د نوې قبائلي نمائندګانو ترجیحات او د اولس طمعې

 قبائلي سيمو ته شپاړس جنرل څوکو نه علاوه څلور د زنانؤ او یو د اقلیت مخصوص سیټ هم ورکړې شوې دې او حکومتي زریعې وائي چي روانه هفته کښې دغه ټولو نه د حلف اخستو طمع ده

افتخار خان

قبائلي سیمو کښې د صوبائي اسمبلۍ انتخابات په شلمه جولائي تر سره شوې ولې په ناڅرګنده وجوهاتو تر دمه منتخب شپاړس نمائندګانو نه تر دمه د خپلو څوکو سوګند نه دې اخستې شوې.

انتخاباتو کښې په جنرل څوکو کښې پنځه حکومتي پارټۍ پاکستان تحریک انصاف، درې جمیعت علمائي اسلام، یو یو جماعت اسلامي او عوامي نېشنل پارټۍ ترلاسه کړې دې. دغه الېکشن کښې ټولو نه زیات شپږ آزاد امېدواران کامیاب شوې چې پکښې اوس دوه حکومتي پارټۍ پي ټي آئي کښې ورګډ شوې دې.

قبائلي سيمو ته شپاړس جنرل څوکو نه علاوه څلور د زنانؤ او یو د اقلیت مخصوص سیټ هم ورکړې شوې دې او حکومتي زریعې وائي چي روانه هفته کښې دغه ټولو نه د حلف اخستو طمع ده.

دغه امېدواران که هر څو د یو بل نه بیل بیل منشور سره مخې ته راغلي وؤ ولې په یو خبره ټول متفق په نظر راځي چې د زپلې شوې قبائلي اولس ژوند کښې حقیقي بدلون لپاره به زړه نه هلې ځلې کوي.

د کامیاب غړو خیالات او ترجیحات:

مېرکلام وزیر

د شمالي وزیرستان حلقه یو سل دولس نه په آزاد حېث منتخب ميرکلام وزیر وائي چې په اؤل صوبائی اسمبلۍ ته راتلو سره ورته مشکلات ضرور دي خو د اولس خدمت جذبه به همېشه ژوندې ساتي.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې مېرکلام وزیر اوېل چې قبائلي سیمو نه صوبائي اسمبلۍ ته نمائندګي مېلاوېدو مطلب دې چې د دغه اولس آواز به اوس په ښه شان اوریدلې شي.

ده زیاته کړه چې قبائلي اولس سیاست نه لرې پاتې شوې نو نوې منتخب غړو ته اسمبلۍ، قانون سازۍ او نورو سیاسي هلو ځلو کښې لږې مسئلې رامخې ته کېدې شي. بل دا چې قبائلي سیمو کښې ادارې هم نه دي عادت چې منتخب نمائندګان سره په مختلفو معاملو بحث وکړي او شریکه تګ لاره وټاکي.

ميرکلام اوېل چې اولس ورله په دې دعوا او وعده ووټونه ورکړې چې د جان و مال او عزت تحفظ به ئي یقیني کوؤ او اپریشن ضرب عضب نه پس به هر صورت سره امنیت بحالوي. ده اوېل چې تر څو امن نه وي قايم تر هغې د سکولونو، هسپتالونو، کاروبارونو بحالۍ خبرې دروغ دي.

ميرکلام د قبائلي سیمو په اصلاحاتو هم بې اطمېناني څرګنده کړې چې صرف نظام بدل شوې ولې قبائلي اولس ته هغه حقونه اوس هم نه دي ورکړې شوې د کومې چې ورسره وعدې شوې دي. شمالي وزیرستان نه د صوبائي اسمبلۍ غړي ژمنه وکړه چې د اولس خدمت جذبه به همېشه ژوندې ساتي او په هر فورم به ئي د حق آواز پورته کوي.

