قبائلي سیمو لپاره د جج صاحبانو تعیناتۍ سره به څه بدلون راشي؟

پېښور هائي کورټ اولنۍ مرحله کښې د پنځه زنانؤ په شمول اتویشت جج صاحیان تعینات کړې

افتخار خان

خېبرپښتونخوا حکومت قبائلي سیمو کښې د عدالتي نظام لپاره د نهه سوه اووه څوکو اعلان کړې چې پکښې پېښور هائي کورټ اولنۍ مرحله کښې د پنځه زنانؤ په شمول اتویشت جج صاحیان تعینات کړې هم دي. په پنځویشتمه فرورۍ قبائلي سیمو لپاره د جج صاحبانو تعیناتۍ وروسته د عدالتي نظام فعالولو په خاطر پېښور هائي کورټ په اوویشتمه فرورۍ د خېبر او کرمې دوه کېسونه اوریدو نه  هم انکار کړې او خپل متعلقه ضلعې سیشن ججز ته منتقل کولو احکامات ئي جاري کړي وؤ.

د عدالتونو فعالېدو سره زیات تره قبائلي اولس د خوشحالۍ څرګندونه کوې او وائي چې دې وړاندې په دوي یو غیرانساني قانوني اېف سي آر لاګو وؤ چې په هغې کښې به انتظامیه، مقننه او عدلیه ټولې محکمې د یو تن سره وې ولې اوس هره محکمه بئیلېدو سره به دوې ته انصاف ترلاسه کول آسان شي.

د خېبرضلعې باړې اوسیدونکې عامر رضا وائي چې پنځلس کالو نه ئي سیمه کښې په څه زمکه شخړه راوانه ده ولې مقامي جرګې د پېسو په لالچ کښې فېصله نه کوله. ټي اېن اېن سره خبرو کښې عامر رضا اوېل چې اوس ئي عدالت ته کېس وړې دې او طمع لري چې ډیر زر به فېصله شي.

تیراه میدان کښې مو د پلار نیکه په زمکه لانجه روانه ده، څو کالو راهسې رانه جرګو بلها ګډان اوخوړل خو فېصله ئي نه کوله او تاریخونه به ئي راکولعامر رضا اوېل او زیاته ئی کړه چې اوس ئي عدالت کښې کېس جمع کړې چې پکښې مخالف فریق پسې هم نوټس شوې دې او پوخ یقین لري چې څلور، پنځه تاریخونو کښې به کېس فېصله شی

شمالي وزیرستان کښې یو فلاحې تنظیم چلونکې بشیر هم د عامر رضا د موقف تائید کوي چې جرګې به شفاف طریقې سره نه کېدې او همیشه به د هغه خلکو په حق کښې فېصله کېده چې د زیاتو پېسو یا زور سره به ئي اثر رسوخ لرلو.

ده واضحه کړه چې کوم تن به په جرګې خرڅې کولې او یا به ئي نور څه زور لرلو نو جرګه به هغه اړخ ته مائل کېده او فېصله به ئي په حقائق یا ثبوتونو نه کوله. بشیر تور ولګولو چې د جرګو بعضې مشران به خرڅېدل هم او داسې حالاتو کښې غریبان خلک ډیر متاثره کېدل.

ده زیاته کړه چې زوړ د اېف سي آر نظام کښې ځوانان ډیر متاثره وؤ “چې نوکرۍ به راغلې نو د زورآور خلکو خپله مرضي وه چې چا ته به ئي په مخ ملازه ورکولې یا په پېسو ولې په ضد هیڅ قانوني کاروائی نشوه کېدلې، ولې اوس ځوانانو ته داسې حالاتو کښې د عدالت دروازې پرانستې وي” بشیر اوېل.

د نارینؤ سره سره قبائلي زنانه هم عدالتي نظام ته خوشاله دي، په دې اړه د اورکزئي سیمې اوسیدونکې او قبائلي زنانؤ حقونو لپاره هلې ځلې کوونکې نوشین جمال وائي چې د عدالتي نظام سره په خصوصي توګه زنانؤ ته ډيرې ګټې په لاس ورشي ځکه چې قبائلي سیمو کښې د نارینؤ په نسبت د زنانه زیاتې متاثره وې او د هغوې اکثره مسئلې خو به جرګو ته هم نشې وړاندې کېدې.

