د منېر بونېري د شاعرۍ کتاب په څلويښت زره روپۍ خرڅ شوے

هغه د منېربونېري مينه وال دے او هم په دې خاطر ئې د هغه سره د مينه څرګندولو او د هغه د نازولو لپاره په دومره ګرانه بيعه د هغه کتاب اخستلے

سلمان يوسفزے

د بونېر په تاريخ کښې په وړومبي ځل د نوموړي  شاعر منېر بونېري د دوه نيم سوه روپو د پښتو د شاعرۍ کتاب ” سپينې سپينې مۀ وايۀ ” په څلويښت زرۀ روپې خرڅ شوے او نوموړو ليکوالانو دې عمل ته د شاعر د نازونې نامه ورکړې ده۔

د منېر بونېري د شاعرۍ کتاب “سپينې سپينې مۀ وايه” په نزديو ورځو کښې چاپ شوے او تېره ورځ د بونېر په نانسېر کلي تور تنګي سيمه کښې د دغه کتاب د مخکتنې دستوره ترسره شوې ده۔

د بونېر ضلعې د ادبي تنظيم “ايلم پښتو ادبي کارروان ” لخوا راجوړه کړې شوي د مخکتنې دستوره کښې د بونېر ضلعې ډګر اسسټنټ کمشنر لطيف الرحمان پشمول د خېبر پښتونخوا نوموړو شاعرانو  ګډون کړے ؤ۔

دستوره کښې شاعرانو او ليکوالانو د منېر بونېري په کتاب مقالې اورلي او په کتاب کښې د ليکلې شوې شاعرۍ د ستائينې سره ئې منېر بونېري ته خپلې کمۍ بيشۍ په ګوته کړي دي۔

د دستورې په مهال د منېر بونېري د نازونې عمل ترسره شوې چې پکښې پنډال کښې ناست د ټانک سيمي نه راغلے ميمله سيد مير هغه ته د درناوي لپاره د هغه د دوه نيم سوه روپو کتاب په څلويښت زره روپۍ اخستے دے۔

همدا شان اسسټنټ کمشنر لطيف الرحمان د ضلعې انتظامې لخوا دغه کتاب په شل زره او يو بل ځائي مشر بخت زاده په لس زره روپۍ اخستے دے۔

په دې موقع سيد مير ټي اين اين ته وئيلي ” هغه د منېربونېري مينه وال دے او هم په دې خاطر ئې د هغه سره د مينه څرګندولو او د هغه د نازولو لپاره په دومره ګرانه بيعه د هغه کتاب اخستلے دے۔”

د مخکتنې دستوره د بونېر ضلعې ډګر اسسټنټ کمشنر لطيف الرحمان پشمول د خېبر پښتونخوا نوموړي شاعرانو ګډون کړے ؤ
دستوره کښې د بونېر ضلعې ډګر اسسټنټ کمشنر لطيف الرحمان پشمول د خېبر پښتونخوا نوموړي شاعرانو ګډون کړے ؤ

اسسټنټ کشمنر لطيف الرحمان هم ټي اين اين ته وئيلي چې ضلعې انتظاميه به په بونېر کښې د ادبي تنظيمونو سره په هلو ځلو کښې د هر ډول مرسته کوي ۔ هغه ووئيل ” دا ډير مهم ګام دے چې د يو شاعر نازولو لپاره د هغه کتاب په ګران نرخ واخستلې شي ولي چې په عمومي توګه شاعران او ليکوال په مالي لحاظ شتمن نه وي مونږ هيله لرو چې د نازونې دا عمل به په ټول خېبر پښتونخوا کښې د هغوي فکر او زيار ته ډېره ګټه ورسوي”

په دې موقع منېر بونېري دستورې ته وينا کښې په نازولو د خوشحالۍ اظهار څرګند کړے او وئيلي ئي دي چې هغه هڅه کوي چې د خپلې ژبې او ادب ته د ودې ورکولو لپاره د خپل فکر وزرې نورې وغځوي۔

په اوسنې وخت کښې منېر بونېرے په سوشل ميډيا د مشهورو شاعرانو په صف کښې ولاړ دے او هغۀ دغه غزل سپينې سپينې مۀ وايه ډېر مشهور شوے او هم په دغه اساس ئې د خپل کتاب نوم سپينې سپينې مۀ وايه اېښودلے دے۔

د منېر بونېري په خبره د هغه د کتاب درې زره کاپۍ په وړومبۍ ورځ خرڅې شوي او په دويم ايډيشن کښې هغۀ نورې درې زره کاپۍ چاپ کړي کومې چې اوس په مارکيټ کښې ختمې شوي دي۔

د مخکتنې په دستوره کښې آزاده مشاعره هم شوې چې پکښې د سوات د سيمي تعلق لرونکي شاعر محمد ګل منصور، شاه نواز باقر، فطرت بونيري، اتل افغان، بحر مند بحر، عظممت تنها، اعظم بونېري، موسي سالار، حکيم الله سيال او نورو د خپلو خوندو کلامونه له لارې د پنډال دروند داد ترلاسه کړے دے۔

Show More

Related Articles