ضم شوي قبائلي ضلعو ذده کونکو له پاره په ميډيکل او ډينټل کالجونو کښي نشستونه ډبل کړي شوي

خيبر پښتونخوا کښي ضم شوي قبائلي ضلعو ذده کونکو له پاره په ميډيکل او ډينټل کالجونو کښي نشستونه ډبل کيدو روسته د داخلي اعلان شوي دي۔

پيښورخيبر ميډيکل يونيورسټي د صوبائي حکومت او پاکستان ميډيکل کونسل( پخواني پي ايم ډي سي) اسلام آباد نه منظور شوي د ضم شوي قبائلي ضلعو ميډيکل او ډينټل کالجونو مخصوص نشستونه د ډبل کيدو روسته دا نشستونو کال دوه زره نورلس شل کښي د ځي کولو د شيډول اعلان کړي دي۔

د دے اعلان ترمخه ډبل کړي شوي په قبائلي ضلعو کښي د نشستونو ميرټ کمولو چوائس په بنياد پليسمنټ به په يوشتمي جنوري سحر نهه بجے د کے ايم يو ملټي پرپز هال کښې کيږي۔ کے ايم يو د ايډميشن ډائريکټريټ لخوا جاري شوي تفصيل کښي وئيلي شوي دي چي ضم شوي قبائلي ضلعو طلبا و طالبات له پاره د صوبے اود ټول ملک طبي ادارو کښې مخصوص نشستونه د ډبل کولو فيصله وفاقي کابيني په کال دوه زره اوولس کښې کړي وه، او د دے  حتمي منظوري لږه موده وړاندي صوبائي حکومت او پي ايم سي ورکړي ده۔ د کومے روسته چي کے ايم يو په دي مخصوص نشستونود صوبائي حکومت او پي ايم سي د ګائيډ لائن په رڼا کښي د داخله شيډول اعلان کړي دي۔

Show More

Related Articles