پيغله زليخه څنګه اوويا کلن سړي ته وادۀ شوه ؟

هغه چې کله د ملګرې کور ته ورسيده نو ملګرې يې هغه يوې کمرې ته بوتله چرته چې باس له وړاندې نه د هغې په انتطار کښې ناست ؤ

تارا اورکزۍ

زليخې د مور نه اجازات اخستو سره خپل پړونې په سر سم کړو او تيزۍ سره بهر ووتله، هغې له د يو ملګرې کور ته تلل ؤ چرته چې د آفس مشر د فايلانو چيک کولو لپاره هغه رابللې وۀ۔

زليخې ته څو ورځې وړاندې ډيره په ګرانه نوکري په لاس ورغلي او دا د هغې وړومبۍ نوکري وه چې هغي به کوله ولي چې د مور او وړوکي ورور ذمه واري هغي ته په غاړه شوي وه۔

د کرم ضلعې سره تعلق لرونکي زليخې پلار، ورور او ترۀ په سيمه کښې د مذهبي تاوتريخوالي( شعيه سني فسادات) له وجې وژل شوي ؤ۔

په يو ځاې د دومره ډيرو غمونو له وجې د هغې په کور د غمونو سره سره غربۍ هم پنجې ښخي کړې وي او د هر تيرې شوي ورځ سره د هغوئ مالي حالت ورځ تر بله خرابيدو خو بيا هم زليخې خوصله نه وۀ بائللې۔

زليخه يو لوستې پيغله وۀ او د نوکرۍ کولو سره يې خپل ځان او د کورنۍ نور غړي ساتلې شو نو ځکه يې د نوکرۍ لپاره منډې تړې شروع کړې او د ښه جدوجهدو نه پس هغه په يو اين جي او کښې نوکره شوه، نن د هغې اين جي او مالک هغه رابللي وۀ۔

د هغي په زړه او ذهين کښي عجيبه پوښتنې راولاړيدې، هغه ويريدله هم خو ولي بيا يي ځان له دلاسه ورکړه چې د ملګري کور ته روانه ده او دا چې د هغې ملګري هم په دغه اين جي او کار کوي نو بيا ويره د څه کړي۔

د اين جي او مشر د هغې د کار نه خوشاله ؤ زليخې به ښه مينه خپل کار سر ته رسولو خو ولي هغې ته نه ؤ معلومه چې مخکښې څه کيدونکي دي۔

زليخه ښکلي وه او دغې ښکلا هغه د ذلت او رسوايۍ يو داسې کهوي ته وغورځوله چې راښتولو يي هيڅ لاره نه موندله ولې چې د اين جي او د مشر نظر د وړومبۍ ورځې نه د هغې په عزت پريوتې ؤ۔

هغه چې کله د ملګرې کور ته ورسيده نو ملګرې يې هغه يوې کمرې ته بوتله چرته چې باس له وړاندې نه د هغې په انتطار کښې ناست ؤ، زليخه چې کمرې ته دننه شو نو ملګرې يې د چاے او اوبو په بهانه بهر وتلله۔

زليخه نه پوهيده چې څه روان دې او څه کيږي چې دغه مهال د اين جي او مالک د خپل ځاې نه پاسيدو او  هغه يې ځان ته نزدې کړې پداسې حرکت د هغې لاس پښې په رپيدو شو او د ډيرې ويرې يې غږ هم نه شو کولې۔

دا هغه وخت ؤ چې د اين جي او د مشر په لاس د يوې بے وسې او لاچارې جينۍ عزت د خاورو سره يو ځاې شو۔

په هغه ورځ زليخې د خپل ژوند قيمتي سرمايه وبائيله خو بدل کښې ورته يواځي تنخوا ورکړې شوه، هغه تولې وعدې، لوظونه دروغ وختل او د هغې په لاس هيڅ رانغلل۔

ساعتونو، ګرۍ، ورځې او مياشتې تيرې شوي او بيا داسې وشو کوم چې د زليخې په ګمان کښې هم نه ؤ، د هغې نوکرۍ سر وخوړو خو بيا هم د هغې په ژوند کښې آزمائشونه ختم نه شو بلکي نور امتخانونو د هغې لمن ونيوله۔

د نوکرۍ تلو نه پس هغې د کور او خپلې ډودۍ لپاره د دستکارۍ ( لاس پښو کار) شروع کړو او بيا داسې وشوۀ چې د يو ښه کورنۍ نه د هغې رشته راغله، مور يې د لور په رشتته خوشاله ؤ خو ولې هغې ته دا نه وۀ معلومه چې ډير زر به بدنامي هغه په خاندان او معاشره کښې چا ته د مخ ښودلو قابله پاتي نکړې۔

د وادۀ نه وړاندې خاوند د زليخي ډير خيال ساتو خو ولي بيا هم د هغې په زړه کښې يو داسې ويره ديره شوې وۀ کومه چې نه هغې چا ته ويلي شوۀ او نه يې په زړه دننه ساتلې شوه ، هغه نه پوهيده چې څه وکړي او داسې يي دا ټول هر څه په خدائ وسپارل۔

