کوئټه کښې د سکول په ماشومانو ډزې، څلور زده کونکي ژوبل شوي

پېښه کښې درې هلکان او يو جنيۍ طالبعلمه شامله ده چې عمرونه ئي د نهه کالو نه تر دولس کالو په مينځ کښې ښودلې شوي دي

د بلوچستان په کوئټه ښار کښې د نامعلومه وسله والو لخوا د سکول په ماشومانو ډزې شوي چې پکښې څلور زده کونکي ژوبل شوي دي۔

د پوليسو ترمخه د ډزو پېښۀ د کوئټې په کلي شابو سيمه کښې نن هاغه مهال رامخي ته شوې چرته چې د نجي سکول په ګيټ د ناملعومه موټر سائيکل سورو لخوا ډزې وشوې۔

پوليس وائې د پيښې ورسته ئې سمدستي ژوبل زده کونکي سول هسپتال ته رسولي چرته د هغوي حالت د خطرې بهر ښودلې شوې دې۔

د هسپتال زرائعو ترمخه پېښه کښې درې هلکان او يو جنيۍ طالبعلمه شامله ده چې عمرونه ئي د نهه کالو نه تر دولس کالو په مينځ کښې ښودلې شوي دي۔

پوليس زياتوي چې د پيښې ورسته ملزمان په تيښته کښې کامياب شوي ولي بلخوا دوي د ملزمانو نيولو لپاره په سيمه کښې د لټون عمليات پيل کړي دي۔

Show More

Related Articles