نوشین زیاته کړه چې د نوي نظام ګټې مخې ته راتلو کښې به وخت ضرور لګي ولې بیا هم طمع ده چې حالات به ورسره ډير ښه شي او په خصوصي توګه زنانؤ د پاره.

“د قبائلي زنانؤ متعلق یو شمیر کېسونه ټریبیونل کښې پراته دي نو عدالتي نظام سره به دومره خو اوشي چې دغه شته کېسونه به په ترجیحي بنیادونو حل شي”

“ما په خپلو سترګو کتلې دي چې اورکزئي کښې یو تن په ذاتي شخړه خپل یو تن اوژلو او بیا کور ته راغلو او خپله ښځه ئي اوژله او په دواڼو ئی د ناجائز تعلقاتو تور اولګولو، نو داسې حالاتو کښې به ملزم نه څوک تپوس والا نه وؤ” دې اوېل.

نوشین جماله زیاته کړه چې عدالتي نظام غځېدو سره به اوس دومره اوشي چې د داسې واقعو پوښتنه به کيږي۔

پېښور هائی کورټ قبائلي سیمو لپاره د عدلئي فعالولو لپاره اتویشت جج صاحبان تعینات کړي ولې دغه سیمو کښې د جوډیشل کمپلکس نیشتوالي له وجې ججان د هرې قبائلي ضلعې په خآئي هغې سره نزدې ضلع کښې ډیوټي ترسره کوي. چې تر مخه ئي د خېبر جوډیشل افسرانو لپاره پېښور، د اورکزو او کرمې په هنګو، شمالي وزیرستان په بنو، جنوبي وزیرستان ټانک، مهمند چارسده او د باجوړ افسرانو په دیر تیمرګره کښې د ذمه دارو ترسره کولو بندوبست شوې دې. د حکومتي زریعو تر مخه قبائلي ضلعو کښې د باقاعده جوډیشل کمپلکس لپاره ځآیونه خوښ کړې شوي ولې د هغې جوړېدو پورې به دغه عدالتونه هم بندوبستي سیمو کښې قائم وي.

پاړه چنار کښې ژوند کوونکې د سکول استاذه شازیه بي بي وائي چې د عدالتي نظام سره به قبائلي زنانؤ ته د انصاف ترلاسه کولو یوه باقاعده لار مېلاؤ شي ولې پکار ده چې دا عدالتونه دې زر تر زره متعلقه قبائلي سیمو کښې دننه قائم کړې شي.

شازیه اوېل “مونږ عدالتي نظام ته خوشحال یو خو اوس مسئله دا ده چې د کېس لپاره به هنګو ته ځو نو دا ډیره ګرانه ده. هره قبائلي ضلع کښې سرکارې ودانۍ شته نو پکار ده چې جوډیشل کمپلکس جوړېدو پورې عارضي عدالتونه هم هغلته قائم شوې وؤ”

د عدالتي نظام نه وړاندې قبائلی اولس په سلګونه کالو پورې خپلې شخړې او لانجې د جرګو د لارې هوارولې. بعضې تنان اوس هم ګڼلي چې قبائلی اولس د جرګو دغه نظام نه راویستو او پکښې د عدالتي نظام عام کولو کښې وخت لګېدلې شي او بل دا چې دې لړ کښې اولس کښې د شعور بیدارولو لپاره ګامونه هم پورته کول پکار دي

بعضې قبائلی اولس دا انديښنې لرې چې عدالتي نظام سره به ئی روایتې جرګې ختمې شي ولې د اورکزئی قبائلي ضلعې مقامي مشر ملک مثل خان دغه انديښنې بې ځآیه بولي او وائي چې دې سره به جرګو ته باقاعده قانوني شکل مېلاويږي او نورې به هم مضبوطې او شفافه شي.

ملک مثل خان ټې اېن اېن سره خبرو کښې اوېل چې د خېبرپښتونخوا نورو ضلعو په رنګ قبائلي سیمو کښې به هم هره تهانړه کښې ډي آر سي په نوم جرګې قائم وي او کوشش به کوي چې کېس عدالت ته تلو نه وړاندې هم دغه جرګه کښې فېصله شي۔

ده زیاته کړه “ډي آر سي جرګه کښې نه صرف د هرې سیمې قامي مشران، علمائي کرام، استاذان شامل وي بلکه دې کښې ځوانانو او زنانؤ ته هم باقاعده نمائندګي ترلاسه وي او بل دا چې دې جرګو ته قانوني حیثیت هم حاصل وي”

 

Show More

Related Articles