د ډاکټرانو او حکومت تر مېنځه مسئله څه د امرېکې او افغانستان شخړه نه ده

افتخار خان

مردان جېل نه ډاکټران او صحت نور هغه چارواکي راخلاص شول کومه چې څو ورځې وړاندې د پېښور لیډی ریډنګ هسپتال کښې د پرتشدد احتجاج په تور نیولې شوې وؤ. د شپې په وخت د ډاکټرانو او نورو ملازمینو خوشي کېدو په موقع ګڼ شمېر ملګري راټول شوې وؤ او ملګرو ته څېري اچولو سره ئي حکومت په ضد مقابله کښې د خپلې ګټې نعرې هم اووهلې.

د صوبائي حکومت او ډاکټرانو تر مينځه دا مقابله (لانجه) د تېرو اوولس ورځو نه راوانه ده د کومې اصل وجې آر اېچ اې او ډي اېچ ای قانون په اړه به دې تحریر کښې وورسته څه ټکي ليکم ولې اوس دا فکر کوؤم چې د دې مقابلې فاتح به څوک وی، د ګټې څېره به اخره کښې د چا په غاړه کيږي؟

د مقابله شکست خوړونکي په اړه ګنګس ځکه نه یم چې هغه مونږ ټولو ته وړاندې نه معلوم دې. دغه شکست خوړونکې بل څوک نه بلکه زه او ته یعنې عام اولس یو.

د آر اېچ اې او ډي اېچ اې قانون په ضد د ډاکټرانو او هسپتالونو نورو ملازمینو احتجاج اوولس ورځو راهسې جاري دي چې پکښې د ټولې صوبې هسپتالونو کښې د اېمرجنسي خدماتو نه علاوه د هر قسمه سهولتونو بائکاټ دې.

د ډاکټرانو احتجاج له وجې روزانه په بنیاد څومره مریضان تکلیف سره مخ کيږي د دې اندازه مونږ د صوبې تر ټولو لوئي هسپتال لېډي رېډنګ د اعداد و شمار نه لګولې شو.

د لېډي ریډنګ انتظامئي تر مخه دغه هسپتال ته روزانه په بنیاد یوولس زره نه زیات مریضان د مختلفو رنځونو درملنې لپاره راځي چې پکښې اته زره او پي ډي او درې زره نه زیات ایمرجنسي ته راځي. تېرو اتلس ورځو راهسې دغه هسپتال کښې او پي ډي په مکمل توګه بنده ده ولې د ډاکټرانو کموالي له کبله ایمرجنسي سروسز هم زیات تره حده پورې متاثره دي.

دا حال صوبه کښې د هر سرکاري هسپتال دې کومې ته تلونکې رنځوران چې تېرو اوولس ورځو راهسې یا خو نجي کلېنکونو ته په تللو او یا په ځآن سخته تېرولو باندې مجبوره دي. دې لړ کښې تر دې دمه یو شمېر داسې مریضانو ژوندونه هم ترلاسه ورکړي څوک چې په وخت علاج مېلاوېدو له وجې بچ کېدې شول ولې د داسې بدقسمتو څه قسمه ریکارډ مخې ته نه دې راغلې.

RHA او DHA څه دي؟

صوبائي حکومت د صحت په شعبه کښې یو نوي قانون تر مخه په علاقائی او ضلعې په کچه ریجنل هېلتهه اتهارټي (آر اې اې) او ډسټرکټ هېلته اتهارټي (ډي اېچ اې) جوړولو فېصله کړې ده.

دغه اتهارتیز ته به فنډ صوبائي او وفاقي حکومت لخوا ورکولې کيږي کومه به چې د صحت صوبائي وزیر په مشرۍ کښې پالیسي بورډ ته جواب ده وی او د علاج پشمول د هسپتالونو هر قسمه چارې به د دغه اتهارټیز ذمه واري وي.

د ډاکټرانو مخالفت وجوهات

ډاکټران او د هسپتالونو نور چارواکي وائی چې دې قانون سازۍ اصل مقصد ټول سرکاري هسپتالونه پرائویټائز کوي کومې سره به چې دا د غریب اولس د وس نه بهر شي.

د ډاکټرانو او نورو ملازمینو دا هم موقف دې چې هسپتالونه پرائیوېټ کولو سره به د دوې سرکاري ملازمتونه هم ختم کړې شي او دوې دې ته یو صورت کښې هم نه دي تیار.

