“دوۀ لوڼه مې د جهيز سره واده کړي،د يوې د جهيز قرض اوس هم ورکوم”

جهيز زمونږ د ټولنې لپاره ناسور جوړ شوي چې له وجې يي يو شمير پيغلې په کورنو زړې شوي دي ولي چې هغوئ د جهيز وس نلري نو ځکه يي څوک واده کوي هم نه

سي جے ذاکره

د پيښوررنګ روډ سيمې خديجه بي بي وايي” که لوڼه له جهيز نه ورکوم بيا يې څوک د رشتې پوښتنه نه کوي، دوۀ لوڼه مې د جهيز سره واده کړي او د يوې لورد جهيز قرض اوس هم ورکوم”

خديجه چې د دريو لوڼو او دريو ځامنو مور ده خاوند يي په واپډا کښې نوکر ؤ اوولس کاله مخکښې يي د سترګو نظر ختم شوې او په کور شوے دے۔

ټي اين اين سره خبرو  کښې هغې وويل ” د خاوند نوکري چې مې ختمه شوۀ نو د ماشومانو پالنه راته ګرانه شوۀ، د خاوند په پينشن مې په دوي زده کړه وکړه او چې لوڼه مې لوې شوې نو د وادۀ غم يي راسره پيدا شو خو د وادۀ لپاره جهيز اخستل آسان کار نه دے ”

د خديجه په وينا د لور په وادۀ کښې د هلک کور جينۍ کور نه د فريج، اے سي ، فرنيچر او د سرو زرو غوښتنه کوي خو دا ټول کارونه او غوښتنې پوره کول د يو غريب د وس خبره نه ده ولي چې نن سبا ګرانۍ کښې جهيز اخستل ګران کار دے۔

هغه وايي د پلار نه پس يي اوس مشر ځوي د کور بوج اخستې او ډيره په ګرانه يي خپلې دوۀ لوڼه وادۀ کړې ”  ما د خپلي لور وادۀ د خپل ورارۀ سره کړې او د هغې د وادۀ لپاره مې قرضه راخستې او تراوسه مې نه ده ختمه کړې، واده که په خپلو کښې کيږي او پردو کښې ټول ښه ډير جهيز غواړي”

هغۀ دا هم وايي که چرې په يو کور د جينۍ ورور نه وي نو سخرګنې د جينۍ نه د کور غوښتنه کوي او که څوک د جهيز انکار کوي نو څوک يي د رشتې تپوس نه کوي۔

د خديجه بي بي يو لور اوس هم په کور ناسته ده د هغې وادۀ لپاره خديجه د اوس نه جهيز اخلي ولي که جهيز په وخت تيار نه وي نو خلک بيا د جينۍ تپوس نه کوي او د جينۍ د واده عمر تيريږي۔

ټي اين اين سره خبرو کښې خديجه وويل حکومت له پکار ده چې د جهيز په رواج ايکشن واخلي ولي چې دا خو د غريب سړې لپاره د نقصان خبره ده، که په يو کور کښې هلکان شته او دهغه مور پلار د هغه د سخرګنۍ نه جهيز غواړي نو په دغه کور کښې به د هلک خور هم وي او هغه به هم سباله د بل کور ته وادۀ کيږي او جهيز به د ځان سره وړي۔

د خديجه په وينا د جينۍ په کورنۍ د ټولنې فشار وي او هغه د جهيز نه انکار نه شي کولې د څه لپاره چې هغۀ قرض اخلي او د لوڼو لپاره جهيز برابروي چې څوک هغوئ ته دا پيغور ورنکړي چې د لوڼو د واده لپاره د جهيز وس نلري۔

هغې يو ځل بيا د حکومت نه غوښتنه کړې چې دې لړ کښې يو قانون جوړ شي چې په جهيز بنديز ولګوي او چې څوک هم د قانون خلاف ورزي ( سرغړونه) کوي هغوئ ته دې سزا ورکړي شي۔

په ډاګه دي وي چې کال دوۀ زرۀ اوولسم اپريل مياشت کښې د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې په جهيزد بنديز او د وادۀ د دستورو په اړه يو بل وړاندې شوې ؤ  هغه بل خو کميتۍ ته وسپارل شو خو تراوسه منظور شوے نه دے۔

بل کښې ويل شوي وو چې په جهيز به په مکمله توګه بنديز وي او زنانؤ ته به وراثت کښې ټوله برخه ورکولې شي، دا رنګ څوک به هم خپلې لور ته د لس زرو روپو نه سيوا ډالۍ نه ورکوي او د وادۀ په دستوره به د پنځه اوويا زرۀ روپو نه سيوا پيسې نه خرچ کوي۔

هم دا شان د وادۀ په دستوره نکاح ، او جنج کښې به هم د جينۍ کور ميلمنو ته يو قسم خوراک ورکوي او راغلي جنجيانو ته چاۓ او يا شربت ورکولې شي۔

څرګنده دي وي چې دغه بل د جماعت اسلامي زنانۀ غړي راشده رفعت اسمبلۍ کښې وړاندې کړې ؤ۔

د بل ترمخه د وادۀ دستورې به هم د شپې لس بجو پوره جاري وي او چې څوک هم د دې قانون خلاف ورزي کوي په هغوئ دوۀ لکه روپۍ جرمانه او درې مياشت د قيدا سزا ورکولې شي۔

د جهيز په اړه خلکو کښې پوهه راوستونکي سماجي غړي ثناءاعجاز ټي اين اين ته ويلي هغې د کالج او پوهنتون له وخته د جهيز په ضد غږ پورته کړې خو په خلکو کښې د دې په اړه تر هغې شعور نه شي راتللې ترڅو چې پرې قانوني بنديز نه وي لګول شوے۔

هغې وويل دا د رياست ذمه واري ده ولي چې ترڅو رياست د دې په ضد قانون نه وي جوړ کړې او چا ته يې سزا نه وي ورکړې ترهغې دا رواج نه شي ختميدلې۔

د ثناءاعجاز په خبره جهيز زمونږ د ټولنې لپاره ناسور جوړ شوي چې له وجې يي يو شمير پيغلې په کورنو زړې شوي دي ولي چې هغوئ د جهيز وس نلري نو ځکه يي واډه هم نه کيږي۔

ثناء وايي يو شمير خلک په خلکو کښې د جهيز په اړه د شعور راوستلو لپاره کار کوي خو بيا هم په شمير کسانو دا ناسور نه شي ختميدلې نو ځکه دې په موجوده قانون زر تر زره عمل وشي او نوې قانون دې جوړ شي۔

هغې ټي اين اين ته وويل لور له جهيز ورکول زمونږ د ټولنې رواج جوړ شوې ” د هرې تولنې خپل دود دستور او رواج وي چې پکښې څه سم او څه خراب وي نو ځکه رواجونو بدلولو کښې وخت لګي خو که چرې حکومت غواړي نو جهيز، غږ، او داسې نور غير ضروري رواجونه ختمولې شي۔

هغې زياته کړۀ زمونږ هيواد په معاشي ستونزه کښې ګير دې نو پداسې حال کښې د دا ډول رسمونو ختمولو سره ملک کښې حوشحالي راتلي او د ترقۍ په لور راونيدې شي۔

ياده دي وي چې د روان کال په پيل کښې په سوشل ميډيا د جهيز بندلو په نامه يو مهم چليدلې ؤ چې پکښې د نامتو ادکارانو پشمول عامو خلکو هم برخه اخستې وۀ او جهيز يې د ټولنې لپاره يو ناوړې رسم ګرځولې ؤ۔

Show More

Related Articles