“د قبائلي ضلعو نه ټاکل شوي ايم پي ايز ته د قانون سازي په اړه تربيت ورکولې پکار دي”

ټول منتخب نمائندګان بايد خپل ځان د سياسي اختلاف نه لري وساتي دوي له پکار ده چې د قبائلي اولس د خيرښيګرې لپاره کار وکړي

خالده نياز

“قبائلي ضلعو کښې د شوي انتخاباتو او له دغه سيمو څخه ټاکل شوو ايم پي ايز به په دغه ضلعو ډير اثر پريوځي يو خو به په صوبائي اسمبلۍ کښې د نمائندګۍ سره اختيارات لاندې کچې ته منتقل شي، د اولس ستونزې به د واکمندو مخي ته راشي او د قبائلي اولس محرومۍ به ترڅه حده ختمې شي”

د دي خيالاتو څرګندونه د کرمې ضلعې سره تعلق لرونکي سينيئر وکيل محمد هاشم خان مينګل د ټي اين اين بدلون پروګرام کښې د خبرو په مهال کړې چې دغه مهال د هغه سره د جنوبي وزيرستان ملک عطاءالله خان محسود او د زنانؤ حقونو لپاره کارکونکي سماجي غړې شګفته ګل هم موجود وۀ۔

محمد هاشم مېنګل وايي د قبائلي ضلعو اولس د يو شمير ستونزو ښکار دې چې پکښې تعليم ، صحت ، انفراسټرکچر او کاروبار د ذکر وړ دي خو ټاکل شوي ايم پي ايز به د دغو ستونزو حل کولو لپاره کار کوي د کومې مثبت اثر چې به د قبائلي اولس په ژوند پريوځي او د هغوئ په ژوند کښې به بدلون راځي۔

ملک عطاء الله خان هم وايي چې قبائلي ضلعو کښې ډيرې ستونزې شتون لري خو اولس د ټاکل شوي نمائندګانو څخه طمعه لري چې دوي به د خپلو سيمو ستونزو حل لپاره کار کوي۔

هغه وويل ” زما د کومې سياسي ګوند سره تعلق نشته زه هر هغه ګوند خپل ګڼم څوک چې د هيواد او قبائلي ضلعو لپاره کار کوي ولي چې قبائلي ضلعو کښې د ترقياتي کارونو ډير ضرورت دې، مکين د وزيرستان لوې مرکز دې هلته تراوسه يو هسپتال هم نشته سکولونو ځانله ويجاړ پراته دي کالجونو نشته  نو ځکه مونږ د اوسني ټاکل شوو نمائندګانو څخه اميدونه ساتو که چرې دوي په صحيح معنو ترقياتي کارونه وکړي سيمه ورسره ترقي موندلې شي، د خلکو ستونزو کښې کمې رامخي ته کيداې شي خو که دوي داسې نه کوي بيا يي له ټاکل کيدو هيڅ فائده نشته ”

بلخوا شګتفه ګل وايي که هر څو  ۲۵ اييني ترميم فيصله په جلدبازۍ کښي شوي خو بيا هم قبائلي اولس لپاره د اميد رڼا پيدا شوې ولي له دې وړاندې به د سيمي ايم اين ايز د دوي لپاره قانون سازي نه شوه کولې خو اوس دوي ته د خيبرپښتونخوا په اسمبلۍ کښې نمائندګي هم ترلاسه شوې او دوي کولې شي چې د قبائلي لپاره قانون سازي هم جوړ کړې او غږ هم پورته کړي۔

هغې د تجويز ورکولو سره وويل ” زه ګڼم وړومبې د قبائلي ضلعو نه ټاکل شوي ايم پي ايز ته د قانون سازي په اړه تربيت ورکولې پکار دي دوي ته ويل دي چې ستاسو کار يواځې سړکونو او نالۍ پخول نه دي بلکې ستاسو کار قانون سازي ده ، د دوي لپاره دي د پوهه سياستدانانو په مشرۍ کښې مينټور جوړ کړل شي څوک چې دوي ته وښائي ايکټ څه دے ؟ بل څه دے ؟ پاليسي څنګه جوړولې شي او داسې نور ډير څه، له دې نه علاوه ايم پي ايز له پکار ده چې دوي وګوري په قبائل ضلعو کښې کوم کوم ځاې څه څه ستونزه ده کومي چې سمدستي حل کولو غواړي”

