زيارت کښې د ترهه ګرو په ډزو شپږ ليويز اهلکار وژل شوي

نن سحر د زيارت په سنجاوي سيمه کښې وسله وال ترهه ګرو د ليويز په څوکۍ حمله کړي

د بلوچستان صوبے په زيارت ضلع کښې د ترهه ګرو لخوا په سيکورټي فورسز حمله شوي چې پکښې شپږ ليويز اهلکار وژل شوي دي۔

د زيارت ضلعي ډپټي کمشنر قادر بخش پرکاني لخوا د حملې پخلې شوي او ويلي ئي دي نن سحر د زيارت په سنجاوي سيمه کښې وسله وال ترهه ګرو د ليويز په څوکۍ حمله کړي هغه وويل د وسله والو په حمله کښې په څوکۍ کښي موجود ټول ليويز اهلکار وژل شوي خو ولې ترهه ګر د پيښې ورسته په تيښته کښي کامياب شوي دي۔

د ډپټي کمشنر په وينا د پيښې ورسته قانون نافذ کونکي ادارې او ليويز فورس د پيښې ځاې ته رسيدلې چرته چې هغوي وژل شوي ليويز اهکار د سنجاوي هسپتال ته رسولې او د پيښې پلټني ئي شورو کړي دي۔

د بلوچستان وزيراعلي جام کمال خان هم د ليويز په وژنه د خفګان څرګندونه کړي او ويلي ئي دي وژل شوي اهلکارو د خپل فرض پوره کولو لپاره خپل ځان قربان کړې هغه وويل زمونږ ځواکونو د ترهه ګرو سره په نره مقابله کوي او دا چې ترهه ګر د سيکورټي فورسز حوصلي نه شي ماتولې۔

Show More

Related Articles