د وخت تيريدو سره هغې ته دا احساس هم ونه شو او هغه ورځ هم راغله کومه چې هره پيغله په خپل زړه او سينه کښې ساتي ، زليخه واده شوه خو د واده په شپه د هغې په وړه شان دنيا اوور پورې شو د هغې خاوند د هغې د پيښې نه خبر شو او داسې هغه يو ځل بيا د شين آسمان د تندر ښکار شوه۔

له دغې ورسته زليخې کور او بهر دواړه د ناروا سلوک ښکار شوه او دغه غلطۍ د هغې ژوند يو عذاب جوړ کړو، نه خو هغې له مرګ راغلي او نه په دغه فيصله آسمان ټوټې ټوټي شو چې کله هغه د بدنامي د لاسه اوويا کلن بوډها ته واده کړي شوه۔

ټي اين اين ته خپله قيصه اورلو کښې زليخه يو ساعت له غلي کيږي او بيا په چغو چغو پوښتنه کوي چې ولي زمونږ په ټولنه کښې يواځې غريبانان، بے وسه او لاچاره خلک د ذلت او رسوايۍ ښکار کيږي او بيا په دغه رسوايۍ کښې يواځې يو زنانه ولې ګنګارولي شي، سړې ته څوک ولي پيغور نه ورکوي، د هغې عزت ته لاس اچونکې نن هم آزاد ګرځې نه خو خپلې ښځې هغه پريښود او نه کوم قانون هغه ونيولو، هغه وايي نن به هم هغه د اين جي او مالک د کومي پيغلې د عزت پسې ګرځي۔

دې لړ کښې چې کله ټي اين اين صوبائي محتسب رخشنده ناز سره خبري وکړې نو هغې وويل پاکستان کښې د کور نه بهر کار کونکي زنانؤ لپاره بېلا بيل قانونونه موجود دي، فيکټري کار کونکو زنانؤ لپاره فيکټري ايکټ او سرکاري ادارو کښې کار کونکي لپاره سرکاري قانون موجود دې۔

هغې وويل پاکستان کښې د کال دوه لسم په مهال د کار په ځايونو کښې د زنانؤ ځورلو په اړه قانون منظور شوي او د اتلسم ترميم نه پس صوبو کښې هم دغه قانون خپل شوې هغه وايي خيبرپښتونخوا کښې دوه زره اتلسم په وخت دا قانون نافذ شوې دې۔

د صوبائي محتسب رخشنده ناز ترمخه د قانون ترسيوري لاندي هر هغه ځاې چرته چې سړې او ښځې يو ځاې کار کوي د جنسي ځورنې په ضد يو کميټې ضرور جوړول پکار دي او په دغه کميټۍ کښې زنانه شاملول لازمي دي ولې چې د داسې کولو سره به د کار په ځايونو کښې زنانه محفوظ وي۔

د يوي پوښتنې په ځواب کښې رخشنده ناز وويل که چرې يو زنانه په جنسي توګه وځورلې شي نو بايد هغه وړومبۍ کميټۍ ته خبر ورکري خو که چرې هغه د کميټۍ د فيصلې نه مطيمن نه وي نو بيا د صوبائي محتسب سره اړيکه نيولې شي۔

هغي وويل متاثره شوي زنانه دوي سره د خط، فيسبوک او ټيلي فون له لارې اړيکه نيولې شي۔

د رخشنده نازترمخه د دفتر پرانستو ورسته د څلورو مياشتو په مهال تراوسه دوي ته يوديرش کيسونه راغلي چې پکښې څه کيسونو د کورټ له لارې ختم شوي او درې څلور کيسونو داسې دې چې پکښې د ګواهانو بيانونه ريکارډ شوي او ډير زر به پائي ته ورسيږي۔

همدا شان دې لړ کښې سئينر خبريال طيب آپريدي وايي په بندوبستي سيمو کښې دا ډول پيښې ډيرې کمي رپورټ کيږي او چې تر کومي د قبائلي ضلعو خبره ده نو د هغه په خيال دا د خپل نوعيت وړومبي پيښه ده چې مخي ته راغلې۔

هغه وايي قبائلي ضلعو کښې د قدامت پسند سوچ او د زنانؤ تعليمي کمي او شعور له وجې داسې پيښې پټې ساتلې شي۔

د طيب آپريدي په وينا د جنسي ځورنې په اړه قانون سازي يو ښه ګام دې خو ولې د دې نتيجې به هله رامخي ته کيږي کله چې په دې قانون سختۍ سره عمل شروع شي۔

“په هر معاشره کښې د خپل عزت په اړۀ زنانه ډيرې حساسې وي نو ځکه يو شمير خلک د ويرې او بدنامي له وجې په داسې خبرو پرده ساتل غواړي خو ولي که څوک زنانه د خپل ځان سره د شوي زياتي پيښه رامخې ته کوي نو د هغې ډاډګيرنه پکار ده”

هغه زياتوي چې داسې زنانه ډيرې بهادرې وي څوک چې په پښتنه او بيا په قبائلي ټولنه کښې خپله د جنسي ځورنې پيښې مخي ته راوړل غواړي بايد داسې زنانؤ د تخفظ ورکولو سره سره د دو د خوصله افزايي وکړې۔

 

Show More

Related Articles