قبائلي زنانؤ ته د ووټ اچولو حق حاصل دې که نه؟

د الېکشن کمېشن ترجمان واضحه کړې چې شریک پولنګ سټېشنو کښې به د زنانؤ او نارینؤ پولنګ بوتونه ځآن ځآنله وي او دې لړ کښې د قبائلي روایاتو مطابق د پردې خاص خیال ساتلې شوې دې

افتخار خان

خېبرپښتونخوا کښې نوې ورګډې شوې قبائلي سیمو کښې په شلمه جولائي کېدونکې انتخاباتو لپاره اتلس سوه پنځه نوې پولنګ سټېشنې قائمې کړې شوې دې چې پکښې صرف درې سوه شپږ اوویا د زنانؤ لپاره په مخصوصه توګه دي. د الېکشن کمېشن تر مخه انتخاباتو لپاره څلور سوه دوه اتیا د نارینو لپاره مخصوص دي ولې یو زر اووه دیرش داسې پولنګ سټېشنې دې چې د نارینؤ او زنانؤ شریکې دي.

د الېکشن کمېشن ترجمان واضحه کړې چې شریک پولنګ سټېشنو کښې به د زنانؤ او نارینؤ پولنګ بوتونه ځآن ځآنله وي او دې لړ کښې د قبائلي روایاتو مطابق د پردې خاص خیال ساتلې شوې دې.

خېبرپښتونخوا او نوې ضم شوې قبائلي سیمو کښې د زنانؤ انتخاباتو کښې برخه اخستل او ووټ اچول همېشه نه یوه لانجه منه معامله راروانه ده. که بعضې خلک اوس هم الېکشن کښې د زنانؤ د برخې خلاف دي ولې بعضې داسې هم دي چې نه صرف انتخابات کوونکې زنانؤ ملاتړ جوړ شوې بلکه عام زنانؤ ته په خپله خوښه د ووټ اچولو حق ورکولو لپاره هم هلې ځلې کوي.

وړاندې وختونو کښې که هر څو الېکشن کښې د قبائلي زنانؤ برخه د نېشت برابر وه ولې تېرو دوه انتخاباتو کښې دا روایات کافي حده پورې بدل شوي.  کال دوه زره دیارلس انتخاباتو کښې باجوړ نه بادام زري په عام څوکۍ د انتخاباتو کولو سره د قبائلي سیمو تاریخ کښې الېکشن کوونکې اولنې زنانه ګرځېدلې ده ولې تیرکال ټول ټاکنو کښې کرمې نه علي بیګم هم په عام څوکۍ انتخاباتو کښې برخه اخستو سره خلک حیرانه کړې وؤ. دغه روایات د خېبر ناهید افریدي او د کرمې ملاسه په وړاندې بوتلې څوک چې په شلمه جولائي کېدونکي د صوبائي اسمبلۍ انتخاباتو کښې برخه اخلي.

د زنانؤ امیدوارانو مخې ته راتلو نه علاوه قبائلي زنانه د ووټر په حېث هم اوس شاته نه دي پاتې. د الېکشن کمېشن ریکارډ تر مخه تیرعام انتخاباتو لپاره د کال دوه زره دیارلس انتخاباتو په نسبت قبائلي سیمو نه څلويښت فیصده زیاتو زنانؤ خپل ووټونه رجسټر کړې وؤ او هم دا وجه وه چې د کال دوه زره اتلس جنرل الېکشن کښې د قبائلي زنانؤ د ووټونو شرح هم د تیر شوې ټولو انتخاباتو نه زیاته وه.

د کرمې حلقې پي کی یو سل اته نه راتلونکې انتخاباتو کښې د آزاد امیدوار په حېث برخه اخستونکې ډاکټر عارف حسین وائي چې قبائلي سیمو کښې رجسټرډ اتویشت لکه ووټونو کښې یوولس لکه نه زیات د زنانؤ دي کومه چې د امیدوارانو د ګټې او بیلات فېصله کولې شي. دې وائي چې خپل کمپېن کښې په اولس دا زور هم رآؤړي چې زنانه هم ووټونو لپاره راؤباسي.

عارف حسین وائي د شریک پولنګ سټېشنو سره د زنانؤ زیاته شمیره کښې ووټ له راتلو طمع ده ځکه چې نارینه به ځآن سره خپلې زنانه راؤلي او ځآنله سټېشن ته د تلو ضرورت به ورته نه وي.

