د لسم پاس استاذانو بهرتۍ سره به د قبائلي ضلعو په تعليم څه اثر پريوځي ؟

که څه هم په قبائلي ضلعو کښې خلکو ته نوکرۍ ورکړې شي خو ولې د دې له وجې به په تعليمي معيار اغيز پريوځي او لسم پاس استاذ به ماشومانو ته سمه زده کړې ونه ښائي

خالده نياز

” څه موده وړاندې مو د وزيراعلي محمود خان نه غوښتنه کړې چې د ټول کيډر لپاره د بي اے بي ايس شرط ايښودل شوې خو ولي مونږ متاثرين يو تعليمي ادارے مو بند پرتي دي چې له وجې يې د يو شمير زده کونکو وخت ضائع کيږي او هغه له تعليمه محرومه دي بايد د قبائلي ضلعو لپاره دې دا شرط ختم شي او دا شان هغوئ زمونږ غوښتنه ومنله ”

د دې خيالاتو څرګندونه د قبائلي ضلع سره تعلق لرونکي د استاذانو د تنظيم صدر نصيرشاه آپريدي د ټي اين اين پروګرام” بدلون” کښې د پينل ډيسکشن په مهال کړې۔

دغه مهال د هغه سره د اورکزئ سره تعلق لرونکي د سرکاري سکول استاذ ريحان اورکزې او سماجي غړې وفا وزير هم د پروګرام برخه وو۔

نصيرشاه آپريدي ويلي قبائلي ضلعو کښې د بي اے بي ايس سي، ايم اے ايم ايس سي ډګري لرونکي يو شمير زده کونکو موجود دي خو ولي د دې په نسبت د زنانه زده کونکو شميره لږ ده نو ځکه هغو ته د دې ډير ګټه رسي ولي چې کله يوه مقامي زنانۀ په سکول کښې ماشومانو ته زده کړې شروع کړې نو يو خو به دا وي چې هغۀ به په وخت سکول ته تګ راتګ وکړي او بله د هغې د استوګنې ستونزه به هم ختمه شي او په خپل کور کښې به پاتي شي۔

هغۀ وويل مونږ د حکومت د دې فيصلې نه خوشحاله يو ولي چې له دې سره به په قبائلي ضلعو کښې د زنانو تعليم ته وده ورکړي شي۔

د حکومت په فيصله وفا وزير وايي که څه هم په قبائلي ضلعو کښې خلکو ته نوکرۍ ورکړې شي خو ولې د دې له وجې به په تعليمي معيار اغيز پريوځي او لسم پاس استاذ به ماشومانو ته سمه زده کړې ونه ښائي۔

هغې وويل دا خبره سمه ده چې قبائلي زده کونکو ته به نوکرۍ په لاس ورشي خو ولي  ماشومانو ته به هغه شان زده کړې ونه ښودل شي څنګه چې پکار ده نو ځکه هغه د حکومت په دې فيصله خوشحاله نه ده۔

بلخوا نصيرشاه آپريدي وويل چې دغه استاذان د پرائمري ليول پوري ماشومانو ته زده کړه ښائي او هڅه به کوي چې د پنځم زده کونکي هم په مډل او هائي سکول کښې زده کړې ته کېښنول شي۔

وفا وايي د پرائمري پوري د زده کړې خبره سمه ده خو ولي بيا هم حکومت او نورو ادارو ته پکار دي چې هغوئ دغه استاذانو ته په باقاعده توګه تربيت ورکړې چې هغه ماشومانو ته په سمه توګه زده کړه وښائي۔

هغې وويل ” زمونږ په ذهن کښې دا يو خبره کېښنولې شوي ده چې کتاب ولولئ او کتاب ياد کړې خو چې کله مونږ کتاب ګوټه (رټه) کړو نو په ذهن کښې مو هيڅ هم نه وي، مونږ ته دا هم نه وي معلومه چې د خلکو سره به څنګه مقابله کوو، مخ پر وړاندې به څنګه ځو، زه غواړم زمونږ ماشومانو ته د کتابونو نه علاوه نور تربيت هم ورکول پکار دي ”

دغه مهال ريحان اورکزي هم د نصيرشاه آپريدي د خبري تائيد کړې او ويلي يي دي که چرې لسم پاس زنانه د استاذې په حيث بهرتي شي نو د زنانو په تعليم به ډير ښه اثر پريوځي مونږ د حکومت د فيصلې هرکلے کوو۔

هغه وايي ” داسې هم نه ده چې ګني يواځې به لسم پاس خلک د بهرتيو لپاره راځي په دې کښې به ډير داسې هم وي چې بي اے بي ايس سي ئي کړي وي ولي چې نن سبا خلک د لسم نه پس هم خپل تعليمي سفر دوام ساتي ”

د يوې پوښتنې په ځواب کښې نصيرشاه آپريدي ويلي حکومت څه موده وړاندې د ايس ايس ټي لپاره اشتهار خپور کړې ؤ چې پکښې شاوخوا شپيته، اوويا څوکۍ وي خو د هغه لپاره شاوخوا اته زره خلکو اپلائي کړې وۀ هغه وويل ما ته وياړ دې چې قبائلي ځوانان هم د تعليم سره شوق ساتي او پکښې زياتره تعليم يافته هم دي خو له بده مرغه زمونږ سکولونه تراوسه ويجاړ پراته دي۔

د هغه په وينا ” زه د دوۀ زره دريم راهسې د يو هائي سکول نه زده کړه کووم خو اوس په هغه سکول کښې د ښختو نه علاوه هيڅ هم نشته، قبائلي ضلعو کښې د ماشومانو لپاره هيڅ مناسب سهولت نشته، نه خو د هغوئ د ناستې ځاې شته نه د څښلو اوبه او نه واش رومونه شته دې”

هغۀ وويل چې کله د سحر لس بجې شي ماشومان وائي ګرمي شوۀ او دوي نور نه شي زده کولې نو ځکه دا ډول ستونزې ډيرې دي۔

هغۀ دا هم وويل قبائلي ضلعو کښې د پرائمري ليول دوۀ استاذان وي ولې په نورو ضلعو کښې شپږ استاذان پرائمري سکول کښې زده کړه ښائي۔

د وفا وزير په خبره يواځې دا نه ده چې قبائلي ضلعو کښې د استاذانو کمي ده دا ستونزه په نورو ځايونو کښې شته دے۔

هغي وويل ” زما د يوې زنانه سره خبري شوي دي هغۀ د قبائلي ضلعې سره تعلق ساتي او د بي ايډ نه پس په يو سکول کښې استاذه ده ولې چې دا وخت د استاذۍ لپاره د بي ايډ ډګري مهمه ده اوس چې حکومت دا فېصله کړې چې د لسم پاس زده کونکي به استاذان بهرتي کوي نو له دې سره په خلکو کښې د تعليم تنده ختميدلې شي ولې چې سړې په لسم استاذ کيږي مخکښې تعليم څه له وکړي”

وفا وزير د حکومت نه غوښتنه کړې چې په قبائلي ضلعو کښې تعليم ته د دوې ورکولو لپاره دې د لسم پاس استاذانو بهرتي کولو په ځاې هلته د سکولونو معيار ښه جوړ کړې او هلته چې کوم سکولونه دې هغې ته دې مناسب سهولتونه ورکړي او چې کوم استاذان سکولونو ته نه ورځي د هغوئ په ضد دې کارروايۍ وشي له دې ترڅنګ د کومو سکولو چې ودانۍ نشته هغه دې بيا جوړ کړي او د چيک اينډ بيلنس يو نظام دې جوړ کړې شي۔

Show More

Related Articles