تعليم محکمي قبائلې ضلعو کښې د نوي بهرتو منظوري ورکړے


د خيبر پښتونخوا تعليم محکمي قبائيلي ضلعو کښې د دوه زره اووه سوه دوه اويا نوو اساميانو منظوري ورکړيده۔د محکمه تعليم خيبر پښتونخوا لخوا جاري شوي دستاويزاتو ترمخه د نوو اساميانو له وجي به څلور سوه څلور اتيا سکولونو کښې د اسټاف کمے پورا کړے شي۔

دستاويزاتو تر مخه په قبائيلي ضلع خيبر کښې به څه څلور نوي سکولونو کښې پنځه سوه شپږڅلويښت بهرتيانے کولے شي، چي په هغؤ کښې د ضلع باجوړ په شپږ شپيته سکولونو کښې څلور سوه اووه شپيته او د مومند په څلور اويا تعليمي ادارو کښي څلور سوه پنځلس بهرتيانے شامل دي۔

دا شان د جنوبي وزيرستان د يو سل څوارلس سکولونو دپاره پنځه سوه يوويشت بهرتيانو منظوري هم ورکړے شويده،د سيکرټري تعليم د وينا مطابق دا اساميانے به ډير زر د ترقياتي سکيم لاندي پورا کړے شي۔

Show More

Related Articles