سندر غاړي حشمت سحر : تعليمي ادارو کښې دې د موسيقۍ زده کړي ورکول شروع شي

اکثره تصوفي کلامونو کښې د خدائ او رسول صفات بيان شوي وي نو ځکه ښه خبره ده چې د موسيقۍ له لارې د خدائ او رسول صفات خلکو ته ورسيږي

ناهيد جهانګير

د پښتو ژبې نامتو سندرغاړې حشمت سحر وايي د پښتنو سيمو په تعليمي ادارو کښې دې هم د نورو هيودانو په څير د موسيقۍ زده کړه ورکول شروع شي چې راتلونکي نسل ته د ښه موسيقۍ زده کولو موقعې په لاس ورشي۔

ټي اين اين سره خبرو کښې د هنګو سيمي اوسيدونکې سندرغاړي حشمت سحر ويلي چې موسيقي بنده د منفي سرګرميو نه منع کوي هغه وايي موسيقي د امن او مينې څيز دې نو ځکه په امن ميئن خلک نه يواځي موسيقي خوښې بلکي موسقيار او سندرغاړي ته هم درناوي لري۔

حشمت سحر چې د يوې هنرمندۍ کورنۍ سره تعلق ساتي وايي د لسم ټولګي څخه يې په سندرو ويلو شروع کړې او تراوسه يې په سلګونو سندرې او غزلي ويلي دي چې پکښې زياتره خلکو ډيري خوښي کړي دي۔

د هغه په وينا دوۀ نور وروڼه ګل نواز او عشرت سحر هم د موسيقۍ له لارې د پښتو ژبې خدمت کوي خو ولې د دوي دواړو په نسبت حشمت سحر په لږ وخت کښې د غوره موسيقۍ او معيارې کلامونو له وجي په اولس ځان پيژندلې دې۔

حشمت سحر ټي اين اين ته ويلي دبئ کښې به ېي اکثره د مسافرۍ په مهال سندري ويلي او هم د هغه ځاي نه يې دغه سفر شروع کړے دے۔

هغه وايي کله چې په پښتنه سيمه کښې بدامنۍ راغله او زياتره خلک کډوال شو نو دغه وخت يې د نامتو شاعر فضل سبحان عابد نظم ” په پيښور کښې پرهر مه جوړوئ” ويلي ؤ کوم چې نه يواځي خلکو خوښ کړې ؤ بلکي د حشمت سحر د پيژندګلو لاره جوړه شوي وۀ۔

نوموړې وايي غواړي چې په موسيقۍ کښې د تصوف کلامونه ووايي ځکه نو د هغې لپاره د حمزه بابا کلامونه انتخابوي۔

حشمت سحر ويلي اکثره تصوفي کلامونو کښې د خدائ او رسول صفات بيان شوي وي نو ځکه ښه خبره ده چې د موسيقۍ له لارې د خدائ او رسول صفات خلکو ته ورسيږي۔

هغه ګڼي د اوسني وخت سندرغاړو په نسبت پخواني سندرغاړو ډيرې سختي تيري کړي ولې چي پخوا به دومره موقعې نه وي چې هر چا به سندرۀ ريکارډ کولې شوه چرته يو نيم سندر غاړي ته به سرکاري ريډيو او ټيلي ويژن کښې د سندري نيمي ريکارډ کولو موقع ورغله ګني نوره څه مخه نه وۀ۔

حشمت سحر په لږ وخت کښې د غوره موسيقۍ او معيارې کلامونو له وجي په اولس ځان پيژندلې دې

حشمت سحر چې د اته وروڼو او درې خوئيندو ورور دې وايي خدائ پاک ورله شپږ اولادونه ورکړي او غواړي چي د نور خلکو په رنګ دې هم خپل بچې د تعليم په کالو ښائسته کړي ولي چې بغير له تعليمه ژوند د نشت برابر دې۔

حشمت سحر په نزديو ورځو کښي د غني خان بابا د يو بل غزل له وجي هم پيژندګلو موندلې چې توري يي څه په ډا ډول دي

” ټپ ټپ د باران

اخ اخ  د وصال

اف اف د ارمان”

هغه وايي د نورو نامتو سندرغاړو په رنګ هغه هم خپل مينه وال لري او چې کله چرته بازار او يا د اولس په مينځ ته لاړ شي نو ګن شمير مينه وال ترې چاپيره تاويږي په کومه چې هغه ډير وياړ محسوسوي۔

د ټپې په اړه حشمت سحر ټي اين اين ته وويل چې ټپه هم د پښتو ادب يو اړخ دې هغه وايي هغه ټپه يې ډيره خوښيږي چې پکښې د اولس لپاره د امن مينه او ورولۍ پيغام ورکړې شوې وي۔

هغه د حمزه بابا يو خبره نقل کوي او وايي چې ټپه د پښتو ادب سرنامه ده ولي چې ټپه کښې د پښتونولي پيغام پورته وي

” که د وطن په ننګ شهيد شوي

په تار د زلفو په کفن درله کنډمه”

او يا دا چې ” د کور په خوا مي رنځور پروت دې

که چا ورپريښوم په ديدن يې روغه ومه ”

حشمت سحر په خپلو خبرو کښې وويل د پښتو ادب سره سره موسيقۍ هم د نورۍ نړۍ نه بدله ده که چرې زمونږ سندرغاړي دا په سمه توګه مخ پر وړاندې بوځي نو راتلونکي نسل ته به ښه معيار پاتي شي او هغوئ د موسيقۍ په ميدان کښې به د نړۍ سره سم مزل وکړي۔

د خپل فن روان ساتلو په ځواب کښې هشمت سحر د رحمت شاه سايل صيب شعر وايي چې

” لا مي پرې شيندلې د زړګي د وينو رنګ نه دے

لا د دلربا تصوير زما نه شډل پاتي پاتې دے ”

هغه وايي له خو ورته د موسيقۍ په ميدان کښي لوې مزل پاتې دې او غواړي چې دغه مزل په معياري توګه ترسره کړي۔

Show More

Related Articles