شمالې وزيرستان: ناڅرګنده کسانو ډزو کښې قبائلي مشران مړه

قبائلي ضلعي شمالي وزيرستان دته خيل تحصيل کښي ناڅرګنده  کسانو په ډزو دو ۀ قبائلي ملکان وژلي شوي دي۔

د سرکاري زريعو ترمخه محمد خيل سيمه کښي نامعلومه کسانو په ملک زکا الله او ملک ولي خان ډزي کړي چي په نتيجه کښې دواړه مړه شوي دي۔ د ډزو روسته ملزمان په تيښته کښي کامياب شوي دي۔

پوليس وائي چي دے لړ کښې د ضروري کاروائي ورسته مقدمه درج کړے شوي او پلټئ رواني دي۔

Show More

Related Articles