال کښې یو دیرش زره ټنه د کاربن ډائی اکسائیډ اخراج کميږي خو ماحولیاتي پوهان پۀ دې باوري نۀ دي

افتخار خان:

د پېښور ریپډ بس ټرانزټ منصوبه که ناقصه منصوبه بندۍ او د ځنډ له وجې وړاندې نه د ټکونو په ضد کښې ده ولې منصوبې پي سي ون کښې د ماحولیاتي تحفظ په اړه شوې دعوې هم پورا کېدونکې په نظر نه راځی.

د بی آر ټي پی سي ون کښې دعوا شوې چې د بس سروس شروع کېدو نه پس به پيښور نه اولني کال کښې یو دیرش زره ټنه د کاربن ډائی اکسائیډ اخراج کميږي ولې نه صرف ماحولیاتي پوهان بلکه بعضې حکومتي چارواکي هم اوس د کاربن دومره مقدار کمېدو باندې باوري نه دي.

د پي سي ون مطابق د بي آر ټي سروس شروع کېدو سره به لوئي سړک نه د مسافرو نور ګاډي لکه وېګنې، واړه او لوئي بسونه ختمولې شي او بل دا چې د عام اولس لخوا د خپل ذاتي ګاډو استمال کمېدو ورسره هم امکان دې کومه سره به چې الودګي او په خصوصي توګه د کاربن اخراج کافي حده پورې کم شي.

د ریجنل ټرانسپورټ محکمې تر مخه دا محال پېښور ښار کښې درې څلور سوه پنځه وېګنې او درې نیم سوه واړه او لوئي بسونه دي. که ضلعې حکومت او د ټرانسپورټ محکمه خپله دعوا ریښتوني کړي او ښار نه ټول پبلک ټرانسپورټ ډډې ته کړې نو بیا هم د ماحولیاتي چارو پوهانو مطابق دومره لوئي مقدار کښې د کاربن اخراج نشي کمېدې.

پېښور ته روزانه پۀ بنياد اووۀ لکه نه زيات ګاډي ځي راځي: د افتخار خان فوټو

د پېښور ریپډ بس ټرانزټ یعنې بي آر ټي په منصوبه کال دوه زره اوولس اکتوبر میاشت کښې شروع کړې شوې وه او افتتاح په وخت د هغه وخت وزیراعلی پرویز خټک دعوا او وعده کړې وه چې شپږ میاشتو کښې به سر ته رسیږي ولې د اوولس میاشتو تیرېدو باؤجود دغه وعده او دعوا ریښتونې نشوه. دا منصوبې اولنې لګخت اووه څلويښت اربه روپۍ لګولې شوې وؤ چې پکښې څلويښت اربه د ایشیا ترقیاتي بېنک د قرضې په شکل کښې منظورې کړې وې ولې اووه اربه صوبائي حکومت برداشت کولو فېصله کړې وه. د منصوبې نزدې زریعو مطابق لګخت ئي اوس شپږ شپيته اربه روپو ته رسیدلې چې پکښې د صوبائي حکومت برخه هم هغه زړه یعنې اووه اربه روپۍ ده ولې نورې اضافې پيسې ایشیائي ترقیاتي بېنک لګوي.

بي آر ټي منصوبې ته تهرډ جنریشن منصوبه وئیلې کيږي چې پکښې به مېن روټ باندې د خصوصي بسونه چلېدو نه علاوه پنځه فیډر روټس هم دي. فیډر روټس نه به دغه بسونه مسافر مېن روټ ته راؤلي او دغه ګاډو لپاره په باړه روډ، ورسک روډ، کوهاټ روډ، رېنګ روډ او چارسده روډ سره خپل د اِن آؤټ لارې هم ورکړې شوی دي.

د پيښور ترقیاتي ادارې ډائریکټر جنرل ټي اېن اېن سره خبرو کښې ویلې چې بي آر ټي سروس کښې به دوه سوه شل بسونه وي چې به پکښې روزانه په بنیاد درې نیم لاک پورې مسافر سفر کوي. د پي ډي اې مشر اسرارالحق وئيلې بي آر ټي شروع کېدو نه پس به دې روټ نه ټول د پبلک ټرانسپورټ ګاډي ختمولې شي. ولې بل اړخ ته دوي پخپله منلې ده دې روټ نه لرې کولو مطلب دا نه دې چې دا ګاډي به د ښار نه په مکمل توګه ختم کړې شي. “زیات امکان دا دې چې وېګنو او بسونو مالکان به ښار کښې په نور روټس خپل تګ راتګ شروع کړي” د پی ډي ای مشر انديښنه څرګنده کړه او زیاته ئی کړه ” ښار کښې د الودګۍ لویه وجه دا پنځوس او شپیته کاله زاړه ګاډي دي کومه چې زیات موبل آئل او تیل سوزولو سره زیاته الودګي پيدا کوي”