تیر عام انتخاباتو کښې په ټولو قبائلي سیمو کښې صرف شمالي وزیرستان کښې د زنانؤ ووټرانو شرح ټولو نه کمه ریکارډ شوې وه او الېکشن کمېشن تر مخه د شمالي وزیرستان د قامي اسمبلۍ په یو حلقه اچولو شوې ووټونو کښې د زنانؤ د ووټونو شرح نهه فیصده او په بله حلقه پنځلس فیصده نه هم کمه وه. ولې دا ځل اد شمالي وزیرستان امیدوارانو او عام خلکو د زیات نه زیاتو زنانؤ ته د ووټ استمالولو حق میلاویدو طمعې تړلې دي. د میران شاه مقامي مشر ملک ضیا هم د زنانؤ د ووټونو په حق کښې دې او وائي چې زنانه په خپله خوښه ووټ اچولو ته پریښوستل پکار دي.

ملک ضیا خیال لري چې قبائلي سیمو کښې اکثره زنانه د خپلو نارینو په وېنا خپل ووټ یو مخصوص تن ته اچوې ولې پکار ده چې دې لړ کښې زنانه خپلې رائي پخپله خوښه استمالولو ته پریخودلې شي.

وړاندې وختونو کښې سیاسي پارټیانو لخوا زنانؤ امیدوارانو ته او عام اولس لخوا د زنانؤ ووټونو ته اهمیت نه ورکولو له وجې سیاست کښې د زنانؤ کردار د نیشت برابر وؤ ولې اوس  الېکشن کمېشن آف پاکستان په ټولو سیاسي پارټیانو باندې لازمي ګرځولې ده چې هرې اسمبلۍ لپاره به خپل ټکټونو کښې پنځه فیصده خامخا زنانؤ امیدورانو ته ورکوي، ولې دې نه علاوه الېکشن کمېشن په هره حلقه کښې د زنانؤ ووټونه کم نه کم لس فیصده لازمي ګرځولې او زنانه د ووټ اچولو نه منع کول ئی جرم بللې دې. د الېکشن کمېشن دې فېصلو تیرو انتخاباتو کښې ګټې ورې نتیجې رامينځ ته شوې او زنانؤ زیاته شمیره کښې د پولنګ سټېشنو مخه کړې وه.

د خېبر باړې قبائلي مشر ملک شرافت وائي چې دوې اوس هم د زنانؤ په الېکشن کښې د برخې اخستو خلاف دي ولې صرف په هغه صورت کښې د ووټ اچولو اجازه ورکولې شي چې د پردې او نورو قبائلي روایاتو ئي پوره خیال وساتلې شي.

ملک شرافت وائي که د زنانؤ پولنګ سټېشنو کښې د پولنګ او سکيورټي عمله زنانه نه وې نو دوې به خپلې زنانه کله هم پولنګ سټېشن ته پریږندي.

قبائلي سیمو کښې د صوبائي اسمبلۍ راتلونکې انتخاباتو کښې برخه اخستونکي قریباً درې سوه امیدوارانو کښې دوه زنانه هم شاملې دي. چې پکښې د خېبر ضلعې حلقه یو سل شپږ نه د عوامې نېشنل پارټۍ غړې ناهید افریدي او د کرمې حلقې یو سل نهه نه د جماعت اسلامي ملاسه بي بي شامله ده.

د کرمې سماجي غړې نوشین بي بي وائي چې دا ټول د انضمام ثمرات دي چې قبائلي زنانه صرف کورونو پورې محدودې نه دي پاتې بلکه د خپل اولس نمائندګي هم کوي.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې نوشین اوېل چې نورو زنانؤ ته هم د ناهید او ملاسه نه سبق اخستل پکار دي او ووټ اچولو سره ورته د دې جمهوري عمل په وړاندې بوتلو کښې برخه کردار ادا کول پکار دي.

قبائلي سیمو ته په صوبائي اسمبلۍ کښې د شپاړس جنرل سیټونو سره سره څلور د زنانؤ لپاره او یو د اقلیتي ورورولۍ لپاره مخصوص څوکۍ هم ورکړې شوی دي چې پرې ټولو پارټو د خپل امیدوارانو اعلانونه کړې دي. دغه کښې د اقلیتو څوکۍ لپاره جمیعت علمائي اسلام ف خپل ټکټ د خېبرلنډي کوتل سره تعلق لرونکې د عیسائي ورورولۍ ثریا ورکړې. ثریا بي بي وائي چې وړاندې نه د چاپیرچل د بیوسه زنانؤ د خېرښېګړې کارونه کوي او دا چې د دې انتخاب به د ټولې ټولنې ګټه وي.

ثریا ټي اېن اېن سره خبرو کښې وېلې چې قبائلي سیمو کښې کله د داسې بدلون طمع هم وه چې دوې ته به هم کله د خپل خلکو د نمائندګۍ حق مېلاویږي.

 

Show More

Related Articles