آئي جي پي: د خاصه دار او ليويز فورس حتمي فيصله په څلريشتمه جنورۍ کيږي

د خېبرپښتونخوا آئي جي پي ثناءالله عباسي وئيلي چې د ضم شوو ضلعو د خاصه دار او ليويز فورس په اړه به د جنورۍ په څلريشتمه نېټه صوبائي کابينه حتمي قانون سازي کوي۔

د خېبر ضلعې جمرود تحصيل ګورنمنټ هائي سکول عبدالا عظم شهيد کښې ترسره شوې دستوره ته د وينا په مهال آئي جي پي ثناءالله وئيلي چې خاصه دار او ليويز فورس په باقاعده توګه د پوليس برخه دي او دې لړ کښې صوبائي کابينه د جنورۍ په څلريشتمه نېټه حتمي قانون سازي کوي د کومې لپاره چې صوبائي حکومت ته سفارشات لېږلے شوي دي۔

آئي جي پي وئيلي چې د ضم شوو ضلعو خاصه دار او ليويز فورس ته به جديد آلات او ټول سهولتونه ورکولے شي۔
په خپلو خبرو کښې هغه وئيل چې پوليس د عوامو په ټيکس تنخواګانې اخلي او خپل ځان اولس ته د دې جوابده ګڼي۔

ياده دي وي چې بلخوا آل قبائلي فورس يو ځل بيا د اته ويشتمې جنورۍ پورې پوليس کښې د ضم کيدو لپاره په باقاعده توګه د اعلاميې جارې کولو غوښتنه کړې ده۔

دې لړ کښې تېره ورځ د بنو ټاؤن شپ کښې د آل فاټا خاصه دار او ليويز ګرينډ جرګه کښې ګډوانوالو د اعلاميه نه جاري کيدو په ضد د جنورۍ د اته ويشتمې نېټې نه د تحريک شروع کولو اعلان کړے دے۔

جرګه کښې وئيل شوي چې د انضمام نه پس خاصه دار او ليويز په پوليس کښې ضم شوې خو ولي زمونږ سره شوي لوظونه نه دي پوره شوي او د پوليس په رنګ مراعاتو کښې راته بيورو کريسي ځنډ جوړ شوي دي۔

Show More

Related Articles