شفیق آفریدي باړه:

باړې نه منتخب د صوبائي اسمبلۍ غړې شفیق افریدي انتخابات په آزاد حېث کړې وؤ ولې کامیابېدو وروسته حکومتي پارټۍ پاکستان تحریک انصاف کښې شامل شوې دې.

شفیق افریدي حکومتي پارټۍ کښې ګډون باؤجود د قبائلي سیمو په اصلاحاتي عمل ټکونه کوي او وائي چې دا ډیر پيچېده عمل دې نو ځکه ئي ګټې په نظر نه راځي.

شفیق افریدي اوېل چې د بندوبستي سیمو بعضې قوانین قبائلي سیمو کښې نافذ العمل نه دي ولې پکار ده چې هغې کښې بدلون راوستې شي. ده اوېل چې اسمبلۍ کښې د اولس نورو حقونو لپاره آواز پورته کولو سره سره به دې د داسې قانون سازۍ هم کوشش کوي چې قبائلي سیمو لپاره بعضې مخصوص قوانین تیار کړې شي.

خپلو نورو ترجیحاتو په اړه شفیق افریدي اوېل چې د تعلیم، صحت، روزګار او اوبو مسئلې به په ترجیحي بنیادونو حل کوي.

غزن جمال اورکزئي

د شفیق افریدي په رنګ غزن جمال هم اورکزئي ضلعې نه په آزاد حېث کامیاب شوې او په پاکستان تحریک انصاف کښې شامل شوې دې.

ټي اېن اېن سره خبرو کښې غزن جمال وئيلې چې قبائلي اولس ډیر زپلې شوې دې دې او اوس وخت دې چې د دوې په زخمونو مرهم کېخودې شې.

د اورکزو اېم پي اې اوېل چې د ده په شمول د قبائلی سیمو منتخب ټولو نمائندګانو ته د اولس بیا آبادې، بحالۍ، ترقیاتي او د سوکالۍ په کارونو زیاته توجه ورکول پکار دي. ده واضحه کړه چې انضمام وروسته قبائلي سیمو کښې اوس ټولې ادارې فعاله دي او د نوې نمائندګانو ذمه واري جوړيږي چې ادارو سره په مشاورت کار وکړي چې زیات نه زیاتو خلکو ته فائده ورسیږي.

الحاج شفیق شېر افریدي:

شفیق شېر افریدي د خېبرلنډي کوتل نه په آزاد حېثیت کامیاب شوې دې څوک چې د پخواني اېم اېن ای الحاج شاه جې ګل وراره دې الحاج کاروان سره تړون لري. د کامیابۍ وروسته شفیق شېر او د هغه بل منتخب تره زوې بلاول افریدي بلوچستان عومي پارټۍ کښې شرکت کړې.

شفیق شېر ټی اېن اېن سره خبرو کښې وئيلې چې زیاته توجه به خپله حلقه کښې د اوبو، تعلیم او صحت مسئلې په حل کولو ورکوي.

ده زیاته کړه چې د اولس ښه شان خدمت لپاره دوي کوشش کوي چې قبائلي سيمو نه منتخب ټولو نمائندګان راټول کړي او په شریکه هسې شروع کړي.

ده اوېل چې اصلاحاتو کښې بعضې حصو باندې د اولس اعتراضات دي ولې دوي به کوشش کوي چې دغه اعتراضات ختم کړي او د خېبرپښتونخوا تهاڼو کښې نافذ د ډي آر اېس جرګو نظام قبائلي سیمو کښې هم لاګو کړي.

د اولس طمعې:

قبائلي سیمو کښې اتویشت لکه نه زیات ووټران رجسټرډ دي چې پکښې په شلمه جولائي د صوبائي اسمبلۍ الېکشن کښې شپږویشت فیصده خپل د ووټ حق استمال کړې دې او د خپل مستقبل نمائندګانو فېصله ئي کړې ده. د انتخاباتو عمل تر سره کېدو وروسته الېکشن کمېشن د کامیاب شپاړس امېدوارانو نوټېفېکېشن جارې کړې کومه به چې راتلونکې څلور کاله ایوان کښې دننه د قانون سازۍ او بهر د اولس خدمت کښې برخه اخلي.

