“داسې چې هر  ورځ سکول ته ځم د کور خلک به راباندې خبر شي”

دا د ماشومانو د ژوند تباه کولو برابر خبره ده چې جينکۍ د خپل حق څخه محرومه ساتل کيږي او چې کوم خلک وايي جينکۍ څه نه شي

خالده نياز

” د ورکوټوالي راهسې مې خواهش دې چې زه ډاکټر جوړه شم او دې خواهش مې څلور کال هم ضائع کړې ولي چې د کور خلک راله د سکولو ويلو اجازات نه راکوې او پرائيوټ زده کړه ترلاسه کول زه نه غواړم ”

د مردان نورلس کلنه فاطمه د نهم ټولګي زده کونکې ده هغې د خپلي کورنۍ نه په غله سکول کښې داخله اخستې هغه وايي پلار او ترۀ يي نه غواړي چې دا مکتب (سکول) ته لاړ شي او زده کړه ترلاسه کړي۔

فاطمه وايي د مور سره مې په صلاح نهم ټولګي کښې د ريګولر زده کونکې په حيثيت سائنس کښې داخله اخستې او دا شان د نورې کورنۍ نه په غله مکتب ته تګ راتګ کوي د هغې په وينا د سبق ويلو مقصد يي خلکو ته ښودل دې چې جينکۍ هم زده کړې ترلاسه کولې او ډاکټرې جوړيدلې شي۔

د څلور خوئيندو خور فاطمه وايي مشر ورور يي مړ شوې او مشرۍ خور يي تر لسم ټولګي زده کړې کړي د هغې په وينا خور يي هم پداسې حال کښې تر لسم پورې سبق ويلې کله چې د هغې پلار په ملک کښې نه ؤ ولې چې د هغې کورنۍ د زنانۀ د تعليم په اړه ډيره سخت دريځه ده۔

فاطمه وايي داسې نه ده ګنې چې د پلار او ترۀ رضا کولو لپاره يي هڅه نه ده کړې څو څو ځله مې هڅه کړې چې دوي ماته اجازات راکړې او زه بے له څه ويرې خپلې تعليم ژوند مخ پروړاندې بوځم خو زما ټولې هڅې ناکامه شوي د کورنۍ خلک مې ګڼي چې کله جينۍ له کوره په تعليم پسي وځي نو غلطه لاره خپلوي۔

” يواځې دا نه ده دوي وايي جينۍ که هر څومره زده کړه وکړي هيڅ نه شي کولې خو زه د دوي د سوچ سره اختلاف لرم او ګنم چې کله مور پلار په خپل اولاد بنديزونه لګول شروع کړو نو هغوئ خامخا په غلطه لاره د تګ فکر کوي خو چې کله په کوم کور کښې جينکو ته اعتماد او خوصله ورکړې شي هغه جينکۍ کله هم غلطه لاره نه خپلوي ”

فاطمه وايي په نهم جماعت کښې داخله اخستل ورته ډير ګران ؤ او هغې دې لپاره پرله پسې ډير محنت کړې ” ما مې مور ته وويل چې زه د بيوټيشن کورس کول غواړم خو د کور خلکو اجازات نه راکولو ډير په ګرانه مې هغه رضا کړل او اجازات يي راکړو اوس ما د بيوټشن کار زده کړې او د کورنۍ نه په غله مې داخله اخستې ده ”

د فاطمه په وينا د سکول چارواکو ته هم د هغې د خاندان د مزاج پته وۀ نو ځکه يي د هغې سره په داخله کښې مرسته وکړه او د روزانه سکول تلو شرط کښې يي ورسره نرمي وکړه ” زه اوس هر ورځ سکول ته نه شم تللې زړه مې غواړي چې هر ورځ لاړه شم خو که چرې داسې هر  ورځ سکول ته روانه شم د کور خلک به راباندې خبر شي او زما د تعليم ترلاسه کولو خوب به نيمګرے پاتي شي”

هغه وايي دوۀ خوئيندې مې واده شوې او کشره خور يي هم د زده کړو څخه محرومه شوي نو په کور ناسته ده د کور خلک يي غواړي چې دا هم زر واده کړې خو فاطمه سبق ويل غواړي۔

په يويشتمه لسيزه کښې چرته چې نړۍ د پرمختګ پرلور روانه ده او فاطمه ته د کورنۍ لخوا په سبق ويلو بنديز دې د داسې خلکو په اړه هغه وايي ” دا د ماشومانو د ژوند تباه کولو برابر خبره ده چې جينکۍ د خپل حق څخه محرومه ساتل کيږي او چې کوم خلک وايي جينکۍ څه نه شي کولې نو زه هغو ته وايم مونږ هر څه کولې شو تاسو صرف په مونږ اعتماد وکړي او د زده کړې حق رانه مه تړوئ”

هغه وايي ماته به داسې ښکاريده چې واقعې مونږ جينکۍ څه نه شو کولې خو اوس زه په خپل پورته شوي ګام خوشاله يم او چې کله مې دا ګام پورته کړې ټولې ستونزې مې اسانې شوي ولې چې زما مور زما ملګرې ده۔

فاطمه د بيوټيشن له لارې د خپل تعليم خرچه په خپله زغمي او ځان چا ته محتاجه کولو ته نه پريږدي۔

په خپلو خبرو کښې فاطمه زياتوي زما د ټولګي نورې ملګرې ډيرې مخ پر وړاندې تللې زه چې هغوئ ووينم نو درد راته ميلاويږي خو اوس هم وخت شته چې هر څنګه وخت راشي زه به له هغوي سره سيالي کوم او خپل مرام ته به رسم۔

فاطمه غواړي چې خپلواکه شي او په خپلو پښو ودريږي، خپل خوبونو پوره کړي، آرمان دې نړۍ ته ښودل غواړي چې يو جينۍ څه رنګه په مشکلاتو کښې خپل تعليم ژوند مخ پر وړاندې بيائي هغې ته خپل منزل پاک ښکاري او له څه نه هم نه ويريږي۔

نوټ : په دې قيصه کښې د جينۍ نوم، ځاې ، معلومات او نور واقعات په دې غرض بدل شوي چې د قيصې په اصلي مقصد اغيز پرې نه وځي۔

Show More

Related Articles