ډائریکټر اوېل چې چونکه دا منصوبه د ایشین ترقیاتي بېنک په مرسته ترسره کيږي نو د هغوي په وېنا دې کښې د ماحولیاتي تحفظ د مختلف ګامونو ډیر خیال ساتلې شوې دې. ده اوېل چې د کاربن اخراج کمېدو دعوا صرف د وېګنو او بسونو ختمېدو په رڼا کښې نه وه شوې بلکه دې کښې نور هم ډیر عوامل ذهن کښې ساتلې شوي وؤ چې پکښې ښار نه د رکشو او ټیکسیانو کمول او روډونه عام ټریفک لپاره صفا کول هم شامل دي.

د ریجنل ټرانسپورټ محکمې د شمیرې مطابق ښار کښې دا محال دوویشت زره پورې  رجسټر شوې رکشې او پنځه نیم زره پورې ټېکسیان دي ولې دې نه علاوه په زرګونو رکشې او ټېکسیان غیرقانوني هم دی.

د پيښور ټریفک پولیس هم د ریجنل ټرانسپورټ اتهارټي د موقف تائيد کوي. د ټریفک پولیس ترجمان رشید خان ټي اېن اېن سره خبرو کښې دعوا کړې چې ښار کښې دا محال یو لاکه پورې غیررجسټرډ رکشې او پنځلس زره پورې ټېکسیان ګرځي. رشید خان اوېل چې د ټریفک رش جوړېدو او الودګۍ لویه وجه هم دا غیرقانوني رکشې او ټېکسیان دي. رشید خان هم د بي آر ټي شروع کېدو سره د الودګۍ کمېدو په اړه زیات پرامېده نه دې او وائي چې صرف درې، سوه وېګنې ختمولو سره الودګۍ نه کمیږي بلکه تر څو چې دا ټولې غیرقانوني ګاډي ښار نه لرې کړې شوې نه وي نو نه صرف د فضا د خیچنوالي به هم دا بدحال وي بلکه د ټریفک رش به هم ورسره کم نشي.

کال دوه زره شپاړس کښې د صحت نړي والې ادارې ډبلیو اېچ او خپل یو رپورټ کښې پېښور د نړۍ دوېم زیات خیچن ښار ګرځولې وؤ او وئیلې ؤ چې پي اېم ۱۰(هوا کښې موجود د الودګۍ زرات) پکښې د ټاکلې شوط معیار نه ډیر زیات دي. دغه رپورټ د کال دوه زره یوولس نه تر پنځلس پورې شوې سروې په رڼا کښې تیار کړې شوې وؤ.

د پېښور پوهنتون د ماحولیاتي چاو څآنګې چئیرمېن ډاکټر حزب الله وائي چې د دغه رپوټ وروسته تیر یو نیم دوه کاله کښې د پېښور ښار آب و هوا نوره هم خیچنه شوې ده د کومې له وجه چې د بي آر ټي تعمیراتي کار دې. ده اوېل چې منصوبې له وجې نه صرف هر وخت ټریفک رش جوړ وي کومه چې هوا ته د زیات کاربن ډائی اکسائيډ، سلفر ډائي اکسائيډ، نائیټروجن ډائي اکسائیډ، هائيډروجن اکسائيډ او پارټيکولېټ مېټرز خارجولو زریعه ګرځي او ورسره ورسره د صوتي یعنې د آواز آلودګي هم پيدا کوي.

په ټول روټ چې وګورې نو دوړه او لوګي وي کومه چې د اوسیدونکي ساه اخستو سره تیروي او پهیپهړو ته سخت زیان رسوي. او بل صوتي الودګۍ له وجې هم خلک نفسیاتي بیمارو کښې اخته شوي دي

ټي اېن اېن سره خبرو کښې ډاکټر حزب الله تور لګوي چې د بي آر ټي تعمیراتي کار دوران د ماحولیاتي تحفظ په اړه د ایشیائی ترقیاتي بېنک د معیار او هدایاتو هیڅ خیال نه دې ساتلې شوې. دې نه علاوه بي آر ټي لپاره په سلګونو ونې هم وهلې کړې شوي دي چې پکښې بعضې سلګونه کاله زړې وې.

