بونير کښې د زرګونو کالو پخواني رواج اشر نن هم ژوندې شکل لري

سي جے عظمت تنها

د پښتنو په بېلا بېلو سيمو کښې نن هم د پښتنو زرګونو کاله زوړ رواج د اشر په شکل کښې ژوندے دے.

نړۍ د پښتنو په زرها کلونو محيط تاريخي ژوند،  رواياتو، دود دستور اؤ ننګ ناموس نه اګاه ده. د پښتنو د ټولنيز ژوند مثالونه د تاريخ په پاڼو کښې خوندي اؤ په پښتنو سيمو کښې ژوندي دي. لکه چې حجره د پښتنو د درس اؤ مصلحت ځائے ګڼلے شي چرته چې د مشرانو نه کشران زده کړه کوي اؤ د کلي غم ښادي پکښې هم عزرولے شي. دغه شان د پېغلو دپاره د تنارۀ غاړه حجره اؤ د ګودر غاړه سېل ګاه ګڼلے شي.

د دغې منظم ټولنيز ژوند يؤ بل مثال اشر هم دے کوم کښې چې د معاشرې هر نفر په انفرادي توګه نه بلکې په اجتماعي توګه د يؤ بل سره په کار بې د څۀ لالچه اؤ معاوضې کوي. يو خوا که د پښتنو سره د زرګونو کلونو زوړ د خېر ښېګړې نظام موجود دے کار کوي نو بلې خوا ته نن مغربي اؤ اروپايي ملکونه د بیلا بيل غېر سرکاري تنظيونو په ذريعه په نړۍ کښې د کميونيتی کميټو په شکل کښې د عوامي ښېګړي ټولګي سازوي چې ورته د “فلاحي تنظيم” نوم ورکولے شي.

د دې نه دا ثابتيګی چې پښتنو دنيا ته همېشه د امن اؤ ورورلۍ چل ښؤدلے اؤ دا پېغام يې ورکړے چې پښتانۀ امن خوښے قام دے.

په اشر د علاقې خلق د ابادۍ (تعميراتي)، د فصلونو(جوار، غنم، شولې”وريژې”،) اؤ د وښو د سمبالولو اؤ مختلف قسمه اجتماعي کارونه تر سره کوي. د هر قسم اشر بلل اؤ رخصتيدل قریبا يؤ شان وي خو د وښو د موسم اشرې بيا ځانته يؤ ځانګړے مقام لري. د کوربه اشرګندي سحر وختي د وښو رودلې ته ځان رسوي اؤ خپلوانې زنانه د اشر کور ته د پخلي دپاره غونډې شي.

د خوراک عام روايت دا دے چې لسو نه تر يؤلسو بجو شاؤوخوا د چايو انتظام وکړے شي د غرمې ډوډۍ اؤ ماسپښين نمونځ يؤ ځائے د يوې نيمې نه تر دوه نيمو بجو پورې کولے شي مازيګرے چائے ورته د سيوري په ټيټېدو يؤړلے شي اؤ د ماښام د ډوډۍ دپاره ورله د خوراک ښۀ دروند انتطام کړے شوے وي چې پکښې  څوک غوا مېخه يا بل څاروے حلالوي اؤ ورسره کلي وال غوړي هم د اشرګندو د خوراک برخه وي. ټول اشر ګندی ورته په ټولګو کښې کېني چې پېنډا ورته ويلے شي.

بل خوا د اشرګندو په کار کښې مشغول ساتلو اؤ ستوماني نۀ محسوسولو دپاره د ډول اؤ باجې يا توورۍ اؤ ځينې علاقو کښې د هارونيئم انتظام کولے شي د غه تفريحي ټولګے قريبا هر کلي اؤ علاقه کښې موجود وي اؤ ځینو علاقو کښې خو داسې هم کيږي چې د اشرو وار (نمبر) دډولکيمار په خوخه اېښؤدلے شي ځکه چې د کار د زياتولي لۀ وجې دوي ته هم وزکاره ورځ موندل ګران وي.

نن سبا د پښتنو په بيلا بېلو سيمو کښې دغه رواج ژوندے دے چې پکښې ملاکنډ ډويژن، هزاره قبائلي سيمې وغېره شامل دي.

په تور غر يا پوره هزاره کښې د ډول سره تورۍ غږولے کېږي چې دغه اثر يې په شانګله اؤ بونېر کښې د امازي په سيمه هم پروت دے البته په بر بونېر لکه چغرزي اؤ ګوکند سيمو کښې د ډول سره خاص قسمه باجه غږولے شي چې ورته د “ډانګونو باجه وائي.

په ځينې سيمو کښې په اشرو کښې د هوائي ډزو رواج هم شته خو د ابادۍ سېوا کېدو اؤ نورو بندېزونو لۀ کبله دغه رواج رو رو سر خوري.

د بونېر په امازي سيمه کښې يؤ خاص بېل رواج دا دے چې د رؤدلې نه په واپسي اشرګندو ته د نظرماتي دپاره سپېلني لوګے کولے شي.

د دې سره سره په ځينې علاقو کښې دا هم رواج ؤ چې د مازيګر په چايو کښې يې خشخاش اچول چې لؤګري نه د هغه د حېثيت نه زيات کار واخلي خو د وخت سره سره خلقو دغه کار ځکه رد کړو چې دا د انسان سره ظلم اؤ زياتے کؤل دي.

ماښام د ډوډۍ نه پس خلق يؤ ځائے راغونډ شي ګرمې چائے څښي اؤ د باجې ډولکي په سازونو اتڼونه اؤ ګډاګانې کوي چې دغه شان د ټولې ورځې ستوماني وباسي.

اشر د پښتنې معاشرې يؤ اهم جز دے چې بنيادونه يې په وروولۍ، امن، يؤوالي اؤ خوشحالۍ ولاړ دي.

ضرورت د دې امر دے چې خدائے مۀ که د وخت زغل د پښتنو د لاسو دغه د یؤ والي اؤ ورورولۍ روايات وتروړي پښتون قام له هغه لاسونه تروړل پکار دي کوم چې د اجتماعي سوچ په ځائے په معاشره د انفرادي سوچ پرچار کوي.

Show More

Related Articles