شفګه ګل وايي د ټاکل شوي نمائندګانو څخه خلک ډير توقعات ساتي يو خو د ټولو ټاکل شوو نمائندګانو تعلق هم د قبائلي ضلعو سره دې نو ځکه به دوي ته د خپلو سيمو د ستونزو ډيره پته وي او بله دا چې خلکو په دوې بهروسه کړې نو ګورو چې چې څه رنګه دوي د خلکو په بهروسه پوره پريوځي او د هغوئ ستونزې حل کوي۔

د يوې پوښتنې په ځواب کښې هاشم مېنګل وويل د ټاکل شوي ايم پي ايز وړومبې کار قانون سازي ده دې نه علاوه د قبائلي اولس چې کوم بنيادي ضرورتونه دي لکه تعليم، صحت بيا آباد کاري په دې پاملرنه وشي ولي چې په دې خلکو د جنګ دور تيروتلې او پکښې د دوي ډير نقصانونه شوي دي۔

هغه وويل ټول منتخب نمائندګان بايد خپل ځان د سياسي اختلاف نه لري وساتي دوي له پکار ده چې د قبائلي اولس د خيرښيګرې لپاره کار وکړي ولې چې دا خلک د يوې اوږدې مودې راهسې د خپل بنيادي حقونو څخه محرومه ساتل شوي دي۔

هغه وايي د کال دوۀ زرۀ يو نه وړاندې چې ما په قبائلي ضلعو کښې کوم کاروبار ليدلي ؤ د هغي اوس او نوم او نښه نشته دې لپاره کار کول دي، دې نه علاوه کالجونه او سکولونه نه يواځې جوړول دې بلکي په دې نظر هم ساتل دي چې منصوبه يي په سمه طريقه پائي ته ورسيږي۔

له دې ترڅنګ شګفته ګل وايي وړومبي کار د صوبائي اسمبلۍ د ټاکنو ؤ کوم چې ترسره شوې دې اوس د بلدياتي ټاکنو وار دې د هغې په وينا اولس په قامي دهاره کښې راوستلو لپاره عمل شروع شوې بس لږ د صبر نه کار اخستل پکار دي که څه هم قبائلي اوس ته هغه رنګه حقونه او سهولتونه نه دې ورکړل شوي خو بيا هم دوي ته به په خپلو حقونو ورکولو کښې لږ وخت لګي۔

د يوې پوښتنې په ځواب کښې ملک عطاءالله خان وويل له بده مرغه مونږ د سړکونو، نالو او د نور انفرادي مفاداتو عادت شوي يو خو اوس مونږ له پکار دي چې د دې څيزونو څخه راوځو او مخې پر وړاندې لاړ شو په دې کښې د ټولو نه سيوا کار منتخب شوې نمائندګانو له پکار دې که چرې ايم پي ايز په سمه توګه کار شروع کړي نو هغه ورځ لرې نه ده چې قبائلي ضلعې هم د ترقۍ په لور روانې شي۔

هغه زياتوي دوي بايد د انفرادي کارونو په ځاې اجتماعي کارونه وکړي ولې چې د سکولونو، کالجونو او هسپتالونو جوړولو سره سره د نورو اجتماعي فائدو کارونه کول هم پکار دي۔

په خپلو خبرو کښې شفګه ګل زياتوي چې دې ايم پي ايز له پکار دي چې د قبائلي ضلعو د زنانو حقونو لپاره هم کار وکړي ولې چې قبائلي زنانۀ هم له يو شمير ستونزو ښکار دي او د هغې حل کولو ضروري دي۔

هغې وويل بايد د قبائلي زنانه خپلواکه جوړولو او د هغوئ ستونزو ختمولو لپاره په باقاعده توګه منصوبه بندي وکړې شي۔

Show More

Related Articles