پېښور کال دوه زره شپاړس کښې ډبليو ايچ او لخوا د نړۍ دويم زيات خيچن ښار ګرځول شوے وو: د افتخار خان فوټو

د بي آر ټي تعمیراتي کار ټولو نه زیات د ټریفک وارډنز متاثره شويدي، رشید خان اوېل. “پيښور ښار کښې زمونږ درې سوه پورې اهلکارو کښې د ساه او پهیپهړو مختلف قسمه بېماریانې رامخې ته شوې او چې کله مو وجوهات معلوم کړل نو د بي آر ټي ګرد ئي لویه وجه وه” د ټریفک ترجمان اوېل او زیاته ئي کړه چې دې لړ کښې د دوي محکمې پي ډي ای ته باقاعده توګه باندې خط استولې چې د بیمار اهلکار علاج بندوبست وکړي ځکه چې بیمارۍ ذمه وار ئي هغوي دي. رشید خان اوېل چې اؤل پي ډي ای د دغه اهلکارو علاج ته غاړه ایخودې وه ولې اوس پرې بیرته خاموشه شوې دي.

د بي آر ټي تعمیراتي کار دوران د ماحولیاتي تحفظ خیال نه ساتل کېدو باندې پېښور هائي کورټ هم نوټس اخستې وؤ او د ماحولیاتي چارو تحفظ ادارې اي پي ای ته په روزانه په بنیاد د دې څارنې کولو هدایات جاري کړي وؤ.

د اي پي ای ډائریکټر جنرل ډاکټر بشیر احمد وائي چې د هائي کورټ وېنا مطابق به دوي د تعمیراتي کار ځآیونو کښې روزانه په بنیاد دوه او درې ځله د اوبو چړکاؤ او نوره څارنه به ئی هم کوله او په دې اړه به هر پنځلس ورځې پس عدالت سره رپورټ هم جمع کولو.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې ډاکټر بشیر زیاته کړه چې دې نه علاوه د ایشین بېنک انوائرنمنټل کنسلټنټ پخپله هم د دې منصوبې باقاعده څارنه کړې .

بي آر ټي لپاره د ونې وهل کېدو په اړه ډاکټر بشیر اوېل چې متعلقه چارواکو دغه نه وې کټ کړې بلکه روغې ویستل کېدو سره پکښې زیات تره بیرته په رنګ روډ او د ښار نورو ځایونو کښې نالې کړې وې او صرف د لاچۍ په شمول صرف هغه بعضې ونې ئي په مکمل توګه کټ کړې وې کومه چې ماحول لپاره زیاتې موزو نه وې.

پېښور کښې د الودګۍ وجوهاتو په اړه د اي پي ای مشر افسر اوېل چې زیات پکښې د ګاډو نه خارجېدونکو لوګې او په دوېم نمبر مختلفې کارخانې دي. ده اوېل چې د کارخانو الودګي کمولو لپاره دوي وړاندې نه کاروایانې شروع کړي ولې طمع ده چې بي آر ټي سره به د ګاډو رش هم کم شي.

بي آر ټي سروس شروع نه پس به مين روټ نه عام بسونه او ويګنې ختمولے شي: د افتخار خان فوټو

“پېښور ته روزانه په بنیاد اووه لکه نه زیات ګاډي ځي او راځي، ما ته نه ښکاري چې بي آر ټي له وجې به دغه ګاډو کښې څه کمې راشي” د ټرېفک ترجمان رشید خان اوېل او زیاته ئی کړه چې ښار نه د ګاډو کمولو دوه لوئي زریعې کېدې شي، یو دا چې دا ټولې اډې دې ښار نه بهر ویستلې شي او بل دا چې د بي آر ټي کرایه دې کم نه کم وساتلې شي.”د بي آر ټي کرایه في سټاپ لس روپو نه زیاته نه ده پکار، چې کرایه کمه وي نو خلک به ټېکسیان او رکشې نه استمالوي چې ورسره به نه صرف دا منصوبه کامیابه شي بلکه ښار نه به رش او الودګۍ هم کافي حده پورې کمه شي.

Show More

Related Articles