قبائلي اولس که یو خوا په صوبائي اسمبلۍ کښې په نمائندګي خوشحالي څرګندوي نو بل خوا ي نوې منتخب نمائندګانو نه مختلف قسمه امېدونه هم تړلې دي.

په دې اړه د خېبر باړې قبائلي مشر ملک مختیار افریدي وائي چې قامي اسمبلۍ نه پس صوبائي اسمبلۍ کښې نمائندګانو سېوا کېدو مطلب د فنډونو او ترقیاتي کارونو سېوا کېدل هم دي کومه چې د څوکالۍ لاره ده.

مختیار افریدي ټی اېن اېن سره خبرو کښې ویلې چې صوبائي حکومت قبائلي نمائندګانو کښې بعضو ته د وزارتونو ورکولو هم وعده کړې ده کومه چې نه صرف ټولو قبائلی سیمو لپاره د خوشحالۍ وړ ده بلکه دې سره د عام اولس په ریاست او حکومت اعتماد نور هم مضبوط شي.

په دې اړه د اورکزو کښې د جماعت اسلامي سینئر غړې جاوید اورکزئي وائي چې نوې نمائندګانو لپاره ډیر لوئي امتحان دې چې څنګه به د اوویا کالو محرومه اولس په خپلو خپو اودروي.

ده زیاته کړه چې نوي نمائندګانو به آؤل کښې د خپل ترجیحاتو ټاکلو کښې ضرور مشکلات راځي چې د قانونی سازۍ په عمل زیاته توجه ورکړی یا ترقیاتي کارونه ورکړي.

جاوید اورکزئي وائي چې د نوي نمائندګانو کامیابي او ناکامي به وخت ثابتوي ولې ټولو نه اول ذمه واري ئي دا جوړيږي چې د متاثره او بیکوره شوې اولس د بیا آبادۍ او بحالۍ فکر وکړي او اسمبلۍ کښې دوي لپاره آواز پورته کړي.

هم دا رنګ د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکې د زنانؤ حقونو فعاله وفا وزیر هم په نوې نمائندګانو غږ کوي چې خپلې وعدې او مقصد هیر نکړي او د زړه نه خپل اولس خدمت وکړي.

وفا وزیر ټي اېن اېن سره خبرو کښې وئيلې چې وړاندې به قبائلي اولس ته اندازه نه لګېده چې خپلې مسئلې چا ته ورسوي ځکه چې پولېټکل ایجنټ ته رسائي ډیر ګران کار وؤ ولې اوس صوبائي اسمبلۍ انتخابات او ورپسې بلدیاتي ټاکنو سره دا اختیارات په مزه مزه ښکته سطحې ته راکوزیږي چې به ورسره د اولس ستونزې زر او په اسانۍ سره حل اړخ ته ځي.

وفا وزیر دا هم اوېل چې وړاندې قبائلی سیمو کښې د حکومت رټ هم کمزورې وؤ ولې اېف سي ختمولو او اوس عوامي نمائندګان راوستو سره دا رټ مضبوط شوې دې.

بل اړخ ته د کرمې سره تعلق لرونکې سماجي غړې امجد حسین ټي اېن اېن سره خبرو کښې وئیلي چې د پارلیماني غړو کار صرف ترقیاتي کارونه کول نه دې بلکه قانون سازي هم ده ولې په دې اړه اولس کښې پوهه راوستل ډیر ضروري دي.

امجد حسین وائي چې عام اولس دې نه خبر نه دي چې د یو ايم پي ای یا اېم اېن ای څه ذمه واري جوړیږي ولې په دې وجه هغوي دوي نه بې ځآیه او غېرمتعلقه طمعې هم ساتي.

 

Show More

Related Articles