“مهابڼ ته پاملرنه، د خلکو نه مالم جبه هېرولے شي “

د کلي هر تن د خپل وس ترمخه مونږ سره مالي مرسته وکړه خو پيسې کمي وي نو ځکه ما د خپلې زمکې اته کناله برخه خرڅه کړه او په هغه پيسو مو تر برچړ پورې د سړک جوړول ممکن کړل۔

نصيب يار چغرزے

د بونېر مهابڼ سيمه د دريو ډويژنونو ملاکنډ، هزاره او مردان په پوله پرته سيمه ده او دا د سمندر نه شاوخوا په اووۀ زره فټه اوچتولې ده۔دغلته په اووۀ زره دوه سوه فټه اوچتوالي يو لوے ميدان هم دے کوم ته چې برچړ وئيل کيږي۔

برچړ کښې صوبائي حکومت د (يو اين ډي پي ) په مرسته لس کمپين بارډرې جوړوي چې پکښې اته ډبل بېډ او دوه د سنګل بېډ کمرې دي۔

مهابڼ د بونېر ګېټ وے امبليے نه نمرخاته (مشرق) اړخ ته په شپږڅلويښت کلوميټره لري والي پرته سيمه ده او دغلته د رسيدو لپاره د امبيلے نه په ناؤګۍ، کوريا، خانانو ډهيرۍ، نګرۍ او ملکا يو اوږد سړک تېر شوے دے۔

دغه سړک د امبيلے نه تر خانانو ډهيري دومره سمه نه دے خو بيا هم ګاډے پرې خپل سفر کولے شي۔ دخانانو ډهيرۍ نه تر نګرۍ پورې په غځيدلي سړک له تېر څلور کلونو راهسې کار روان دے او د نګرۍ نه تر ملکا تلونکے سړک پوخ دے خو ولي د ملکا نه اخوا مهابڼ ته تلونکے نهه کلو ميټره سړک کچه دے کوم چې د ملکا د شتمن خاندانو او د سيد خورشيد باچا په مرسته جوړ شوے دے۔

په چنده جوړ شوے سړک

سليګرۍ ته د ودې او د خپلې سيمې د پرمختګ په خاطر د امازۍ اولس په خپل مرسته د برچړ پورې نهه کلو ميټره سړک  جوړ کړے په کومه چې په درې کلو ميټره سړک جوړولو کښې د کلي اولس خپل مهم کردار ترسره کړے او بے له کومې معاوضې ئې سحر ماښام د سړک په جوړولو کار کړے دے۔

په دې اړه سيد شمير باچا وائي چې دا کار ډېر ګران خو ضروري ؤ۔ دا هغه وخت ممکن شو کله چې صوبائي حکومت مونږ ته په خپله سيمه کښې د سلګرۍ د ځايونو د نښه کولو امر وکړو ، مونږ دې لړ کښې د بونېر پخواني ډپټي کمشنر شفيع الله ته د مهابڼ نقشه جوړه کړه او د دې سيمې د اهميت نه مو خبر کړو۔

د شمير باچا په خبره د وزټ لپاره راغلي افسرانو دوي ته وئيلي چې دلته پوخ سړک نشته که تاسو دا سړک په خپله جوړولے شئ نو مونږ به درته دلته کښې کمپين بارډرې ولګولو د کومې نه پس چې مونږ خپل جدوجهد شروع کړو۔

هغه ووئيل مونږ د کلي خلک راوبلل او له ټول صورتحاله مو خبر کړل چې دغه مهال د کلي يو مزدور پاسيدو او په سړک کښې ئي د يو ساعت لپاره د ايکيسوټر له لارې د ويړه کار کولو اعلان وکړو۔ له دغې ورسته د کلي هر تن د خپل وس ترمخه مونږ سره مالي مرسته وکړه خو پيسې کمي وي نو ځکه ما د خپلې زمکې اته کناله برخه خرڅه کړه او په هغه پيسو مو تر برچړ پورې د سړک جوړول ممکن کړل۔

 صوبائي حکومت او سېلګري

که څه هم موجوده  حکومت په هر ډګر سېلګرۍ ته د دوې ورکولو خبره کوي خو بيا هم په بونېر کښې ځېنې داسې د سېلګرۍ ځايونو شته چرته چې يو ځاے ته هم د تګ راتګ لپاره د سړک ترڅنګ سهولتونه د نشت برابر دي۔

برچړ ته د هري پور کلابټ ته راغلي سېلګري سعد ووئيل چې هغه دومره خائسته ځاے چرته نه ؤ لګيدلے خو ولي دلته کښې د نيټ ورک او د سړک د سهولت نشتوالي په وجه سېلګرو ته ستونزي ورپيښې دي۔

هغه ووئيل که چرې برچړ ته سړک جوړ کړل شو او دغلته سهولتونه ورکړل شو نو د خلکو نه به د مالم جبې خائست هيري شي۔

د پېر بابا نه راغلي بهلول باچا وائي هر ځاے ته د سېل لپاره تلے خو د مهابڼ د سېل خوند چرته هم نشته۔ يو بل مقامي تن دوا خان وائي که چرې دلته سړک جوړ شي نو د پېښور، اسلام آباد او د مردان خلک به د مري په ځاے برچړ ته د سيل لپاره راځي۔

د صوبائي حکومت پاملرنه

سيد خورشيد باچا زياته کړې صوبائي وزير عاطف خان د جنورۍ په پينځلسمه نېټه صوابۍ کښې يو جلسے ته اعلان کړې ؤ چې د صوابۍ د ګډون سيمي نه به مهابڼ ته اووه کلو ميټره او د ملکا بونېر له اړخه به څلور کلوميټر سړک جوړولې شي۔هغه ووئيل که چرې صوبائي حکومت دغه اعلان ته عملي جامه واچوي نو د مهابڼ تقدير بدليدے شي ۔

سيد شمير باچا د تېر حکومتونو په خبره ووئيل چې د ايم ايم اے حکومت ته د بونېر اولس په لوے منډيټ ووټ ورکړے ؤ او په صوبائي اسمبلۍ کښې د سپيکر تعلق هم د بونېر سره ؤ خو هغه د بونېر لپاره هيڅ هم نه ؤ کړي۔ له دې ورسته د عوامي نيشنل پارټۍ حکومت راغے خو هغوئ هم د بونېر لپاره څه ونۀ کړل تېر پينځه کلونو کښې هم څه کار نه دے شوي خو ولي مونږ ته اوس هم د اميد سيره په نظر راځي او هغه سيره مهابڼ ته پاملرنه ورکول دي۔

Show More

Related Articles