د حکومت موقف

د صوبائی حکومت وزیران په دې اړه یو صلاح په نظر نه راځي، که یو خوا بعضې وزیران وائي چې د نوې قانون سازۍ مقصد هرګز دا دې نه چې ګنې هسپتالونه به پرائیوېټائز شي ولې هدف ئي د هسپتالونو نظام ښه کول دي.

بل اړخ اسمبلۍ کښې خطاب کښې د صحت وزیر هشام انعام الله وئیلې چې حکومت نور وس نه لري چې هسپتالونو کښې وېړیا علاج ورکړي او دا خبره د ډاکټرانو د موقف هم تائید کوی.

په نوي قانون کښې د ملازمینو په اړه وئيلې شوې چې موجوده ډاکټران او نور ملازمین به سرکاري وي او ورته به پنشن او نور مراعات په زړه طریقه مېلاويږي ولې دا کېډر به اوس ډائينګ کېډر ته اچولې شي. یعنې ریټائر کېدو، وفات کېدو یا بل څه له وجې ملازمت نه وتونکې تن په ځائي به دغه کېډر کښې بل تن نه اخستل کيږي او نوې بهرتیانې به ریجنل او ډسټرکټ اتهارټیز د خپلو شرائطو او ضرورت په بنیاد کوي.

د بحث لاندې نه راتلونکې وجه

د ډاکټرانو او نورو ملازمینو تنظیم هېلتهه ګرېنډ الائنس غړي تېره ورځ د صوبې مختلف برخو نه پېښور ته راټول شوې وؤ او اسمبلۍ مخې ته احتجاج سره حکومت په دې مجبوره کړې چې غېر مشروط طور سره ئي ورله ملګري راخلاص کړل. د هېلته الائنس د بائکاټ او احتجاج یوه لویه وجه کومه چې په اکثره توګه د بحث ترلاندې نه راځي هغه دا ده چې نوې قانون تر هر ډاکټر او نور ملازمین به هغه ضلع کښې ډیوټي کومي د کومې په ډومېسائل چې هغه د ډاکټرۍ ډګري ترلاسه کړې وي.  پېښور او داسې نور لویو ښارونو کښې ډیوټي کوونکي زیات تره ډاکټران د نورو ضلعو سره تعلق ساتي خو نوکرۍ مېلاوېدو وروسته دې ضلعو کښې آباد شوې دې او اوس هغوي کله هم نه غواړي چې واپس خپلو سیمو ته لاړ شي.

مذاکراتو کښې د ډېډلاک وجوهات

اوولس ورځې احتجاج او دواړه ډلو ته د مریضانو د تکلیف احساس باؤجود مذاکرات ولې نه کيږي؟ د دې مختلف وجوهات دی.

یو خو ډاکټران احتجاج ختمولو لپاره خپلو شرطونو کښې نرمي راؤستو ته تیار نه ښکاريږي او د هغوي شرطونو کښې د ریجنل او ډسټرکټ هېلته اتهارټیز قانون واپس اخستل،د صحت وزیر هشام انعام الله او صحت شعبه کښې هلې ځلې کوونکې نوشیروان برکي د خپلو څوکو نه لرې کولو او په ضد ئي په ډاکټرانو د تشدد اېف آئي آر درج کول، د نېولې شوې ډاکټرانو رهائی ( دغه مطالبه ئي منلې شوې ده)او داې نورې مطالبې شاملې دي.

د ډاکټرانو سره مذاکراتو نه کېدو یه لویه وجه حکومت لخوا دوې ته اهمیت نه ورکول هم دي. کله د حکومت ترجمان دوي ته پکوړي خرڅونکې وئیلو سره د دوې سپکاوې کوي نو بلخوا د صحت وزیر او سیکرټري ورته هم بیا بیا پتون په لاس وهي او دهړکې ورکوي چې دا ټول به ختمولوسره مارکیټ کښې موجود نوې ډاکټران بهرتي کړي. (لکه چې په حکومتي څوکۍ او بیا د ډاکټر په رنګ مهمه څوکۍ د بهرتو دا عمل دومره آسان کار دې)

که دواړه اړخو نه سنجیدګي اوښودلې شي او لږ ته او لږ زه په بنیاد دواړه ډلې خپلو دریځونو کښې نرمي راؤلي نو دا مذاکرات څه د افغان طالبانو او امریکې او یا د سعودي او ایران تر مينځه مذاکرات نه دي چې دومره مسئله ترې جوړه کړې شوې ده.

Show More

Related Articles