“حاجي عديل خان د جمهوري جدوجهد اتل ؤ”

هر څو که حاجي عديل خان په(۱۹۸۸ ( کښې کامياب نه شو خو د نورلس سوه نوې (۱۹۹۰) نه تر نورلس اووۀ نوي پورې( ۱۹۹۷) هغۀ پرله پسې درې ځله د خيبرپښتونخوا د اسمبلۍ غړے پاتې شوے

سلمان يوسفزے

د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي صدر اسفنديار ولي خان ويلي اين ايف سي ايوارډ او اتلس ترميم منظورۍ کښې خدائ بخښلي محمد عديل خان نه هېريدونکې کردار ترسره کړے او هغۀ ترمرګه پورې د پارټۍ په پالېسيو مضبوط ولاړ ؤ۔

د باچا خان مرکز نه خپره شوې خبر پاڼه کښې اسفنديار ولي خان د حاجي عديل د دريمې برسۍ په موقع خپل پيغام کښې ويلي چې عوامي نېشنل پارټي د خدائ خدمتګار د تحريک د تسلسل جماعت دے او ټول عمر ئې د صوبے د عوامو د حقونو او د هغوئ تخفظ لپاره کار کړې او حاجي عديل د هغه کار مشري کړې ده۔

مرکزي صدر ويلي خدائ بخښلي حاجي عديل د يو داسې سړې ځوې ؤ د چا پلار چې د انګريز سامرج په ضد ښه په نره جدوجهد کړې او حاجي عديل هم د خپل پلار په ګام ، ګام کېښودو سره خپل ټول عمر د باچا خان د تحريک د سپاهي په توګه تېر کړے دے۔

هغۀ زياته کړې عوامي نېشنل پارټي به په هيڅ صورت د حاجي عديل کمے پوره نۀ کړي ولي چې د هغۀ په شان حقيقي سياسي رهنما په صدۍ کښې پېدا کېږي او دا چې هغۀ د جمهوري جدوجهد اتل دے او جدوجهد ئې د سياست په لار کښې بلېدونکې مشال دے۔

حاجي عديل څوک ؤ ؟

د پښتو ژبې نامتو ليکوال او صحافي روښان يوسفزئي ترمخه خدائ بخښلې حاجي عديل خان د اکتوبر په پنځه ويشتمه نېټه کال نورلسم سوه څلور څلويښت (۱۹۴۴) کښې د پېښور په خاوره د حکيم عبدالجليل ندوي په کور کښې زيږدلې او هغه تر څوارلسمه پورې رسمي زده کړي دي۔

روښان يوسفزئي ټي اين اين ته وويل ” حاجي عديل خان ته سياست او خدائ خدمتګاري د خپل پلار نه په ميراث کښې پاتې شوې وه د هغه پلار حکيم عبدالجليل ندوي هم په خپل وخت کښې د باچا خان د خدائ خدمتګار تحريک سپاهي ؤ او د انګريز د سامراج په ضد ؤ”

هغه وويل حاجي عديل د خپل سياسي سفر پيل د عوامي نېشنل پارټي سټي تنظيم نه کړې او په وړومبي ځل ئې کال نورسوه اته اتيا (۱۹۸۸) کښې د صوبائي اسمبلۍ په ټاکنو کښې برخه اخستې ؤ خو کامياب شوې نه ؤ۔

د روښان يوسفزئي په خبره هر څو که حاجي عديل خان په ۱۹۸۸ کښې کامياب نه شو خو د نورلس سوه نوې (۱۹۹۰) نه تر نورلس اووۀ نوي پورې( ۱۹۹۷) هغۀ پرله پسې درې ځله د خيبرپښتونخوا د اسمبلۍ غړے پاتې شوے دے۔

هغۀ وويل د دغه کاميابو له لارې حاجي عديل د خيبرپښتونخوا د خزانې وزير او  په نورلس سوه اووۀ نوي کښې د مسلم ليګ (ن) سره د اے اين پي د اتحاد په وجه هغۀ د هغۀ وخت د سپيکر هدايت الله چمکني سره ډپټي سپيکر پاتې شوے دے۔

روښان يوسفزے وائې حاجي عديل خان په خپل سياست کښې په دوۀ مهمو ستونزو ډېر کار کړے د کومې په نتيجه کښې چې خېبرپښتونخوا ته د اووۀ اين ايف سي ايوارډ نه وړنداې د بجلۍ منافع د بقايات جات په مد کښې د يوسل لس اربه روپو  ميلاويدو لاره هواره شوي نو بلخوا دولس زره لس کښې د اتلسم ترميم په صورت کښې پخواني صوبه سرحد ته د خېبرپښتونخوا نوم ورکړې شو۔

روښان يوسفزے زياتوي خدائ بخښلي حاجي عديل تر مرګه پورې د خپلو سياسي هلو ځلو او د اولس د خدمت نه بے غمه نه دې ناسته او د مرګه نه دوۀ ورځې وړاندې ئې هم په ناروغه ګرګه افغان قونصلګرۍ کښې ګډون کړې ؤ او د هغې نه دوه ورځې پس د نومبر په اتلسمه نېټه کال دوۀ زره شپاړس کښې د ورپيښې ناروغۍ له وجې حق ورسيده او پېښور کښې خاورو ته وسپارل شو۔

Show More

Related Articles